نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د عبدالله اوسنی دریځ، داعش ته لار اواروي!

هغه ملت چې له خپل تاریخه يي نه زده کوي، پرخپل ځان تجربو ته بیا بیا اړیږي(مهمات ګاندي)

د مرکزي دولت د پیاوړتیا په مخکې خنډونه زیږول، د بنسټیزو چارو پرځای دولت په کوچنيو او څنګنيو دندو بوخت ساتل، په کور دننه او سیمه یزه ــ نړیوالو پېښو ته د پراخ او ژور وړاندلید پرځای، له یوه تنګ او محدود ګوټ څخه لیدل؛ د هغې تګلارې بنسټيزه برخې دی چې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د احمدشا مسعود او برهان الدین رباني د واکمنۍ له چلنده رااخیستي او ادامه يي بېله شکه عبدالله د هغو له برخلیک سره مخامخولای شي!

عبدالله عبدالله او ډله يي په کور دننه او له هېواده بهر، نن هم حالات په هغه متر ګزوي چې ۲۳ کاله شاته په ۱۹۹۲ کې احمدشا مسعود او بیا روسته برهان الدین رباني په ورته ګز، ګزکول.

عبدالله یوځل بیا هغه سیناریو مخې ته وړي چې د هغه تنظیمي خلفاوو ورته په میراث پريښې ده.

احمدشا مسعود په ۱۹۹۲ کال، د هغه مهال د مرکزي حکومت او ملګرو ملتو ګډه تګلار چې د هغې پر بنسټ د ټولو افغاني خواو په ګډون باید لومړی یو پراخه بنسټه دولت رامنځته شوی وای او روسته بیا د ټولټاکنو په مټ مرکزي پیاوړی دولت جوړ شوی وای، شنډه کړه.

په دې اړه مسعود د کاپیسا او پروان له ولایتونو څخه، خپلو پلویانو ته په غونډه کې چې غږ يی په ویديو کې د لاسرسي وړ دی، یوه برخه کې داسې وايي« دا د پروان او باګرام نیول وو چې اصلآ چا په روستیو شېبو کې د داسې یو حرکت تصورهم نه شو کولای. تاسو پوهیږۍ چې یوازې یوه ورځ پاتې وه، یانې یوه ورځ روسته بې طرف حکومت، کابل ته روان وو او په شا کې يي د ملګرو ملتو ځواکونه هم کابل ته رسیدل. یوازې په روستۍ ورځ مې وویل چې الحمدالله د چلوټې مخه ونیول شوه او دغه ویاړ خدای د پروان او کاپیسا د خلکو په برخه کړ او دې خلکو پخپلو سرښندنو سره پروان ونیو، باګرام یي ونیو او یوځل پاڼه په بل مخ واوښته

مسعود په دې وینا کې زیاتوي چې د اسلامي ګوند په ګډون د مجاهدینو زیاتو ډلو د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله سره اړیکې نیولې وي او حتی پاکستان او نورو ګاونډیانو هم دا منلې وه چې د ملګرو ملتو له تګلار سره سم به د ټولو افغاني خواو ګډ حکومت ته چارې سپارل کیږي.

مسعود د ملګرو ملتو د تګلار په وړاندې په کودتا او د مرکزي دولت له ړنګولو روسته، په کابل او افغانستان کې د تنظیمونو ترمنځ جګړې او یا په بله ژبه کورنۍ جګړې ته لار اواره کړه چې په پایله کې يي یوازې ۷۰ زره کابلیان له تیغه تېرشول. په دې توګه د کابلښار ویجاړي او ددې ښار د وګړو ټولوژنه د هغې ډلې پر غاړه ده چې عبدالله عبدالله يي پرون پوځي او سیاسي ویاند وو.

روسته بیا هم کله چې برهان الدین رباني د مسعود د کودتا په پایله کې د دولت مشر شو، لومړی يي د القاعده جنګیالي او روسته د القاعده مشر بن لادین، هېواد ته راوبلل. په دې اړه یوه لیکنه کې چې اوس د تاریخ پاڼه ګرځېدلې، داسې لولو«هغه مهال چې په کابل کې د استاد برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې د مجاهدینو د واکمنۍ دور وو، دوی ته یې اجازه ورکړه، چې د کابل په ګډون د افغانستان په ځېنو نورو سیمو کې واوسېږي؛ ان ځېنو ته چې شمېر یې تر زرو اوړي، د افغانستان د تابعیت تذکرې هم ووېشل شوې. له دې سره جوخت، د افغانستان د جهاد په کلونو کې د دغو جنګیالیو مشر (اسامه بن لادن) چې تر دې مهاله، په سوډان کې اوسېده، په ناڅرګند ډول افغانستان ته راوستل شو»

