آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

د پاکستان ژمنې او د کابل تمې؛ آيا په پاکستان دا وار باور کيدلی شي؟

وروسته له هغې چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژي اعلان شوې او په کې په زغرده ویل شوي چې باید د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه ختم شي؛ دغه هيواد تر سخت فشار لاندې دی او ټوله هڅه يې دا ده چې په هر طريقه وي ځان له انزوا اوباسي. د همدې هڅو په لړ کې تيره ورځ د پاکستان لوی درستيز له يو لوړ پوړي پلاوي سره د ارګ په دروازه ننوت. ارګ وايي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او ورسره ملګري پلاوي ژمنه وکړه چې هیواد یې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې هر راز همکارۍ ته تیار دی او چمتو دی چې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د میکانیزم ملاتړ وکړي.

که څه هم د ارګ د خبرپاڼې له مخې ويل شوي چې پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې کاري ټیمونه به پر عملي او تطبیقي پلانونو کار وکړي؛ خو پوښتنه دا ده چې د پاکستان په ژمنو څومره باور کيدلی شي؟

آيا پاکستان اصلاح شوی او د افغانستان په اړه به خپل پخوانی دريځ بدل کړي؟

کابل ته د قمر جاويد باجوه په مشرۍ د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د راتګ په اړه دوه تحليلونه شتون لري.

لومړی: يو تحليل دا دی لکه څنګه چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژي اعلان شوې او په کې په زغرده ویل شوي چې باید د پاکستان په خاوره کې د تروریستانو پناهځایونه ختم شي؛ نو پاکستان د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا تر سختو فشارونو لاندې دی نو پاکستان اړ دی څو د ترهګرۍ پر ضد په مبارزې د عملي اقدام په کولو سره ځان له فشارونو خلاص کړي.

همدارنګه تل ويل کيږي چې د پاکستان ملکي حکومت که هر څومره له افغانستان سره ښه نيت ولري خو که د استخباراتو او پوځ يې خوښه نه وي؛ په افغانستان کې د جګړې په اور اوبه نه شيندل کيږي. یعنې يو تحليل دا دی چې د افغانستان جګړه مستقيماً د پاکستان پوځ او استخبارات اداره کوي او څو چې دغه مراجع ونه غواړي په کابل کې اور نشي مړ کيدلی. دا ځل د پاکستاني سفر ته په دې هيله مندي زياته ده چې د پاکستان د مشر تر څنګ د استخباراتي ادارې مشر يې هم کابل ته راغلی دی. دا دې ښودنه کوي چې ګويا پاکستان په رښتيا هم د فشار احساس کړی دی او دا ځل به له انزوا څخه د خپل ځان د خلاصون په خاطر هم په خپلو ژمنو تر يوې کچې عمل کوي.

دويم: که څه هم دا لومړی ځل نه دی چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکو د ترینګلتيا څخه وروسته پاکستاني پلاوی د کابل په دروازه ننوځي؛ بلکې له دې وړاندې په لسګونو پلاوي راغلي او کابل يې په خپلو تکراري ژمنو دوکه کړی دی. هر ځل چې د کابل ـ اسلام آباد اړيکې په ټپه دريدلي يا پاکستان ځان د نړيوالو تر فشار لاندې حس کړی دی؛ دغه هيواد له فشاره د خلاصون لپاره يا د کابل يا د امريکا او يا د بل هيواد په دروازه ننوتی څو له موجوه فشاره ځان خلاص کړي.

په ټوله کې ويلای شو چې پاکستان په سياسي لوبه کې ډير پياوړی دی او په هر رنګه حالاتو کې کولی شي چې د هر ډول فشار څخه د خلاصون لپاره لاس په کار شي. خو تر ټولو جالبه لا دا ده چې هر کله که د کابل او اسلام آباد تر منځ د اړيکو د بیرته رغولو او د افغانستان مسالې د حل لپاره پاکستاني پلاوي د کابل ميلمانه شوي دي؛ په افغانستان کې د جګړې د سړيدو (د ژمي) موسم وي. په دغه موسم کې د هوا د سړيدو له امله تر يوې کچې په روانه جګړه کې کموالی راځي او وسله وال طالبان پاکستان ته خپلو کورنيو ته ورځي.

نو په دغه موسم کې چې په طبيعي ډول په جګړه کې کموالی راځي نو پاکستاني چارواکي هم له دغه فرصته په ګټې اخيستنې له کابل سره د اړيکو د رغولو اقدام کوي او هڅه يې دا وي چې وښيې له دوی (پاکستان) سره د خبرو له امله دا دی جګړه هم ارامه شوه. اوس دا ځل چې په تازه کې قمر جاويد باجوه او رضوان اختر کابل ته راغلي نو يو تحليل هم همدا دی چې ګويا پاکستان به يو ځل بيا له افغان حکومت او امریکا سره د تير په څېر لوبه وکړي او له کابل سره د خبرو نتيجه به يې يواځې د پاکستان په ګټه وي. له کابل سره د اړیکو رغولو ګټه به پاکستان ته دا وي چې د امريکا له فشارونو به تر يوې کچې رابهر شي.

اوس که کابل ته د پاکستاني لوړ پوړي پلاوي سفر په هر ډول تحيل کوو نو اړينه دا ده چې کابل دې هوښيار اوسي او د پاکستان د هر ډول لوبې پر وړاندې دي سمدستي او جدي غبرګون وښيې. که دا ځل بيا هم پاکستان له افغانستان او امریکا سره د لوبې هڅه کوله نو سمدستي دې ورسره جدي چلند وشي.

لیکنه:خوشحال آصفي