پس منظر اختلاف نظر رهبران طالبان و شکننده گی بقای…

نویسنده: مهرالدین مشید سیطره جویی ملاهبت‌الله و افزایش اختلاف میان جناح…

رهبران فراری

نوشته نذیر ظفر ما را به وحشیان زمـــــان رهبران فروخت خـــــود را…

کجاست

مادر دلسوز بی آزار و غمخوارم کجاست  مادر شیرین من از…

تبار گرایی یا تفوق خواهی تباری ؟

ساحه باقیمانده از آریانا ، خراسان و باختر که بنام…

لوکاچ؛ فیلسوف مجار، مورخ و تئوریسین ادبیات

georg lukacs (1885-1971) آرام بختیاری گئورگ لوکاچ، و دمکراسی سوسیالیستی شورایی. جرج لوکاچ(1971-1885…

په حکومت کولو کې بد، په خبرو کې بد او…

نور محمد غفوري جان کیری د امریکا د خارجه چارو پخواني وزیر هغه…

سروش واژگان 

رسول پویان  خـدا تا در نمـاد بنده یـی مصلـوب آدم شد  محـیط…

قلم آزادیخواه همچون باد وزان 

آقای "علی پاکی" (به کُردی: عەلی پاکی)، شاعر کُرد، زاده‌ی…

د نړیوال نظم سازماني بنسټونه

نور محمد غفوری (لومړۍ برخه) د لیکنو ددې سلسلې په پیل کې…

مارکسیسم دگم نیست، بلکه راهنمای عمل است

ترجمه – رحیم کاکایی میخاییل کارداسویچ کل جهان بینی مارکس اما دکترین…

د نړیوال نظم نورمونه

نور محمد غفوري په مخکنیو دریو لیکنو (نړیوال نظم او افغانستان،…

بازی طالبان با کارت قومی و سکوت مرگبار نخبه گان…

نویسنده: مهرالدین مشید هرگونه اعتماد به یک گروۀ تروریستی بزرگترین خیانت…

د نړیوال نظم اصول

نور محمد غفوري (د تیرو لیکنو په تسلسل) د (نړیوال نظم او…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی 

اگر ماه و خورشید را هم از آسمان پایین بیاورند هرگز دل به…

نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی؟

نور محمد غفوري (د پخوا نۍ لیکنې په سلسله) څو ورځې مخکې…

جایگاه ی طالبان در معادلات سیاسی و استخباراتی در حال…

نویسنده: مهرالدین مشید آیا معادلات سیاسی و استخباراتی در منطقه در…

قساوت و جنایات بی‌پایان حکومت جمهوری اسلامی سرمایه علیۀ مهاجران…

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  در اثر تیراندازی نیروهای مسلح جمهوری…

خاکِ وطنم!

امین الله مفکر امینی       2024-20-10! هـرجایی که نظر کـــردم وطنـــم جــلوه گــــــرآمـــد آن…

سیرت نیکو 

رسول پویان  وفـا و عـشق و محـبت کـرده بنیادم  بـه کـنج غمکـدۀ…

«
»

د زمري د اته ویشتمې د نمانځلو اړتیا

کابو یوه پېړۍ وړاندې یعنې د ۱۲۹۸ هجري لمريز کال د زمري په اتمه ويشتمه نېټه د افغانستان په تاريخ کې يوه زرينه کارنامه ثبت شوه. په دغه وياړلې ورځ د افغانستان مېړني ولس د غازي شاه امان الله خان تر مشرۍ راټول او د افغان ملت لپاره يې د خپلواکۍ په نوم وياړ ترلاسه کړ. افغان ولس په دې ورځ د هغه زبر ځواک ټغر ورټول کړ، چې لمر يې په امپراطورۍ کې نه ډوبېده. 

هغه مهال په همدې ورځ د پاکستان نوم هېواد د نړۍ د نقشې پر مخ نه و راغلی،بلکې د هندوستان د یوې برخې په نوم یادېده. روسيه له کورنيو خونړيو جګړو کړېدله او چین هم خپلواک نه و او کورنۍ جګړې پکې روانې ويې.
د اسلامي هيوادونو له ډلې يوازې ترکيه، فارس او سعودي عربستان له نسبي خپلواکۍ برخمن و. په ټوله کې ويلای شو، چې هغه مهال يادو هيوادونو هېڅ یوه هم د افغانستان د هغه مهال د حکومت په شان باثباته او سالم نظام نه درلود. يوازې افغانستان و، چې د شاه غازي امان الله او د ملګرو پر مټ يې د خپلواکۍ په ترلاسه کولو سره په سيمه کې پياوړی سياسي نظام رامنځ ته کړ.

