جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

د حکومت سیاسي مخالفین که د نامشروع واک تږي؟

 
پر ارګ د نیوکو او تورونو کیسه څه نوې خبره نده؛بلکې هر چارواکی یا حکومتي شریک،چې له دندې ګوښه شوی دی،خپلې ګټې یې په خطر کې لیدلې او یا یې حکومت په خبره غوږ ندی ګرولی؛ نو تورونو او ګواښونو باندې یې تکیه کړې ده.
په تېر کې يوازې یو یا دوو کسانو پر ارګ کلکې نيوکې کولې او سخت اخطارونه به یې ورکول،خو اوس د پخواني حکومتي چارواکو ترڅنګ د ولسمشرۍ ټاکنو ځينې نوماندان د ملي يووالي پر حکومت د نیوکو لړۍ پیل کړې او کله یو څه وايي،که بل څه.

د دې ترڅنګ؛ په حکومت کې د ننه هم داسې کسان شته،چې پر ولسمشر او ارګ نیوکه کوي،چې ښه مثالونه یې د ولسمشر د لومړي مرستيال،اجرائيه رييس دي او په همدې ډول ځيني نور ناراض چارواکي،له دغه کتاره شاتې پاتې ندي او  تل یې له مختلفو سټېجونو نه په استفادې پر ولسمشر او د ده پر حکومت نيوکې کړې دي.

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته او کله،چې سترې محکمې د ولسمشر غني د کار موده د راتلونکې تلې میاشتې تر شپږمې نېټې وغځوله د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو غبرګون ېې را وپاراوه.

د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو ګوتڅنډنه وکړه،چې که ولسمشر غني له واکه ګوښه نشي،نو ټاکنې به تحریم او پرېکون به ورسره اعلان کړي.

وروستی مورد یې بیا دا دی،چې د نوماندانو شورا ویلې دوی له خپلې غوښتنې ندي په شا شوې او په نږدې راتلونکې کې به د ارګ پر خلاف پنځوس زره کسیز لاریون سړکونو ته را وبولي. په تېر کې هم ځینو ګوندونو ویلې و که ټاکنیز اصلاحات رامنځته نشي مؤقت حکومت جوړوو. د ورته مواردو په غبرګون کې بیا افغان حکومت څو څو ځله ویلې،چې د حکومت سیاسي مخالفین غواړي هېواد دښمنانو ته ور وسپاري.

اوس پوښتنه دا ده،چې د حکومت سیاسي مخالفین څوک دي،له کوم ځایه سرچینه اخلي او ولې حکومت ته ګوتڅنډنه کوي ؟

ټولو ته معلومه ده،چې بېکاره مهرې،آزمویل شوې څېرې او د خپلو شخصي ګټو پالونکي او سیاسي عقده ییان سره راټول شوې دي او د اساسي قانون خلاف غوښتنې او بحثونه مطرح کوي.پخوا خو یې اعتراضونو ته د خلکو په وربللو خولې وشلېدلې او تر اوسه د بهرنیو ورانکارو کړیو نه پرته چا د لازم ملاتړ ټټر ندی ورته وهلی،خو په اعتراضونو کې احتمالی ګډون کوونکي به په خواشینۍ سره هغه کسان وي،چې له هرڅه بې خبره دي یا د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره ‎؛خپلې پښې خپله په تبر وهي. ولس ته په کار ده،چې له کاره لوېدلې او ناکامو سیاسیونو باندې باور ونکړي،ځکه دوی د خپلو شخصي اغراضو لپاره هر څه تباه کولای شي.

په دې هم ټول پوهېږي،چې د افغانستان اکثره مغرض سياسيون خپلواک ندي او د ولس استازولي نشي کولای، بلکې برعکس په نورو کړيو پورې تړلې او همغوی ته کار کوي
زمونږ بهرني دښمانان د همدغو کړيو څخه په استفادې د پرمختګ مخه نيسي، د بند جوړولو مخه نیسي، د اوبو د کنټرول مخه نيسي، د ولس د آرامتيا مخه نيسي، د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او د حکومت پر ضد غیر ضروري ولسي غبرګونونو راپاروي.

خلکو ته په کار ده،چې تاریخ د تکرار او آزمویل شویو له بیا آزمایلو څخه تېر شي او له اوسني نظام څخه باید کلک ملاتړ وکړي،ځکه دا نظام د افغانانو قربانیو زېږنده ده او ټول مهم ټکی پکې دا دی،چې همدا مغرض سیاسي مخالفین یې تر فشار لاندې راوستي او د دوی دغه ترپکې له همدې امله دي.

لیکنه: خوشحال آصفي