فطرتی انسانی

امرالدین نیکپی در اوایل دانشگاه ، داستان‌های مذهبی بسیاری دربارهٔ طرد…

جهان صلح وصفا!

امین الله مفکر امینی                   2025-19-06 جهانـی صلح وصفـــای بشربماتم کشیـــــده جـاهــــلانیکی برسیاستهای…

سرنوشت انسان امروز در چنگال مومیایی فروشان دیروز

نویسنده: مهرالدین مشید زنده گی مدرن در آینۀ زوال تاریخی در جهان…

سیمون دوبوار،- رفاقت و عشق اگزستنسیالیستی

Beauvoir, Simone de (1908- 1986). آرام بختیاری سیمونه و سارتر،- ازدواج سفید…

کتاب زبدۀ تاریخ

رسول پویان فسانه خوان وفسون سرگذشت موسارا مگـر خـرد بکــنــد حـل ایـن…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟ پروفیسور دکتر شمس سینا بخش…

حقیقت فرا ذهنی: بنیاد برترین واقعیت

ذهنیت به مفهوم تفکر٬ و تعقل از جوهر حقیقت٬ بنیاد…

ژرفنای فاجعه در افغانستان و سناریو های فراراه ی طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید ستم طالبان و ایستادگی ملت؛ اراده مردم افغانستان…

پایداری

ثبا ت و پا یداری را نمانده  قدر و مقدارش چنان…

مهر پدر

دستت پدر ببوسم و سر هم به پای تومیخواهم آنچه…

نمونه هایی از کهنترین اشعار فارسی

تا بدانجا رسیده دانش من که بدانم همی که نادانم ( ابو…

ترامپ و بازتعریف روابط بین‌المللی؛ از تنش‌های ژئوپلیتیک تا دیپلماسی…

نویسنده: مهرالدین مشید ترامپ از دور زدن تنش های دیپلوماتیک تا…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

«
»

د خلکو پر اذهانو د ټولنیزو رسنیو، تبليغاتي فلمونو او انلاین پلاټفورمونو  اغېز

ليکنه: حميدالله بسيا

په نننۍ نړۍ کې ټولنیزې شبکې لکه فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام، ټيکټاک او یوټیوب د معلوماتو خپرولو تر ټولو مهم وسایل ګرځېدلي دي، همدارنګه په څنګ کې د فلمونو، ډرامو، مستندو او تلويزيوني شوګانو په برخه کې نامتو ويب سايټ (نېټ فليکس ) هم خورا مشهور دی چې د فلمونو، او مستنداتو پراخ زېرمتون لري. او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې ميليونونه خلک ګوري. دغه پلاتفورمونه په ثانیو کې بې شمېره معلومات او خبرونه خپروي، چې دا چاره د پروپاګنډې لپاره د یوې خورا اغېزمنې وسیلې په توګه کارول کېږي.

تاسې به نن سبا ليدلي وي چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فرمانونه، خبرې، ګوتڅنډنې، امرانه لهجه چې د نړۍ هېوادونو ته یې کوي او ډول،ډول ډيکتاتورانه فرمانونه د ټولنيزو رسنيو سرټکي ګرځېدلی دي، اصلا تر يوه ځايه ددې فرمانونو او ټرمپ د ديکتاتورانه فرمانونو په خپرولو کې د ټولنيزو رسنيو او نورو خبري رسنيو د مسوولينو لاس هم دی ځکه دوی د بېلابېلو ګټو پراساس د هغه کوچنيو خبرو ته هوا ورکوي او بيا په ټوله نړۍ کې په بېلابېلو ژبو په ټولنيزو رسنيو کې خپروي.

د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه داسې ډیزاین شوي چې کارونکي د هغو محتویاتو سره مخ کوي چې هغوی دلچسپي ورسره لري او غواړي  وايې وري او بيا تکرارا هماغه موضوعات په بېلابېلو بڼو ورته رامخکې کوي چې د لوستونکي او ليدونکي باورونه او نظریات لا پر پېښه پیاوړي کړي. دا پدیده د  (Filter Bubble)  په نامه یادیږي. په دې توګه، کارونکي یوازې هغه معلومات ګوري چې د هغوی له نظر سره سمون لري، او د متضادو او بېلابېلو نظریاتو مخه نیول کېږي.

همدارنګه ځينې سازمانونه، رسنۍ او خلک د Deepfake ټيکنالوجي له لارې ویډیوګانې او انځورونه چې د ويډيو، عکسونو، يا آډیو بدلون او تحریف دی د پروپاګنډې په توګه کار اخلي.  ډيپ پېک يوه نوې، خو خطرناکه وسیله ګرځېدلې دي. په دې ټیکنالوجۍ سره په ډېر قانع کونکې بڼه جعلي ویډیوګانې جوړېږي چې ښايي د یو واقعي پیښې په څېر ښکاره شي او له مخې یې د خلکو باور پر يوه مصنوعي پېښه پوخ شي او لکه واقعيت یې ومني. دا ډلې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته نه یوازې د محتویاتو په تولید کې مرسته کوي، بلکه په ژر او اغېزمنه توګه معلومات په بېلابېلو ژبو او کلتوري چاپېریالونو کې خپروي هم . چې د پروپاګنډې نړیوال پراخوالی او ژر تر ژره  یې په ګڼو ملتونو کې خپرول یقیني کوي.

