تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

«
»

د نړیوال نظم اصول


نور محمد غفوري

(د تیرو لیکنو په تسلسل)

د (نړیوال نظم او افغانستان) په مقاله کې مو یادونه وکړه چې نړیوال نظم د معینو حقوقي قواعدو، اصو او نارمونو پر بنسټ ولاړدی چې د سازماني بنسټونو او په نړیواله کچه د زور د بیلانس تر څنګ د همدې نظم په سمون کې غوره رول لوبوی. وروسته بیا مو (نړیوال نظم په کومو قواعدو ولاړ دی؟) لیکنه کښې د نړیوال نظم د قواعدو تعریف او څو غوره مثالونه ذکر کړل. په دې لیکنه کې به د نړیوال نظم د اصولو  او نورمونو په اړه لنډه رڼا واچوو.

1. د نړیوال نظم اصول  (Principles):

د نړیوال نظم اصول هغه عمومي، بنسټیزې فلسفي او اخلاقي لارښوونې دي، چې د نړیوال نظم لپاره چوکاټ برابروي او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په جوړولو کې اساسي اهمیت لري. دا اصول په نړیوالو قوانینو کې ژوره ریښه (وليې) لري، خو په ټولو حالاتو کې لازم الاجرا نه دي او مراعات یې په هر ځای او هر وخت کې حتمي نه دی. د نړیوال نظم ځینې اصول په لاندې ډول یادولای شو:

– عدالت(Justice)   – د نړیوال نظم یو بنسټیز اصل دی چې باید د ټولو هېوادونو او خلکو ترمنځ تأمین شي. دا اصول له دې څخه سرچینه اخلي چې هر هېواد او ملت حق لري چې عادلانه او مساوي چلند ورسره وشي.

– په سوله کې یوځای ژوند کول(Peaceful Coexistence) : دا اصل وايي چې دولتونه باید په سوله کې ژوند وکړي، یو د بل د حاکمیت، خپلواکۍ، او ځمکنۍ بشپړتیا احترام ولري او د زور له استعمال څخه ډډه وکړي.

– بشري کرامت((Human Dignity  چې هر انسان باید د درناوي وړ او بشري حقونه یې خوندي وي. دا اصل د نړیوال نظم لپاره اخلاقي او انساني بنسټ جوړوي.

– مسئولیت  (Responsibility)  چې دولتونه نه یوازې د خپلو خلکو په وړاندې مسؤلیت لري، بلکې د نړیوالې ټولنې په وړاندې هم مکلف دي چې د خپلو کړو وړو په اړه مسئول عمل وکړي او نړیوال ثبات او سولې ته ژمن واوسي.

 – نړیواله همکاري  (International Solidarity) دا اصل دولتونو ترمنځ پر متقابلې همکارۍ او همبستګۍ ولاړ دی او غواړي چې دولتونه د نړیوالو ستونزو په وړاندې د یو بل مرسته او ملاتړ وکړي.

– د سولې ساتنه (Preservation of Peace) هم د نړیوال نظم اساسي اصل دی او دا ټینګار کوي چې د دولتونو او ملتونو ترمنځ اختلافات باید په سوله‌ییزو لارو حل شي.

د نړیوال نظم پورته یاد شوي او ځینې نور اصول هغه عمومي بنسټونه دي چې نړیوالو اړیکو او همکاریو ته لوری ورکوي. دا اصول یو داسې اخلاقي او فلسفي چوکاټ وړاندې کوي چې پر بنسټ یې بیا د نړیوال نظم قواعد جوړېږي.

د قواعدو Regeln او اصولو یا Prinzipien تر منځ فرق څه شی دی؟

د “قواعدو” (Regeln) او “اصولو” (Prinzipien) ترمنځ ګډ ټکي دادي چې دواړه د چلند او پرېکړو لارښوونې دي، خو فرق یې دادی چې په بېلابېلو کچو او ډولونو کې عمل کوي. دلته د دې دواړو توپیرونو ته نور هم وضاحت ور کوو:

   قواعد هغه مشخص، واضح او دقیقې لارښوونې یا مقررات دي چې په ځانګړو شرایطو کې د چلند او عمل لپاره جوړېږي. قواعد زیاتره وخت د مشخصو حالاتو له پاره ټاکل شوي،  په مشخصو الفاظو کې تعریف شوي، ځانګړو حالاتو ته د ځواب ویلو له پاره جوړ شوي،  رعایت ېې ضروري وي او له هغو څخه سرغړونه کولی شي مشخصې پایلې او جزا ولري.

اصول بیا هغه پراخې او بنسټیزې لارښوونې دي چې زیاتره وخت د خلکو د چلند او پرېکړو له پاره یو عمومي اخلاقي، فلسفي یا قانوني چوکاټ جوړوي. اصول د یوې مشخصې قاعدې په څېر دقیق نه وي، بلکې د لارښوونې یوه عمومي بڼه وړاندې کوي چې په بېلابېلو حالتونو کې تطبیق کېدلی شي. اصول په عمومي توګه د چلند او پرېکړو لارښوونه کوي او د ځانګړو حالتونو په اړه مشخص تعریف نلري.  د اصولو تطبیق نسبتاً انعطاف منونکی دی او د مختلفو شرایطو لپاره په بېلابېلو طریقو سره تعبیر او تفسیر کېدلی شي. یا په بل عبارت ویلای شو چې قواعد مشخصې او دقیقې لارښونې دي خو اصول عمومي او پراخه چوکاټونه دي. د قواعدو رعایت حتمیت لري او نه رعایت یې معمولًا له مجازات سره مل وي، خو د اصولو نه مراعات کول ښايي د ټاکلې جزا سبب نه شي.

 قواعد زیاتره وخت په لیکلې بڼه موجود وي، ځکه چې قواعد د واضحو او دقیقو لارښوونو اړتیا لري چې خلک په آسانه پرې پوه شي او تطبیق یې هم اسانه وي. قواعد معمولاً د یو رسمي سند، قانون، یا مقرراتو په بڼه لیکل کېږي. اصول هم کولای شي چې لیکلې یا نا لیکلې بڼه ولري. ځینې اصول په رسمي توګه په قوانینو، تړونونو، او اخلاقي لارښودونو کې لیکل شوي وي، خو ځینې اصول کولای شي د رواجونو، دودونو، او فرهنګي ارزښتونو په بڼه موجود وي او په رسمي ډول نه وي لیکل شوي.په لنډه ویلای شو چې اصول د قواعدو په پرتله پراخ او انعطاف منونکي دي او د ټولنې په فرهنګي او اخلاقي چوکاټ کې هم ځای موندلی شي.

27.10.2024

نوټ: په راتلونکې لیکنه کې به د نړیوال نظم د نورمونو په اړه رڼا واچول شي.

نور محمد غفوري