خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د مارچ ۱۵مه؛ د بهرنیو چارو وزارت چارواکي خبر دي؟!!!

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

تیره میاشت د فیبروري پر ۲۳مه نیټه په کابل کې څلورمه څلور اړخیزه ناسته وشوه، د ناستې نتیجه د تیرو مخکنیو دریو غونډو په ډول داځل هم دا شوه چې پنځمه څلوراړخیزه ناسته به کیږي. افغان او پاکستاني چارواکو رسنیو ته وویل چې د مارچ میاشت په لومړۍ اونۍ کې به په اسلام اباد کې پنځمه ناسته کیږي او په ناسته کې به د طالبانو د بېلابېلو ډلو استازي ګډون کوي. دا ډول د اسلامي حزب استازي به هم ګډون کوي.

کله چې د مارچ لومړۍ اونۍ لا نه وه ختمه شوې چارواکو اعلان وکړ چې ناسته به د مارچ تر لسمې نیټې وشي.

سرتاج عزیر په امریکا کې څرګندونې وکړي چې طالبان ددوی تر کنټرول لاندي دي او د مذاکراتو میز ته به یې راکش کړي. طالبانو هم د څلوراړخیزو ناستو اړوند خپله چوپتیا ماته کړه، اعلامیه یې خپره کړه چې د څلوراړخیزو ناستو اړوند ورسره اړیکه نه ده نیول شوي، دغه ډول ناستې نتیجه نه ورکوي، په هیواد کې د بهرنیانو شتون د سولې مذاکراتو اړوند لوی خنډ دی، او زیاته یې کړه چې په څلوراړخیزه  ناسته کې ګډون نه کوي.

پاکستاني رسنیو وویل چې دا د طالبانو سیاسي تاکتيکې څرګندونې دي او هغه چمتو دي چې په راتلونکي غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستاني رسنیو څخه په الهام اخیستلو سره د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال هم د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزیرې سره په مطبوعاتي کانفرانس کې وویل چې د طالبانو اعلامیه او څرګندونې سیاستي تاکتیکې خبرې دي او دوی امید لري چې د طالبانو استازي به په راتلونکي څلوراړخیزه ناسته کې ګډون وکړي.

داځل دواړو هیوادونو (افغانستان او پاکستان) د غونډې احتمالي نیټه د مارچ میاشتي تر ۱۵مې پوري وښودله. او دادی دا نیټه هم راورسیده او تیره به شي، خو د سولې مذاکرات به لا هم د افغان – پاکستان حکومتونو د لوبې تر حده پاتې وي.

په داسي حالت کې چې په ګوښته کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو د جګړې راپورونه رسنیو په مستند ډول خپاره کړل، په کونړ د پاکستان د راکټي بریدونو ورهاخوا  نړیوالو رسنیو د پاکستان د چورلکو بمبارد راپورونه ورکړل، د هلمند په بهرام چاه سېمه کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د افغانستان د خاروي لاندي کولو خبر ورکول شو.

جالبه داوه چې ځینو رسنیو داهم وویل چې په شنډنډ کې پاکستاني روزل شوو پوځیانو د چورلکو په مټ عملیات کړي، کوم چې ناسم خبر وو.

نږدې تر لس زیات کلونه همدا غولونکې د سولې اړوند وعدې کرزي صاحب افغان ولس او نړیوالو ته ورکولي، او دادی یونیم کال کیږي چې همدا غولونکي وعدې ډاکټر اشرف غني او د هغه د حکومت شریکان ولس ته ورکوي.

زما یاد دي چې په ۲۰۱۲ز. کال کې په بریتانیاکې همدي پاکستاني سرتاج عزیز کرزي ته د بهرنیانو په مخ کې وویل چې په ۶ میاشتو کې به طالبان سولې ته کینوي او سوله به کوي، په مقابل کې په پټو سترګو کرزي صاحب د باډرمنجمنټ (د ډیورنډ پولې ساتنه) تړون ومانه چې نن دادی پاکستاني پوځیان دهمهغه تړون له مخې د ډیورنډ په نامنل شوې کرښه خندقونه کيندي.

ډیر ځله پاکستان ورته وعدې وکړي، ډاکټر اشرف غني د کرزي ناکامه تګلاره تعقیب کړه،  ډیپلوماټیک اصول یې تر پښو لاندي کړل، افغان ملکي حکومت د پاکستان له پوځي حکومت سره معاملې ته زړه ښه کړ.

ګډ حکومت چې په خپله تګلاره کې له پاکستان سره دومره مخکې ولاړ چې د آی ایس آی او ملي امنیت تر منځ د تړون مسوده نهايې شوه، کرزي او دهغه ملګرو او  په عمومي ډول افغان ولس یې مخالفت وکړ، غني مجبوره شو چې هغه هوکړه لیک وځنډوي، د ملي امنیت مشر نبیل استعفی ته مجبوره شو، هغه د تړون مخالف وو.