د جعلي خبرونو جوړول Fake News او خپرول یې د پروپاګنډې یوه له تر ټولو عامو نوو لارو څخه ده. د انټرنېټ له لارې داسې ویبپاڼې او ټولنیزې شبکې په چټکۍ سره د ناسمو او مغرضه معلوماتو خپروي.

په همدې لړ کې په نړۍ کې روانې شخړې او جنګونو کې هم د همدې تبليغاتو او رسنيزو  پروپاګنډو  رول خورا جوت دی په ځانګړې توګه د منځني ختيځ او د اوکراین روسيې په شخړه کې ، نه یوازې د میدان جګړه يې توده ساتلې، بلکې په سینما، رسنیو او سیاسي پروپاګنډه کې یې هم نوې څپې رامنځته کړې دي. د اوکراین جګړه اوس په داسې حالت کې ده چې روسي پوځ د اوکراين نوې سيمې تر خپلې ولکې لاندې راوړي او اوس چې پر کيیف د امريکا مرستې بندې شوې دي دا پروسه یې لا چټکه کړې او په پرلپسې توګه سيمې نيسي او تر خپل حاکميت لاندې یې راولي، د اوکراین اوسني واکمن د اروپايي او امريکايي مشاورينو په مرسته په دې حالاتو کې  پروپاګنډې او سینمایي درغلي ته مخه کړې ده او د جګړې یو مهم اړخ یې ګرځولی دی.  په دې لړ کې  (بوچا ) يو پروپاګندويي فلم دی، چې نیټ فلیکس د اوکراین د جګړې په تړاو تولید کړی،  د ۲۰۲۲ کال د پسرلي د (روسيې – اوکراین جګړې)  پر بنسټ د داسې یوې کیسې انځور وړاندې کوي چې ادعا کېږي روسي سرتېرو د  اوکراين  د پلازمېنې کييف په شمال لويديځ کې د پوچا په شاوخوا سیمو کې د ملکي وګړو په وړاندې غیرانسانه اعمال ترسره کړي دي. بوچا یو سینمایي تولید دی، خو مستند حقیقت نه وړاندې کوي، بلکې د عامه افکارو د کنټرول او سیاسي اهدافو لپاره کارول کېږي خو د فلم په اړه راپورونه او څېړنې ښيي چې پیښه تحریف شوې ده. د لویدیځو رسنیو له خوا د پروپاګنډې د یوې برخې په توګه کارول کېږي او د حقیقت په وړاندې ګڼ شکونه او پوښتنې راپورته کړي. او ځينې خو یې سرترپايه درواغ ګڼي

د پوچا  فلم په څېر سینمایي پروپاګند لومړنۍ پېښه نه ده ، په  ۱۹۴۴ کال کې، کله چې د شرقي اروپا په سيمو کې د روسيې  پوځ  اروپايي پولو ته په نږدې کېدو پیل وکړ، د ابور افسرانو په مشرۍ په ختیځ پروسیا کې د پراخو تحریف شویو پېښو سلسله رامنځته شوه. په هغو پېښو کې نازيانو، چې د ښځو، ماشومانو او زاړو کسانو وژنې یې هم ترسره کړې وې، هڅه یې کوله تر څو دا بوږنونکې پېښې پر روسيې ور تاوان کړي او په دې اړه یې په هغه وخت کې ګڼشمېر تبليغات ترسره کړل. دغه تاریخي مثالونه ښيي چې د سینمایي او رسنیزې پروپاګنډې په وسیله د جګړې د واقعاتو بیا جوړونه د تاریخي تجربو یوه پخوانۍ چاره ده چې نن په نوې بڼه تکرارېږي.

 نیټ فليکس د سوریې د شخړې په اړه هم د سپینو خولیو  په نامه یو بل جنجالي فلم تولید کړی و. په دې فلم کې، د سینما له لارې د پېښو بیا جوړونه او د درغلیو له لارې د سیاسي اهدافو ترلاسه کولو هڅه شوې وه. د نیټ فلیکس د مشهورو  مدیرانو لکه رید هیستینګز او ټیډ سرانډوس شخصي سیاسي ترجیحات هم په دې تولیداتو کې په څرګنده توګه منعکس  دي. دا چې د نېټ فليکس مسوول  ريډ هیستینګز د امریکايي ډیموکراتانو سرسخت کلک ملاتړی دی نو طبيعي ده چې د امريکا د پروپاګنډي نظريې  پلي کوونکی به وي.

څېړنې ښيي چې د جګړې او سیاسي شخړو په اړه خپرېدونکي معلومات باید د بېلابېلو سرچینو او له بې طرفه څېړنو په رڼا کې و ارزول شي. د نړیوالو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو څارونکو او خپلواکو څېړنیزو ادارو هڅې مهمې دي تر څو د جګړې پېښې له درغلیو او مغرضه روایتونو پاکې او کره څېړنې تر لاسه شي.

د نن ورځې انساني ټولنې له پخوانیو او نويو دواړو ډولونو د پروپاګنډې سره مخ ده. په ټولنیزو رسنیو او انلاین پلاتفورمونو کې د معلوماتو خپرولو سرعت د حقایقو تصدیق او کره ارزونه ډېره ستونزمنه کړې ده. په داسې حال کې چې د تاریخي تجربو په رڼا کې د درغلیو او تزویر میتودونه هماغسې ښکاره پاتې شوي، د معلوماتي تکنالوژۍ پرمختګ او د نړیوالو اړیکو زیاتوالی د نويو او مغرضه رسنیو د ظهور زمینه برابره کړې ده.