افغانستان د نړۍ په شطرنج کې یوه ډېره مهمه مهره!

حميدالله بسيا په نړیوال سیاست کې هر هېواد د شطرنج یوه…

چرا افلاتون پیامبر نشد ؟

platon (428-347 v.ch) آرام بختیاری غربی ها فیلسوف ساختند، شرقی ها، پیغمبر…

سوز وگداز!

امین الله مفکر امینی  2025-11-08! سوزوگدازِعشق،سوزد جسم وجانـــــــم زگٌدازیکه است بســـوز،روح وروانــــم ای اهلِ…

رسول همذاتوف

رسول همذاتوف (آواری: ХӀамзатил Расул؛ ۸ سپتامبر ۱۹۲۳ – ۳ نوامبر ۲۰۰۳) شاعر اهل اتحاد…

دنباله‌ی مانی‌فی‌ستِ مکتبِ دینی فلسفی من بیش از این نه…

خیلی متأسفیم برای بسیاری‌ها که دانش‌کستری را تنها با شنیدن…

افغانستان در پرتگاۀ مثلث جدال‌های قومی، تروریسم طالبانی و رقابت‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید وقتی قومیت سلاح می‌شود، ترور حکومت می‌کند و…

غزۀ خونین

غـزه که جهـنـم زمین گردیدست از کینۀ شـیطـان لعین گردیدست درقحطی دایمی…

 فـرضـیـات ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی

ـررسـی انـتـقـادی دربـارۀ نـظـریـات مـطـرح شـده دربـارۀ ادبـیـات مـارکـسـیـسـتـی، کـه بـه آن…

سخن‌دان روزگذار

ای وای آن درخت شگوفان (شکست و ریخت) کاج بلند ز…

گاهنامه محبت 

شماره دوم سال ۲۸م گاهنامه محبت از چاپ برآمد. پیشکش…

صنف کوچک؛ اما مکانی مشهور و سرشار از معنویت

نویسنده: مهرالدین مشید صنفی ساده و بی آلایش؛ اما نمادی از…

د پښتو ژبې په ډګر کې پېژندل شوی کیسه او…

له ښاغلي کریم حیدري سره، چې د پښتو ژبې په…

در آینه‌ی تاریخ، در سایه‌ی نفرت

« روایتی از یهودیت و پدیده‌ی یهودستیزی» فرشید یاسائی پیشگفتار: زخم ماندگار…

یا من نه دیدم، یا فرزندان یاسین خموش قدر‌ نه‌شناس…

محمدعثمان نجیب «زنده‌گی در زنده‌گی بی زنده‌گی، بازنده‌گی‌ست» ـ یاسین خموش خموش خالق…

واکاوی فرصت های از دست رفته و امکان رهایی افغانستان…

نویسنده : مهرالدین مشید از سایه‌ی ترور تا افق رهایی؛ بررسی…

مرگ‌اندیشی و مرگ‌آگاهی

اغاز زیستن در آینه‌ی فنا، بیداری در افق حقیقت مقدمه مرگ، یکی از…

آزادی، برابری، و برادری

تتبع و نگارش  میرعبدالواحد سادات   آزادی، برابری، و برادری آرمان تاریخی  پر تاثیر…

  افغانستان کشور واحد وتجزیه ناپذیراست

         ما یان گل یک باغ  وبری این گلشن  فا میل بزرگ…

تاریخِ من، خون و خاکستر 

روایتِ افغانستان ای خاکِ من، ای نامِ زخمی از هزاران سالِ…

دمیدن صور در نفخ خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید از سنگ بابه کلان تا سنگ های سوخته…

«
»

د مور غیږه د نوابغو مدرسه

نننی نړۍ دپرمخ تللي تکنالوژی اوساینس نړۍ ده.اوورڅخه برخمن هیوادونه ځواکمن اوپیاوړي هیوادونه بلل کیږي اونن زمانه دعمل د ډګرعصر دی.لاپې،شاپې،غورې،پرې دناکاموولسونوځانګړنه ده.ژوندي ولسونه تل ژوندی هڅې کوي اودهڅوهاندپه برکت ساهواونیکمرغه ژوند لري .د دغه لنډه کي تمهیدڅخه مې موخه دهرانسان دمغزي محیرالعقول ځواک په اړه دیوه تنبل اوله ښوونځۍ څخه دتل ناسوب زده کوونکي په اړه ده کوم چې دننی معاصرې نړۍ ټول ټکنالوژیک اوساینسي پرمختګ د دغه تنبل خووروسته دتلپاتوهڅو په مټ دبې ساري نړیوال نابغه دپنځونوپوروړی دی.داسترانسان توماس اډیسون دی هو!توماس الفا اډیسون.

دهغه پلارسامویل اډیسون نومیده داوواولادونوخاوند اوتوم یې تر ټولوکشر زوی و.دتوم مورتل دهغه دروزنې اوښوونې په اړه لالهانده اوهغه یې تر څار لاندې و.خوتوماس چې کورنۍ نوم یې توم وخپلې مورته سترې ستونزي رامنځته کولې ځکه هغه به له ښوونځۍ څخه تښتیده اوپه کوڅو کې به په لوبو بوخت و.کله به چې دهغه اړوند ښوونځۍ څارونکي په کوڅوکې دغیر حاضریا ناسوبوزده کوونکوپه څار بوخت ول ډیر ځله یې توم په لاس ورته اودجریمي له کاغذسره به یې خپلې کورنۍ ته سپاره.مور اوپلار دتوم دزیاتوجریموله کبله ترپوزوراغلي وواودښوونځۍ مشرتابه ادارې توم دټنبلانوښوونځۍ ته تبدیل اووروپیژنده.توم دزده کړې په مهال دلوړو،ژورو،ستونزواوکړاوونوسره مخ شو.په اورګاډوکې دورځپاڼواوریکلامونودخرڅلاوسربیره یې ستړي کارونه ترسره کول.توم هڅاند اوپخپلو مټوباوري واوپه خپل ژوند کې یې بې ساري بدلونونه رامنځته کړل.اوږد داستان به رالنډ کړم اوهغه داچې توم دخپلوپرله پسې هڅو وکولای شول دټیلګراف یو ما شین اختراع اوهغه یې په ۴۰۰۰ زره ډالره وپلوره.توم دفزیک اوساینس په ډګرکې خپل ورګړی استعدا دپه کار واچاوه چې ترټولوستره اختراع یې دبرق یا بریښنا احتراع ده اودهغه په مټ یې تیلیفون،چاپ ماشین،میکروفون،ګرامافون،دیکتافون،نیتوسکوپ دفلم ښوولودستګاه،ډاینمواودومره سترې او بې ساري اختراعګانې وکړي چې ټول ټال یې شمیر ۲۵۰۰ دوه نیم زرواحتراعو ته رسیږي. توم دبشریت دسوکالی اونیکمرغۍ یوه ویاړلي اوبرمیاله څیره اوتل ژوندی سټه ده چې بشریت دخاکي رنګه دماغومحیرالعقول ځواک ،کارونې ته رابولي.د دغه ستربریمن فزیک پوه په اړه دهغه نیږدې همکاراوساینسي ملګری نیکلا تسلاوایې چې (که چیرې اډیسون ته دبوسوپه یوه ستره ټوپۍ اودلۍ کې یوه نری ستن واچوې ادیسون یې په نه ستړي کیدونکي زغم داسې پلټي چې دبوسوهرډکۍ اودانه بیله ،بیله ږدي اوپلټي څودبوسو په ډیران کې نرۍ ستن پیدا کړي.فزیک پوه نیکلا زیاتوي چې له بده مرغه هغه یې ډیر ځله لیدلی چې دخپل وخت زیاته برخه اوانرژي دیوه کوچني فورمول اویاکوچنۍ محاسبې لپاره ګوماري).

توماس اډیسون هم پخپله وایې:

(احتراع اونوي پنځونه  یوه سلنه ۱ فیصد د روح الهام او نه نوي ۹۹ سلنه په هڅوهاند اوخولوتویولو پوري تړاو لري).

توماس اډیسون په ۱۸۷۶زکال دامریکا دنیوجرسي دمنلوپارک په سیمه کې یولوی اومجهزلابراتواردپیاوړوفزیک اوساینس پوهانوپه ملتیا جوړ کړاود ده داکامیکوساینسي پلټنواوګرویژنوځای و.

په زړه پوري ده چې دهغه دلابراتواریوه په زړه پوري خاطره یاده شي.

دتوم دواده ښکلي مراسم نمانځل کیدل ګڼ دوستان اومسلکي ملګرویې دواده په مراسمو کې ګډون درلود دناوي سره په ټاکلي پلازکیناستل ګډا،موزیک اودخوښی څپو د واده په زال کې انګازې خپرولې ټول میلمانه دښادۍ په مراسموبوخت ول.یوه شیبه اډیسون  له سترګو ورک شو یو ملګری دباندې راووت او پوه شو چې توم چیر ته تللی دی .دهغه دلابراتوارپه لور یې په بیړه ځان ورورساوه .ګوري چې دلابراتوار کوټه روښانه ده کله چې ور ننووت توم په کومه لابراتواري تجربه اوپلټنه بوخت دی ملګري یې پراوږولاس کیښود ورته ویې ویل ستا دواده شپه اوتاسوپه لابراتوار کې بوخت یاست اوښکلي ناوي دانتظار په ټال ځانګي.توم چیغه کړه هو رښتیاوایې نن مې دواده شپه ده اوزه باید هلته اوسم.

له ویلودی پاتې نه وي چې توماس اډیسون ۸۴کاله ژوند وکړدامریکا دمتحده ایالاتوداوهایوایالت دمیلان په ښار کې دفبروري ۱۱نیټه ۱۸۴۷زکال زیږیدلی ا و داکتوبرپه ۱۸نیټه ۱۹۳۱ز کال دناپایه ارمانونوپه درلودلوپه آبدي خوب پریوتی دی.

ګرانو لوستونکو! دروم دلرغوني ښار په اړه ایټالوي مشهور متل دی چې وایې دروم ښار په یوه شپه کې نه دی جوړشوی.

دادپرمخ تللو هیوادونومترقي تمدن اوپرمختاوې دهغه هیوادونودهڅو هاند اوخولوتویلو پایله ده.نن په پرمخ تللي تخنیک د دنیا هر ګوټ څارلی اوساتلی شي دهیښتیا خبره ده چې په افغانستان اویا په چم ګاونډ کې ډورن جنګي آلوتکې دزرګونو،زرګونوکیلومترو لیرې واټنه دامریکا دمتحده ایالاتوڅخه کنترولیږي .اودتاسف اوژور خپګان ځای دی چې موږافغانان په شرموونکو لوبو،چور،چپاول،لوټ اوغلا بوخت مورنی اوپلرنی ښکلی اوګلالی هیواد ګران افغانستان مو هیرشوی دلاپو،شاپو،غورو،پرو پهلوانان اودروغجن اتلان یو.

افغانان دخوراسترواستعدادونواوبډای هیواد خاوندان دي خوله بده مرغه دجهل د دیوپه منګولوکې نښتي یو.

په جهالت دبري اودلوټماروخاینانودنابودی په هیله.

 

بسم الله اکبري هالینډ

۲۰/۱۲/۲۰۱۶