آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

«
»

د خیر او شر مجادله

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني »

د بشر په  تاریخ  کښی  د خیر او شر مجادله روانه  ده ، په دی مجادله کښی  ډیر بیرحمانه تور  ټکی لیدل  کیږی او د وحشت ، بربریت او د تجاوزونو آثار شته دی ، خو د شکر ځای دا دی  چی هر وخت داسی  سپیڅلي عناصر پیدا شوی دی  چی د خلکو د نجات لپاره ئی  نه هیرونکی هاند ویستلی دی .

هغه او هوغه  ګوری چی  څومره  بی عدالتی ئی وکړی ، څومره د مظلومانو  او بی وسی انسانانو د آهونو موجب  شول ، د یتیمانو  او یسیرانو د اوښکو ډکی  سترګو خو مو ډیری لیدلی دی ، د کونډو د ژوند زړه  سوزونکی  صحنی خو در په یاد دی ، لوږی ، تندی ، برنډوالي ،  بی کاري ، ناجوړي ، بی علمي او بی سوادي  خو تر اوسه  د مهم  بحث موضوع  ده .

حقیقت دادی  چی دا ټولی  بی نظمی ، بی عدالتي  او اقتصادي تنګسي  د همغه ملاکي  او  فیودالي نظامونو د نا معقولو  حرکاتو محصول  دی  خو  بیا هم د شکر ځای  دادی  چی  په عین همغه ،   د استبداد  ، فرعونیت او خود سری  په  دورو کښی  د پاکو، حساسو او مثالی هڅو او هیلو خاوندانو پوره عاقلانه او عاملانه زیار ایسته  چی  د انسانیت ، بشریت او وطنیت  په خاطر اجتماعي  او په  زړه پوری  بدلون  راولی  نو په دی  مناسبت  وایم :

تا په هغه تورو تاریکو دوروکښی د نور احساس کولو او د نور په خوادی شدیده هڅه وه ، هیله دی درلودله  چی د تاریکی توری  پردی به څیری شی  او  د نور دوره  به راشی .

ته هغه وخت  مایوسه نه وی  بلکه د مایوسی  په شرایطو کښی دی د ځوانانو د امیدواری منابع او د هڅو او هیلو مراکز تخنول او د نظم او تشکل د راوستو لپاره دی نه ستومانیدونکی هاند ویسته .

هغه وخت  ډیرو د پاکو هڅو او هیلو فکرونه او مغزونه و ټکول شول ، ډیرو په  زندان کښی د مرګ د کاسه په سر واړوله ، ډیرو فکر او تعقل  خاوندان  د مایوسی سره  مواجه  شول  .

ډیرو ښه  د استعداد ځوانان  مرتجع شول  او د ارتجاعي بادارانو او د توری ارتجاع  په خدمت کښی ئی لویی ، لویی  چوکی  واخستلی .

ډیر د لویو او وړو چوکیو خلک چی د ظلم ، استبداد او د انحراف د حرکت سره یی جوړښت ونه کړو په ډول ،  ډول  ترخو حالاتو مواجه شول ، چور شول ، ترور شول ، له صحنو ووتل ، په دسیسو مبتلا ، پروپاکنډی ورپسی وشوی ، مختلف تورنه ورباندی ولګیدل ، بدنام ، بی حیثته ، په اقتصادي  فشار اخته ، په جیلونو کښی  بندیان ، فامیل اولادونه ئی  تباه شول .

هغه وخت به مو په یاد وی چی د علم او پوهی معیار او مقیاس په ارتجاعي  ساز شو نو کښی لیدل کیده .

هغه به موهم په یاد وی چی چالاکانو به سرویس  ته دختلو او ور څخه د ښکته کیدلو په وخت  کښی د خپل  نوبت خیال  نه ساتلو.

هغه وخت  د مرتجعو عناصرو سره مترقی  ‌ذهنیت د خلکو په  زورولو او ړبرولو کښی  وه .

هغه وخت د اخلاقو ستاینه په چاپلوسی او تملق کښی  لیدله کیدله .

هغه وخت ورځی  ته شپه او شپی ته ورځ  ویل د مستبدو بادارانو د وروځو  په اشاره علم ، فضل او کمال حسابیده .

هغه وخت اکثر کاذب شخصیتونه  د صحنو په مخ  لوبیدل  او په ډیری بی شرمی  به یی د خلکو  په مقدراتو طفلانه  لوبی کولی  خو سره د دی ټولو آفرین او شابس په تا چی د خلکو د خدمت  په لیاره کښی  د خپل هوډ او تکل  څخه وانه اوښتی  او په  عاقلانه او عاملانه ډول دی دننه د ارتجاع په سټه کښی  مترقی  زری داخلی  کړی او په  یو نه باورکیدونکی تکتیک  دی د وطن  د دښمنانو  ریشی وویستلی .

هیر به می نشی هغه وخت هم  چی زه  د خلکو ، وطن ، حقیقت او عدالت د مفکورو د  تامین لپاره مصمم شوم  او د اقبال دا لاندی شعر به می  زیات لوسته :

تیشه ام  را تیز گردانی که من  ـــ  محنتی دارم  فزون از کوه کن « اقبال »

یاره ! هر څه به می هیر شی  .  مګر؛  په دی وطن کښی  می د مستبدو او مغرورو کسانو نخری ، نه هیریږی .

هو : هغه څه  چی  ما په دی وطن  کښی  د بی عقله واک دارانو څخه  لیدلی  دی؛  هغه  د هیریدو نه دی .  خو خوښ یم  چی د خلکو په ضد  می هیڅ  کله،  هیڅ  قدرت  ته د تسلیمیدو سر په رکوع  او سجده  نه دی ایښی .

خوښ یم  چی د شرایطو په  تناسب می  د ترقی ، نهضت او پر مخ تګ په خوا  هڅه کړی ده .  خوښ یم  چی  یو عمر می  د فرعو نیانو په مقابل  کښی د خپلی وسی مجادله جاری ساتلی ده  او د مرګ تر آخری سلګی  به د خلکو د خدمت  په لیاره کښی  خپل د توان مساعی  جاری و ساتم .

حقیقت دا دی  چی :  د خیر او شر مجادله کښی ، ستر قهرمانان  سرټکوی او د سترو  خدمتونو مصدر  ګرځی .

****
« سعید افغاني »

۱۳۵۷ هجري شمسي ــ کابل

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »