مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

د پیاوړي پوهیال او غښتلي فرهنګ پال، د ادب او فرهنګ روښانه او ځلانده ستوري ډاکټر ببرک ارغند د مړینې تریخ او دردوونکی خبر

عکس ‏‎Abdul Qader Masoud‎‏
په ډیر خواشینۍ سره خبرشوم، چې زموږ د هیواد په علمي او ادبي ډکر کې وتلې او پیژندل شوې داستان او کیسه لیکونکې، ، ټولنیزپوه، سیاست پوه، ادب پوه، منلی او ملي شخصیت ارواښاد ډاکټر ببرک ارغند په هالند کې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
(انالله وانا الیه راجعون)
شاعر وایي :
څوک د ځان لپاره مړ شي نوم یې ورک شي
د چا مرګ د ټول ولس د پاره مرګ وي
د ډاکتر صاحب ببرک ارغند مړینه زموږ د هیواد په ادبي او فرهنګي، علمي، سیاسي او ټولنیز ډګر کې یوه لویه ضایعه ده.
خدای بخښلی ډاکتر ببرک ارغند پر (۱۳۲۵) لمریز کال په یوه منوره، درنه او پتمنه کورنۍ کې د کابل په ښار کې زیږیدلی دی.
ده خپلې زده کړې په بلخ، کابل او کندهار کې د باختر، حبیبیه او میرویس هوتکي په لیسو کې او لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علوم په پوهنځی کې پای ته رسولی دي، او د بلغاریه په هیواد کې د صوفیه په پوهنتون کې یې د ژورنالیزم په برخه کې د ډاکټری دیپلوم تر لاسه کړې دی.
خدای بخښلی ډاکټر ببرک ارغند زموږ دهیواد په علمي، ادبي او فرهنګي ډګر کې د ( دري) ژبې د هغو نوښتګرو، مخکښو او نامتو لیکوالو څخه دی، چې د ده په غوره لیکنو او ارزښتناکو داستاني آثارو کې ډیر لوړ علمي مفاهیم، انساني ، ټولنیز، ملي او ادبي تصورات او افکار په ډیره خوږه ، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوي دي . د ده په لیکنو او داستانونو اوکیسو کې هنري ښکلا، خیالونه، سیمبولونه، تصویرونه، زموږ د اولسونو په ژوند باندې د واکمنو دودونو، عنعنوي ارزښتونو، پاک او سپیڅلي انساني احساسات، جذبات او عواطف ادبي او اخلاقي پیغامونه په ډیر رنګین او ظریفانه بڼه انځور شوي دي.
لنډه دا چې ارواښاد داکټر ببرک ارغند د خپلو علمي، ادبي او هنري هلو ځلو او خدمتونو په وسیله د علم، ادب او فرهنګ ډیوې تل بلې ساتلې وئ . د ده په لیکنو او ګټورو داستاني آثارو کې ادبي او هنري رنګ، خوند او ښکلا له ورایه معلومیږي . د د ه ملې ، وطني او انساني اهداف او احساسات د هیواد والو او د ادب او فرهنګ د مینه والو په ذهنونو او زړونو کې ژوندي پاتی دي او د ده شخصیت ته د علم، ادب او سیاست مینه وال په ډیره درنه سترګه ګوري.
دی یو پاک او سپیڅلې انسان، ریښتینې عالم، ادیب، نامتو ژورنالیست، داستان او کیسه لیکونکی، او پیاوړی لیکوال وُ. دی د تقوا او پرهیزګاری دروند شخصیت او د لویې حوصلې خاوند وُ. هر وخت غلې او خاموش ښکاریده، متواضع، حلیم، برده باره او بی کبره انسان و. ده د خپلو ملګرو، هیواد او هیوادوالو سره د انسان او انساني کرامت سره سپیڅلې او ژوره مینه درلوده.
زه د دغه ستر ماتم په غمجنو شیبو کې د ارواښاد ډاکټر صاحب ارغند درنې کورنۍ ،دوستانو، ملګرو او د افغانستان فرهنگي کړیو ته د دغې سترې ضایعې له امله د صبر، زغم او تسلیت مراتب وړاندې کوم او د لوی خدای څخه مرحوم ته د فردوس جنت غواړم.
د ګران او منلي ستر شخصیت ډاکټر صاحب ببرک ارغند اروا ښاده او یاد یې تلپاتې غواړم.
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود