زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

د سولې مذاکرات په کور دننه؛ کله او چیرته؟!

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د ډسمبر پر ۱۲مه، د ملي امنیت شورا مشر ډاکټر حمدالله محب پر ټویټر له طالبانو غوښتنه وکړه چې د سولې مذاکراتو پاتې پړاوونه دي په هیواد کې دننه سرته ورسوي، تر څو د سولې بهیر د بهرنیو د غوښتنو پر ځای د افغان ټولنې له غوښتنې برخمن، او بهر کې د سولې بهیر افغان ګټې نه خوندي کوي.

تر دې مهاله طالبانو غبرګون نه دي ښودلې، مګر د افغان حکومت مشر ډاکټر غني او نورو لوړ پوړو چارواکو پخوا او په پرله پسې ډول له طالبانو غوښتې چې په کور دننه د سولې مذاکرات مخکې یوړل شي.

داچې د طالبانو او افغان حکومت پلاوو ترمنځ پر کړنلاره دوه میاشتې چنې ووهل شوې، بالاخره د افغان حکومت پر پلاوي د خلیلزاد او ځینو اروپایې هیوادونو اغیز له امله کړنلاره د طالبانو د غوښتنو په نظر کې نیولو سره ومنل شوه، په داسي حال کې چې ډاکټر غني د افغان حکومت پلاوي لخوا د کړنلاري پر دغه ډول منلو راضي نه و، که مذاکرات په کور دننه وای، حکومت فکر کوي چې بیا به د بهرنیانو دومره زیات فشار نه منل کیدای.

مګر افغان حکومت سره چې په کور دننه ۵۰۰۰ طالب بندیان په زندانو کې وو، بیا یې هم ونه شوای کولای چې د امریکا فشار ته ځان ټینګ کړي، بالاخره یې د طالبانو ټول بندیان د امریکا د فشار له امله ور خوشي کړل.

دا به ښه وي چې داسي شرایط چمتو شي چې د سولې مذاکرات په کور دننه وشي، او ددې امکان هم شته چې د سولې مذاکراتو د پریکړو د پای خبرې په کور دننه وشي او اعلان شي. طالبانو هم نه ده رد کړي چې په کور دننه له خبرو ډډه کوي، بلکې د ناسمو شرایطو او په هیواد کې د امریکا او ناټو پوځیانو شتون په دي برخه کې لوی خنډونه ګڼي.

د مذاکراتو د کړنلاري اړوند، پرته له شکه چې پر حکومتي پلاوي د امریکا، اروپایې هیوادو او نړیوالې ټولنې فشار وو، بلخوا پر طالبانو هم د امریکا په غوښتنه د قطر او پاکستان فشار ورځ تر بلې زیاتیده. که څه هم د مذاکراتو په جریان کې د افغان حکومت پلاوي غوښتل چې له دوحې کابل ته ولاړ شي، مګر د امریکا د فشار له امله هغوی تر دې مهاله هلته پاتې دي.

مګر په کور دننه د سولې مذاکراتو بهیر باندي به ممکن د پاکستان، ایران او هند لا زیات ژور او د یادو هیوادو په ګټه اغیز شتون ولري.

ولې طالبان دا مهال په کور دننه مذاکراتو اړوند انديښنه لري؟

 لومړۍ پوښتنه داده چې مذاکرات به په کابل، کندهار، هلمند، جلال اباد، مزار  شریف، هرات او یا کوم بل ځای کیږي، که فرض کړو کابل، پرته له شکه چې د حکومت تر اغیز لاندي به مذاکرات مخکې وړل کیږي، او هلته چې د نړیوالو استخباراتو قوي جال شتون لري، داچې مذاکرات د طالبانو لومړۍ کټګوري مشران مخکې وړي، ډیری پکې د رهبري شورا غړي او د کمیسونو مشران دي، هغوی به ځان مصؤن ونه ویني، دارنګه له خپلو نورو مشرانو سره د مشورو او وړاندیزو لپاره چې کوم مخابراتي وسایل او لارې چارې مخکې وړي، د هغوی څارنه به د حکومت او نړیوالو استخباراتو لخوا کیږي، که څه هم په قطر او یا بل هر ځای کې هم مخابراتې سیسټمونه ډیر مصؤن نه دي.

د طالبانو تګ راتګ، چیرته ځي او له کومه ځایه راځي، دابه بله ستونزه وي، چې کیدای شي د لاري په اوږدو کې مشکلات ورته پیدا، او که هوایې لارې کاروي، بیا به یې په اړه ناسم او منفي تبلیغات ډیر او کیږي.

او مهمه پکې داده چې طالبان کیدای شي فکر کوي که د افغان حکومت تر واک لاندي سېمه کې مذاکرات کیږي، نو یو ډول حکومت ته مشروعیت هم ورکول کیږي، چې تر دي مهاله طالبان حکومت نه مني، او حکومت د طالبانو امارت نه مني.

او بله خبره داده طالبان وایې چې لا هم هیواد اشغال دی، د امریکا او ناټو پوځیان شتون لري، نو په دغسي حالت کې چې دوی د پردیو ځواکونو  لخوا هیواد اشغال ګڼي، بیا به ورته ګرانه وي چې په هیواد کې دننه د حکومت تر واک لاندي سېمو کې مذاکرات وکړي.

افغان حکومت ته به هم اسانه نه وي، او ممکن ویې نه مني چې د طالبانو تر واک لاندي سېمو کې دي مذاکرات مخکې یوړل شي، ځکه لا هم د افغان حکومت او طالبان ترمنځ بې باوري شتون لري، او دا ډول تړون نشته چې پر یو بل لوري به برید نه کیږي. او د طالبانو تر واک لاندي سیمو ته د بهرنیو څارونکو او لوړ پوړو چارواکو تګ راتګ به هم ستونزمن وي.

دا ممکن ده چې کوم ولایت او یا سېمه د سولې په نوم ونومول شي، او د افغان سولې وروستي پړاونه او پریکړې همهلته وشي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون کې هم یومخې داسي نه ده چې پر یو بل به برید نه کیږي، د امریکا – طالبانو له تړون وروسته لا هم سرغړونې او بریدونه پر یو بل شوې، او طالبان به په سخته پر امریکا، ناټو او افغان حکومت باور وکړي، که کوم وخت مذاکراتو کې بن بست راځي، نو بیا به برید او یا ورته فشار د نړیوالو لخوا نه کارول کیږي، او یا به د ښکېلو اړخونو لخوا تاوتریخوالی نه زیاتیږي.

که په مذاکراتو کې پرمختګ، ځینې توافقات وشي، او که بالاخره د ښکېلو لورو لخوا اوربند ومنل  شي، نو بیا په کور دننه مذاکراتو ته لا ډیره زمینه برابریږي.

د طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکرات بالاخره اسانچاري او دريمګړي ته اړتیا لري، دا مهال قطر هیواد د امریکا په بشپړ ملاتړ همدا چاره مخکې وړي، مګر په کور دننه د افغانانو سیاسي او قومي ډلې داسي قوي جوړښت نه لري چې د ښکېلو اړخونو ترمنځ اسانچاري او یا دریمګړي رول ولوبوي، او پر ګاونډیو هیوادو په دي برخه کې باور او عمل هم زموږ د ګران هیواد او ولس په زیان دی.

په مذاکراتو کې وقفه:

د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو منلي چې د ډسمبر ۱۴مې، د جنور۵مې ۲۰۲۱، د سولې خبرو کې وقفه راولي، کیدای شي لاندي لامونه  به ولري.

لومړی: د ښکېلو اړخونو ترمنځ پر اجنډا توافق شوی، اجنډا د مسایلو خلاصه ده، دواړه لوري اړتیا لري چې د اجنډا اړوند مسایلو پر جزیاتو یې له خپلو مشرانو او تخنیکې ډلو سره سلا مشوري وکړي، مثلاً راتلونکي اسلامي نظام، اساسي قانون، د میرمنو حقونه، د بیان ازادي او داسي نور مسایل.

دوېم: داچې درې میاشتې د ښکېلو اړخونو د مذاکراتو غړې له خپلو کورنیو او دوستانو لیري پاتي شوې، ضرورت دی چې خپلو کورنیو ته ولاړ شي، ځکه افغان پلاوي په تکرار سره له دوحې څخه  کابل ته تلل غوښتل، خو د امریکا او نړیوالو لخوا فشار وو چې د کړنلاري او اجنډا تر منلو وروسته به دا کار کیږي، اوس هغه مهال را ورسیدی.

درېیم: پتېیل شوې وه چې د طالبانو د مذاکراتي ډلې د غړو کورنۍ به قطر هیواد ته ورځي، مګر دا چاره په قصدي ډول د قطر هیواد لخوا وځنډول شوه، تر څو پر طالبانو هم فشار وي، چې په کړنلاره او اجنډا منلو کې انعطاف وکړي.