نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د حکومت مشرانو اختلاف؛ د پاکستان زړورتیا

د نړۍ په نقشه کې د پاکستان په نوم هیواد له شاملیدو وروسته په افغانستان کې د ګاونډیانو په تیره د پاکستان له لوري په سرحدي سیمو په سلګونو ځله تیری شوی او له صفرې نقطې څخه دیخوا یې د افغانستان په داخل کې په سلګونو کیلومتره ځمکه لاندې کړې. سره له دې چې افغان دولت د امریکا په شمول له ناټو تړون او د نړۍ له نورو لسګونو هیوادونو سره ستراتیژیک، امنیتي او دفاعي تړونونه لري خو بیاهم نه د امریکا، نه د ناټو ځواکونو او نه هم د نورو دفاعي تړونونو لاسلیکوونکو هیوادونو لخوا د پاکستان د دغو ښکاره تیریو په مقابل کې د افغانستان ننګه کړې او نه يي په ملګرو ملتونو کې په اړه کوم قانوني اقدام شوي دی.

پاکستان تل په افغانستان کې له هر فرصته ګټه پورته کړې او وخت ناوخت یې د افغانستان د خاورې د لاندې کولو هڅه کړې ده. دغه هیواد په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په خاوره په کیلومترو راننوتی دی، چې تراوسه افغان دولت او ناټو پرې ځان ناګاره کړی. آن ځیني کارپوهان  ادعا کوي چې پاکستاني پوځونه د بن له تړون وروسته په سلګونه کیلومتره د افغانستان خاورې ته راننوتي دي.

مونږ یې د بیلګې په توګه د څو ځایونو یادونه کوو چې په بیلابیلو وختونو کې د لاندې کولو هڅه کړې. ځینې وختونه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي او په ځينو ځایونو کې خو لا اوس هم کار روان دی.

۱ــ د ننګرهار په ګوشتې ولسواکۍ کې ۴۵ کيلو ميتره د افغانستان خاورې ته راننوتل او دروازه جوړول

۲ــ د کنړ ولايت د اسمار او دانگام ولسواليو ته لسګونه کیلومتره راننوتل او هلته دتالاشۍ پوستې جوړول

۳ــ د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې شل کیلو متره ننوتل او په انګور اډه کې دروازه درول

۴ــ د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ په صفري نقطه کې یو کیلومتر د افغانستان خاورې ته ننوتل او د پوستو جوړول

۵ــ د خوست ولایت د غلام خان بندر سیمې ته راننوتل

۶ــ همداراز د ډیورنډ پر کرښه د ازغن سیم تیرول، د کرښې شاوخوا خندق کیندل او همداشان د پوستو جوړول

د پورته یادوو شوو سیمو څخه په دفاع کې مو ګڼ شمیر د امنیتي ځواکونو سرتیري شهیدان او په لسګونو ټپيان شوي دي خو له بده مرغه چې حکومت مشران مو پرې کاڼه غوږونه ناست دي. د یادو شویو سیمو دلاندې کولو څخه پرته؛ پاکستان له څو کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمیر سرحدي ولایتونو راکټي بریدونه کوي چې د انساني او مالي زیان او مرګ ژوبلې تر څنګ په کې د هیواد طبیعي ځنګلونه او ځنګلي حیوانات هم زیانمن شوي دي. د کونړ، ننګرهار، نورستان، خوست، کندهار او پکتیکا ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې د پاکستاني پوځ په ړندو راکټي بریدونو کې مو ګڼ شمیر هیوادوال مړه او ټپیان شوي دي. همداشان د حکومت په داخلي چارو کې په خلاص مټ لاس وهنې کوي خو پوښتنه دا ده چې افغان حکومت یې په مقابل کې چوپتیا ولې غوره کړې ده؟

ځواب څرګند دی؛ اصلا د ګډ حکومت د مشران د خپلمنځي اختلافاتو او کوچنیو موضوعاتو له امله پر خپلو پلو واک نه لري او دفاع یې هم کولای نشي. دوی فکر کوي چې ټول افغانستان یوازې کابل دی په داسې حال کې افغانستان خپلې پولې او جغرافیه لري خو مشران مو ورته پام نه کوي چې د خپلې خاورې او ولس دفاع وکړي.

د وروستیو راپورونو له مخې د پکتیکا خلک وایې چې د برمل ولسوالۍ په انګور اډه کې د پاکستاني پوځ له لوري پيل شوې دورازه بشپړه شوې او دولت یې پر وړاندې د پام وړ غبرګون نه دی ښودلی. له نیکه مرغه؛ سیمه ییزو خلکو د پاکستاني حکومت د دې اقدام په وړاندې غبرګون ښودلی او د لاریون په تر سره کولو يي د هغه مخالفت کړی خو په سیمه کې میشت سرحدي ځواکونه ، د پکتیکا والي او په کابل کې مسؤل چارواکي یې په اړه پټه خوله دي.

مونږ وایو که ګډ حکومت په رښتیا د خپلې خاورې د سرحدونو مدافع وي او په ریښتیا هم له هغوی څخه د دفاع وړتیا لري؛ نو باید د پاکستان د دغه بربنډ تیري په مقابل کې بي تفاوته پاتې نشي.