نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د ناپاکې خولې پاکې خبري هم نا پاکي دي

هیڅوک حق نه لري، چې نور د ولسمشر غني، رئیس د اجرائیه عبدالله یا هم د هغوي معاوینونو پسي بد ووایی، بد ولیکي او یا هم دوی په فساد تورن کړي، ځکه موږ  پخپله چېرته پاک یو چې د پاکولو او د فساد د لمنځه وړلو خبري کوو. ایا همدا چارواکي موږ  نه دې انتخاب کړي.؟ زه کله کله حیرانیږم چې دا ځیني ځینې د تلویزیون په پرده ښکاره شي او بیا د فساد ضد خبري په داسې حال کې کوي چې دوی پخپله تر ویښتو پورې په فساد غرق دي.

بله دا چې دلته هر یو تر خپلي وسي پورې ظالم، او په فساد تورن دی، که راسره نه یې منئ نو زه لاندې څو مثلانونه چې په ډېره ټیټه سویه دي، تاسو ته وړاندې کوم.

اول: د دولت عادي مامورین:

فساد یوازې په دې معنی نه دی، چې د نامشروع لارې سړی پیسي پیدا کړي، بلکې فساد دا هم دی، چې څوک خپل مسوولیت په سمه توګه اجرا نه کړي، د دولت ډیری مامورین د سهاره تر مازدیګره پورې په دفتر کې ناست وي خو په پای کې که ورسره محاسبه وشي ټکی کار به یې نه وي کړي او که څوک ورته د خپل کار په اړه ووایی نو سل رقمه انی او بانی درته جوړوي د یو امضا لپاره به دې د لاټو په شان ښکته او پورته زغلوي. خوکه یوه اندازه پیسی  دې ورته مخته کېښود، نو د ورځو ورځو کار به دی په یوه لحظه کې ترسره کوي.

 

دوهم: برقیان، تیل او ګاز پلورونکي:

برقیان،  تیل او ګاز پلورونکي خو بیخي د خدای په قهر اخته دي، په دې مبارکه روژه کې سم چې د پیشنمي وخت شي برقیان د تیلو او ګازو پلورونکو د امر په اساس سم دلاسه برق قطعه کوي. تیل او ګاز پلورونکي برقیانو ته رشوت ورکوي، چې په اساسو وختونو کې برق قطعه کړي تر څو د دوی تیل او ګاز ډېر وپلورل شي. خانان خو ښه دي پیسي لري کش و پش لري د غریب سړي ګور وران دی.

دریم: ډاګټران:

دا ځیني ډاګتران خو دې خدای واخلي، دوی هم تر خپلي وسي پورې په اخلاقي او مالي فساد اخته دي. همدا ډاګټران دي، چې دواخانو سره ارتباط لري هم خپل فیس لوړ اخلي او هم ورته دوا ډېر لیکي. عجیبه خو داده چې د اصلي درمل پر ځای فرعي درملي ډېر ورکوي. ما داسې هم اوریدلي دي، چې ځیني ډاګټران خپلو مریضانو ته داسې درملي هم لیکي تر څو مریضان په درمل اخته شي او بیا بیا ورته مراجعه وکړي.

 

څلورم: قصابان:

د ځینو قصابانو خو دې لاس او پښه دواړه مات مات شي، چې زموږ پر بیچاره او غریب ولس چې وروسته له ډېره وخته د غوښې خوړولو موقع ورته پیدا شوي، دوی پرې خرابي خوښې خرڅوي. خدای خبر چې دوی په غوښو کې څومره نخري کوي. یو یې هم په غوښو کې اوبه پمپول دي. د خوسکي پر ځای د غټ مال غوښه په فریب او دوکه پلورل دي. د قیمتونو د پوښتنې لپاره خو هسې هم څوک نشته.

 

پنځم: ډوډی پلوورنکي یا نانویان:

ډوډی پلوورنکي هم دفساده خالي نه دي، دوی هم د  ۲۰ ګرامو په نامه ۱۵ ګرامه ډوډی پر خلکو خرڅوي. مطلب دا چې د حقیقي وزن څخه ډېر کم وزنه ډوډی پر خلکو پلوري. د نظافت او پاکي تمه خو بیخي له دوی څخه نه کېږي.

شپږم: دوکانداران:

ځیني دوکانداران بیا په فریب کاري او دوکه بازي کې ماسټران دي. د جنس یا مال څخه حد نه ډېر ګټه کول، د اکسپایر یا تاریخ تېرو اموالو خرڅول، د اصلي جنس پر ځای بدل جنس پلورل دېته ورته نور ډول ډول فساد کول دوی ته بیخي میراثي پاتي دي.

اووم: پولیس، عسکر جمع ترافیک:

زه فکر کوم، چې دوی بیخي په مشهودو فاسدو کارونو بوخت دي، ډېر یې نه اوږدم بس په لنډول همدومره وایم، چې د خلکو څخه د غیر قانوني کارونو په بدل کې رشوت اخېستل او کارته یې قانونې بڼه ورکول د دوی مسلک دی.

اتمه: معلمین او استادان:

ویل کېږي چې معلمین د متعلمینو راتلوونکي جوړوی خو په افغانستان کې بیا داسې ډېر کم وي، همدا معلمین او استادان دي، چې شخصیت وژنې کوي، حق حقدار ته نه سپاري. عقدوي برخورد کوي، او د شاګردانو او محصلینو په منځ کې تعصب  کوي.

ددې لیکنې هدف یوازې همدا دی، چې موږ پخپلو کې سره ښه پوهیږو چې څوک څومره په فساد غرق دی. د ملا څخه نیولي ان تر قاضي، ژورنالست، ملک، سپینږیري او ځوانه پورې په شکل د اشکالو په فساد کې اخته یو، که مستقیماً فساد نه کوو، خو غیري مستقیم د فساد ښه ناظرین یو. فساد دا هم دی، چې که یو شخص بل شخص په  فساد کولو وګوري منع یې نه کړي. دا چې زموږ خبري تاثیر نه لري، ځای نه نیسي او حالت مو تغیر نه کوي ټول زموږ د بدو اعمالو نتیجه ده، نور د خدای لپاره راځئ ددې مبارکې میاشتې په خاطر فساد بند او عدم فساد لپاره کار پیل کړو، تر څو الله (ج) او رسول له موږ څخه خوشاله او راتلوونکي مو روښانه شي.

د خپل ولس پر حالت مې ژړا راځي

د مثبت بدلون په تمه

صیام الدین پسرلی