پاکستان و ایران حاميان اصلی طالبان و عاملان فاجعه در…

نویسنده: مهرالدین مشید ابراز نگرانی پاکستان و ایران از گروه‌ های…

چند شعر از دارین_زکریا

برگردان چند شعر از #دارین_زکریا شاعر سوریه‌ای خانم "دارین زکریا" (به…

چهار هایکو

ترجمه‌ی چهار هایکو از #توروالد_برتلسن هایکوسرای دانمارکی* توسط #زانا_کوردستانی  آقای "توروالد…

فلسفه هایدگر میان تبلیغ فاشیسم و آنتی کمونیسم

Martin Heidegger(1889-1976)  آرام بختیاری کج فهمی فیلسوفان مذهبی دانشگاهی وطن از هایدگر. چرا…

سفر ملاهبت الله به کابل ؛ نشانه های زوال یا…

نویسنده: مهرالدین مشید نبض زمان و رقم خوردن شمارش معکوس در…

جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

«
»

د سولې مشورتي که د حکومت فرمايشي لویه جرګه؟

په داسې حال کې چې په راتلونکو څو ورځو کې به کابل د سولې مشورتي لويې جرګې شاهد وي؛ د حکومت منتقد سياسيونو او طالبانو له دغې جرګې سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. افغان حکومت دغه جرګه د سولې لپاره يو تاريخي ناسته بولي، په ځانګړې توګه ولسمشر غني دغه جرګه د سولې لپاره د حدودو ټاکلو لپاره مهم فرصت ګڼي. تېره ورځ ولسمشر غني د لويې جرګې تالار ته ولاړ او د جرګې له ترسره کوونکي او تنظيموونکي کمېسيون له غړو سره يې د جرګې د ترسره کېدو پر څرنګوالي خبرې وکړې.

ولسمشر غني د جرګې په تالار کې ويلي، افغانانو تل خپل مسايل د جرګو له لارې حل کړي دي، هر څوک د سولې لپاره د حدودو د ټاکلو په خاطر په دغه لویه ناسته کې له سانسور پرته خپل نظرونه، وړانديزونه او مشورې ورکولی شي.

داسې معلوميږي چې حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر غني د دغې جرګې دايرېدلو ته شيبې شماري او دغه جرګه د سولې لپاره د اصلي محور او حدودو ټاکلو فرصت بولي، خو پوښتنه دا ده چې رښتيا هم دغه جرګه کولی شي د سولې لپاره حدود وټاکي؟

درې دليلونه شته چې له مخې يې ويلی شو دغه جرګه د سولې لپاره حدود نه شي ټاکلی:

لومړی؛ د جرګې بې پريتوب نشتوالی

دا سمه ده چې افغانانو د تاريخ په اوږدو کې خپل ستر مسايل د جرګو له لارې حل کړي دي او په دې هم باوري يو چې د سولې لپاره مشورتي لويه جرګه داېرول بهترين او غوره کار دی، اما د اوسني مشورتي لويې جرګې جوړښت ته په کتو دا جرګه کاملاً دولتي او په هيڅ صورت نه شي کولی چې په بري توګه د خلکو د غوښتنو مطابق د سولې لپاره حدود وټاکي. ځکه دغه جرګه د حکومت په نوښت، د حکومت لخوا له حکومت پلوه اشخاصو جوړه شوې ده.

د جرګې بې پريتوب هغه وخت تر پوښتنې لاندې راغی کله چې د جرګې د غړو د ټاکلو په انتخاباتو کې لکه د تېر پارلماني ټاکنو په شان درغلي وشوه. ټولو ولېدل چې د مشورتي لويې جرګې ټاکنې په ډيری ولايتونو کې په جنجال واوښتل، بکسونه د مشخصو اشخاصو په ګټه ډک شول، د زورواکو مداخلې په کې ترسره شوې او آن په ځينو ولايتونو کې د غړو د ټاکلو پر سر د پهلوانۍ غيږې ونيول شوې لکه چې د رِسلنګ د لوبې په کې د مسابقې ګټونکي مشورتي جرګې ته لار پيدا کړه. همدا علت دی چې د جرګې د غړو په ټاکنه کې بې پريتوب، وړتيا او سياسي پوهه په نظر کې نه ده نيول شوې او دغه جرګه نشي کولی چې له ولس څخه نمايندګي وکړي.

دويم؛ په لويه کچه د سياسيونو لخوا تحريمول

کله چې د جرګې د غړو په ټاکلو کې د پراخو درغليو ادعا وشوه چې په لويه کچه سياسيونو دغه جرګه تحريم کړه او آن د ولسمشريزو ټاکنو ډيرو نوماندانو دغه جرګه د حکومت لخوا له وخت وړاندې ټاکنيز کمپاین وبلل شو. طبيعي ده چې هر نوماند په ټولنه کې خپل نفوذ او پلویان لري، په خلکو يې نظر منل کيږي نو کله چې سياسيون دغه جرګه تحريموي طبيعي ده چې خپل ارزښت له لاسه ورکوي او هغه ډول چې تمه ترې کيږي؛ د سولې لپاره به خپلواکې پولې ونه ټاکلی شي.

درېیم؛ د طالبانو مخالفت او نه ګډون

لکه څرنګه چې دغې جرګې ته د سولې مشورتي جرګې نوم ورکړل شوی او د سولې لپاره د خطوطو ټاکلو په خاطر دايریږي نو سوله خو له وسله والو طالبانو سره ترسره کيږي او وسله والو طالبانو په دغه جرګه کې خپل ګډون رد کړی دی. نو کله چې د جګړې يو اړخ په جرګه کې ګډون ونه لري نو طبيعي ده چې د جرګې په ارزښت او اهميت باندې به منفي اغيز کوي. په همدې اساس ويلی شو چې د سولې مشورتي جرګه نشي کولی چې د سولې لپاره حدود وټاکي.

نتیجه

د يادو شويو دلايلو له امله داسې نتیجه ترلاسه کولی شو چې دغه جرګه د حکومت لخوا د خپل واک د غځولو او له وخت وړاندې د ټاکنيز کمپاين هڅه ده چې له سولې سره به هيڅ ډول مرسته ونه کړي. ځکه په لویه کچه د هيواد سياسيون د دغې جرګې د غړو ټاکلو په اړه له حکومته شاکي دي چې ورسره مشوره نه ده شوې. د محمد حنيف اتمر ټاکنيزه ډله، د ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنډله، د رحمت الله نبيل ټيم او ګڼو نوماندانو او ډلو يې ويلي چې د غړو په ټاکلو کې له دوی سره مشوره نه ده ترسره شوې. نو کله چې د هيواد له اکثريت سياسيونو په ځانګړې توګه د حکومت له منتقدينو سره مشوره نه کيږي طبيعي ده چې جرګه به حکومتي بڼه ولري او د سولې لپاره به کومه خاصه ګټه ونه کړي.

لیکنه :خوشحال آصفي