بلخوا برهان الدین رباني او احمدشا مسعود چې د ملي یووالي د حکومت د اجرایه چارو اوسنی رییس عبدالله عبداالله يي د پوځي چارو ویاند وو، هېواد ته د طالبانو په راتګ او دا چې روسته طالبانو پخپله واکمنۍ کې بیا څه وکړل، له مسولیته ځان نه شي بچولای. د عبدالله په ګډون او د ده پخوانیو مشرانو نه یوازې هېواد کې د عمومي ګډوډۍ او اړودوړ په رامنځته کېدو سره د طالبانو راتګ ته لار اواره کړه، بلکې په مستقیم ډول يي د طالبانو د راتګ هرکلی هم وکړ. برهان الدین رباني کندهار کې د طالبانو مشرتابه ته پيسې ولیږلې او احمدشا مسعود يي د هرکلي لپاره غزني ته ورغی.

نن هم  د عبدالله عبدالله تر شا راټول کسان په دې لټه کې دي چې په هره ممکنه او نامکنه وسیله د غني په مشرۍ واکمني په پښو ونه دریږي. دولت سره د همکارۍ پرځای چې خپله هم د دولت برخه ده، نوې ستونزې او سردرد پیدا کوي. د چینجیو غوندې دولت له دننه خوري او رغېدو ته يي نه پریږدي. په داسې حال کې چې دولت غواړي له کوره بهر د دولت مخالفین د خبرو له لارې راضي کړي چې له مخالفته لاس واخلي او بیرته عادي ژوند ته راستانه شي، خو دوی بیا په کور دننه له مخالفته لاس نه اخلي او دولت کمزوري ساتي چې د دې جوګه نه وي چې بهرني مخالفین د ځواک په مټ خبرو ته کښينوي.

دوی غواړي د ۹۰ کلونو پشان د هېواد عمومي وضعه کړکیچنه  وساتي، ولسونه ناراض وي، د دولت او ولس ترمنځ واټن وي او دولت د مخکې تګ ځواک او انرژي ترلاسه نکړي.

د عبدالله د ډلې ټول ځواک په دې راغونډ دی چې څنګه د ټاکنو کمیسیون بدنام کړي او له دې لارې د ۲۰۱۴ کا په ټاکنو کې خپله ماتې په کمیسیون ور وتپي. بلخوا د نظام د بدلون ډرامه چې اوس يي نه وخت دی او نه د افغانستان په ګټه ده، د دې لپاره هره ورځ نندارې ته ایښودل کیږي چې دولت پرې بوخت وساتي او د  ولس ستونزو ته د حل وخت پیدانکړي او پیر يي په دا ډول  خوشو چنو تېر شي.

په ټوله کې د عبدالله ډله د مرکزي دولت د پیاوړتیا په مخنیوي کې د ۹۰ کلونو پشان حالات د داعش د راتګ لپاره اواروي. دا ډله نه یوازې شرایط په نامستقیمه توګه د داعش د راتګ لپاره برابروي بلکې ځینې کړۍ يی په مستقیمه توګه د مذهبي توندلارو او داعش څخه په ملاتړ کې هم ولاړې ښکاري!

د اپریل په ۱۰ مه، وکیل امان الله پیمان په طلوع تلویزیون کې ښکاره وايی چې موږ حق لرو د اشرف غني او نورو په وړاندې له طالبانو او یا داسې نورو توندلارو سره یوځای شو او د دوی مخه ونیسو.

که احمدشا مسعود په کودتا سره د جهادي تنظیمونو د راتګ لپاره لار اواره کړه، د مرکزي دولت د جوړېدو مخه يي ډب کړه او کورنۍ جګړه يي پيل کړه او یا برهان الدین رباني د القاعده او طالبانو د راتګ هرکلی وکړ، نن سبا په ورته کړو وړو او تګلارو د عبدالله ډله هم د داعش د راتګ لپاره لار اواروي!

که د عبدالله ډله د اشرف غني په وړاندې د توطیو، سبوتاژ او تخریب تګلار مخې ته یوسي او پکې بدلون او سمون رانه وړي، د موجوده دولت ځای به چې دا ډله يی هم لویه برخه ده، داعش ونیسي!

د عبدالله ډلې ته د ارواښاد قیام الدین خادم لاندې شعر ورپه یادوم:

دوه مرغۍ شوې پاس په ونه کې په جنګ

دواړه غبرګې کلوله شوې په دا رنګ

د پنډوسکې غوندې لاندې ولویدلې

پيشو ټوپ کړ دواړه يي غبرګې ونیولې

چغ و پغ شور وفریاد يي وکړ ډېر

ولې څه کېده چې وخت و ځینې تېر

نفاق دواړه د بلا په خوله کې ورکړې

بلا دواړې ریز مریز زیر وزبر کړي

د نفاق ونه ګل نه نیسي هوښیاره

نه به وڅکې میوه ترې مزه داره!

د ۲۰۱۵ کال د اپریل ۱۲ مه

سرلوڅ مرادزی