اوس چې افغان حکومتي چارواکي پوهیږي چې د دوی هڅې داچې سوله له پاکستان څخه غواړي، طالبان له پاکستان څخه غواړي ناکامه ده، ځینې چارواکي وايې چې دا لاسته راوړنه لرو چې طالب اوس وايې چې موږ له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو يو.

طالبانو خپل استازي کلونه مخکې دهمدې له پاره قطر ته واستول چې د سولې خبرې عملي پېل شي، د افغانستان د شخړې داخلي بعد له افغانانو او بهرنی بعد ستونزې له بهرنیانو سره پرې خبرې وکړي. داچې حکومتي چارواکې دا خبره کوي، د ولس غولول دي او موږ پوهیږو چې طالبانو همدا خبرې کلونه مخکې کړي.

نږدې دوه نیم کاله مخکې چې نه پاکستان خبر وو او نه هم کرزی خبر وو، طالبانو د اوه ۷ مطرح افغان سیاستوالو نومونه د بهرنیو اډو پرضد د ملي یووالي جبهې غړو ته ورکړ چې له هغوی سره په کوم ځاي کې د افغانستان مسئلې د کورني بعد ستونزو اړوند مذاکرات او خبرې وکړي.

استاد سیاف، ډاکټر عبدالله عبدالله، یونس قانوني، عطامحمد نور، استادمحمد محقق، اسحق ګیلاني او حامد ګیلاني، هغه کسان وو چې باید له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کینستي وای.

زما (لیکوال) وړاندیز دا وو چې دغه لسټ او نومونه او دطالبانو سره د افغانستان د کورنۍ شخړې اړوند مذاکرات مخامخ د هغه وخت د ولسمشر مرستیال قسیم فهیم سره شریک شي او له هغه سره خبره وشي، ځکه هغه د یوې خبرې سړی دی، ممکن چې نتیجه ورکړي،  ولي دغه لسټ او نومونه د هغه وخت د ولسې جرګې له مشر یونس قانوني سره شریک شو، هغه وعده وکړه چې له قسیم فهیم سره به خبره کوي، همداسي موضوع پاتې شوه، ډاکټر عبدالله ته د جبهې غړې ورغلل، بیا هم خبره بې نتیجې وه،  محقق ژمنه وکړه چې قطر کې به د طالبانو له استازو سره لیدنه کوي، له ژمنې وروسته چې د جبهې د غړو او محقق د لیدلو دوېمه نیټه وه، په همهغه ورځ د محقق د موټرو پر کاروان انفجار وشو، هغه هم په شا شو، نور نو امریکا، کرزی او پاکستان هم په دغه پټ لسټ خبر شول، یاد کسان چې حتما به يې ځینو له چا څخه له طالبانو سره د لیدو اجازه غوښتنه، دوی ته اجازه ورنه کول شوه. داخبره په باور سره کوم چې د لسټ په لومړيو وختونو کې نه کرزی او نه پاکستان او نه هم امریکا خبر وو.

ستونزه په امریکا کې ده، تر څو چې امریکا ځان د افغانستان قضیه کې درېمګړی معرفي کوي، ځان له محاکمې او غرامات څخه ساتي، ځان د جګړې اړخ ونه ګڼي، سوله نه راځي، پاکستان او افغان  حکومتونه د اوباما په اشاره سره مخکې ځي، د امریکا لارښوونې عملي کوي.

طالبان باید هوښیار اوسي که جګړه اوږديږي د امریکا په ګټه ده، ښه داده چې د خپل متدین ولس سره په ګډه د سولې ابتکار په لاس کې واخلي، او د تیر جهاد (د پخواني شوروي اتحاد سره جهاد)  له کامیابي وروسته هغه  ناکامه تجربه ( خپلمنځي جګړې)  بیاځل تکرار نه شي، چې امریکا ځان له مسؤلیت څخه خلاص کړي او موږ افغانان په خپلو منځونو کې د نورو نهو کلونو له پاره سره وجنګيږو.

د افغان ولس اکثریت مطلق وګړي د بهرنیانو د شتون مخالف دي، د بهرنیانو له لاس وهني تر پوزې راغلي، په کار ده چې افغان سیاستوال له موقع نه سمه ګټه پورته کړي، او افغان چارواکي هم له تیرو ۱۵ کلنو ناکامو تجربو څخه لاس په سر شي، د بهرنیانو په شتون ډاډه ونه اوسي چې ددوی د واک ساتلو له پاره به هغوی ورته جنګيږي. د امریکا د دوستي او دښمني مثالونه په عربي نړۍ کې د څیړلو وړ دي، باوري اوسئ چې امریکا په اوسنيو افغان چارواکو باور او اعتماد نه شي کولای، ځکه خو هغه ژباړونکي بریتانیا بیرته راشړي چې په افغانستان کې یې د دوی له پوځیانو سره دندې سرته رسولي وي.

د یو هوسا او سولیېز افغانستان په هیله.