غازي امان الله خان د اصلاحاتو راوړونکی

د دې تر څنګ، چې غازي امان الله خان د خپلو ملګرو پر مټ او د الله ج په مرستې سره افغان ولس د خپلواکۍ له ستر نعمت څخه برخمن کړ؛ په کور دننه يې ځينې اړين اصلاحات هم رامنځته کړل، چې د تاريخ زرينې پاڼې یې ګواه دي.

لومړی او تر ټولو ستر وياړ، چې ځوان غازي د افغان ولس په برخه کړ؛ هغه د انګريزي ښکېلاک څخه د افغان ولس خلاصون او په ټوله کې افغانستان د خپلواک هيواد په توګه منل يادولی شو.

دویم دا، چې له خپلواکۍ اخيستلو سره سم د سيمي هيوادونو لکه هندوستان هم د افغانستان له خپلواکۍ ملاتړ اعلان کړ چې په دې سره د افغان ولس او د هند تر منځ د همکارۍ فضا رامنځته شوه؛ یعنې د شاه امان الله خان دويم ستر اقدام په کور دننه او بهر په هندوستان کې د افغان ولس او هند ولسونو او حکومتونو تر منځ د يووالي رامنځته کول يادولی شو.

درېيم ستر اقدام،چې د شاه امان الله خان لخوا ترسره شو؛ په کور دننه د مذهبي اختلافاتو له منځه وړل دي، چې له اماني دورې وړاندې ورسره د افغانستان سني او شيعه ولسونه لاس او ګرېوان وو. امان الله خان لومړنی شخص و، چې د سني او شيعه تر منځ يې اختلاف ته د پای ټکی کېښود او دواړه ډلې يې د يووالي په ټغر کېنولې.

څلورم ستر اقدام یې د ښې حکومتولۍ لپاره د اساسي قانون رامنځته کول و، چې په سيمه کې د لومړي ځل لپاره د شاه امان الله خان په واکمنۍ کې اساسي قانون رامنځته شو.

پنځم ستر اقدام یې د هيواد اقتصادي وضعيت د ښه کولو او د دولت بوديجې د ښه تضمين او اصلاح لپاره، له جنس څخه نقدي بڼې ته د مالياتو اړول يادولی شو. شاه امان الله خان د افغانستان لومړنی پاچا و، چې د حکومت ماليات يې له جنس څخه نقدي بڼې ته واړول. یعنې د امان الله خان له دورې وړاندې به د ټوکرانو فابريکې حکومت ته په ماليه کې ټوکر ورکول او بزګر به غنم او جوار ورکول.

د امان الله خان شپږم ستر کار، چې د افغان ولس لپاره یې ترسره کړ؛ هغه د غلامۍ یا مریي ساتلو بد فرهنګ له منځ وړل او د هيواد د ټولو ولسونو تر منځ د عدالت او مساواتو پلي کول يادولی شو. 

دغه شپږ موارد د « مشت نمونۀ خروار» په توګه يادولی شو؛ کنې که د شاه امان الله خان د وخت په اصلاحاتو او د هيواد لپاره د ده پر پلانونو وغږيږو نو ټول به په يوه ليکنه کې ځای نه شي. په ډاډ سره ويلای شو، چې که له شاه امان الله خان سره هماغه مهال ولس همکار پاتې شوی وای او د هغه په خلاف د کورنيو او بهرنيو جاسوسو کړيو لاسونه موجود نه وای؛ نو نن به افغانستان په يو پرمختللې بڼه د نړۍ په نقشه کې مطرح وای او په افغانانو به ننۍ روانې بدبختۍ نه وې راغلې.

خو د خوښۍ خبره دا ده،چې اوسني حکومت په دې برخه کې اررښتناک او اغېزمن ګامونه پورته کړې دي،چې کولای شي د دې ورځې مهم پیغام ننني نسل ته ولېږدوي او دا یې په ذهن کې وتوږي،چې افغانان باید تل د غازي امان الله خان لاره تعقیب کړي او د هېواد د ځان بساینې لپاره هڅې وکړي.
د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د افغان حکومت وروستي پلانونه او دا،چې د دارالامان ماڼۍ کار یې بشپړېدو ته نږدې کړی د ستاینې وړ دی او په کار ده،چې د غازي امان الله خان خوبونه په رښتیا بدل کړای شي،ځکه د ارواښاد غازي هیله یوازې د ملت سوکالي او د هېواد پرمختګ کې رانغښتې وه.

ولس هم باید د دې ورخې د شانداره لمانځلو کې بشپړه ونډه واخلي او د غازي امان الله خان او د هغه د یارانو یاد د تل لپاره تازه وساتي.

لیکنه: خوشحال آصفي