د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

«
»

د جګړې بدرنګ بیزونه او د ملي شتمنیو د لوټ غمخواره!

لیکنه او شننه: قاضي نجيب الله جامع

ورووستیو څلور لسیزو پرلپسي جګړو، ناخوالو، په کور دننه د پردویو اجنډګانو تعقیب، لاسوهنو، نیواک او یرغل په افغان خاوره کې د هر موجود وجود بی تعریفه کړې، هرې رنګینې خپله ښکلاه بایللي، هر خوند خپل رنګ ورک کړې او هر معیار د مروجو او منلو علمي او تاریخی مفاهیمو او ویوکو په خلاف کاریدلی او ورڅخه ناوړه ګټنه شوی.

د بېلګې په توګه د لومړی افغان انګریز ملی غزاه اتل وزیر محمد اکبر خان بی ګوره، بی لقبه او بی رتبي دې مګر بچه سقاو او د تنظیمي جګړو ټول بدنامان، بلچار‌ان او بګیلان د کابل په لوړو څوکو کې د ګرانبیه مزارونو، زیارتونو ځښتنان او یا لکه بدنام او مشهور جګړه مار ګیلم جم دوستم مارشال او قومندان مسعود ملي قهرمان شول.

د افغان تاریخ د ناسور له لسګونو او حتا سلګونو بېلګو، پېښو او تراژیدیو تیریږو او د لری او نږدی تاریخ د بېلګو پر ځای به د نن تاریخ، د نن غمیزی او د نن د معیارونو پر بنسټ به د دغې کیسي جاج واخلو چې پیړۍ وروسته هم د تورزن معیار لا ورک دې، د ملی شتمنیو د چور عاملین په رڼو سترګو کې لا پټ دې او جالبه دا ده چې د څو جنګي بیزونو او د امریکایی بوجونو نړونکې د ملي شتمنیو چورونکې، ملي خاینین او د وطن دښمنان بلل کیږی، ولې په مقابل کې د ډیورنډ خرڅونکې، د کونړ بربادونکې او د افغانانو د وژلو، غلامولو او قتال ( لعنتي امنیتي تړون ) قراردادیان بیا د وطن خیر غوښتونکې، د ابادۍ ناجیان او د افغان ژغورنۍ خواخوږي بلل کیږی.
کیسه له هغه ځای راولاړېږی چې څو ورځی وړاندې طالبانو جګړه د هلمند تر ښاره مرکز لښګرګاه راورسوله او پدغه جریان کې یې د افغان ځواکونو یوشمیر د څار چوڼۍ او ستر یرغلیز بیزونه ونیول.
پدې وخت کې قهرجن، دردېدلي او له جګړې کرکه کوونکې او ستړې هلمندې ولس یوشمیر بیزونه پدې موخه ویجاړ او وران کړل چې ګواکي بیا د دوی سیمو ته جګړه رانشي، د دوی کلی د واشنګټن او نیویارک د ساتنې د سنګرونو او مورچلو په توګه ونه کارول شي او تر یوی کچي هلته د مېشتو حکومتي چوڼیو د نظامیانو له ناوړه کردار څخه هم په تنګ او جنګ راغلي وو.
وروسته د دغه بیزونو انځورونه تر ټولنیزو او انځوریزو رسنیو ورسېدل، بیلابیلې شننې پرې وشوې، چا له سره افغان ولس له انسانیته وتلی یاد کړل، د فرید مزدک خراسانی عقدیانو بیا افغان ملي هویت وغانده او پښتون قام ته یې پکې ناوړې خبرې او سپکي سپورې وویلی، حتا مشرانو او ولسي جرګي هم دا چاره خیانت او د پنجابی پاکستان هغه دسیسه یاده کړله، چې ګواکي ښیې چې افغانستان به د تنظیمی جګړو او شر ـ فساد د عاملینو دور ته وګرزی.

دوی ټولو پدې پلمه سوله هسي د وخت ضایع کول وګڼل، د جګړ‌ې او اشغال د دوام غوښتنه یې وکړه او د جګړې د امریکایی بیزونو په پلمه یې د طالب، سولې او افغانستان سره خپله کینه او دښمني ښه په جار او جحر اعلان کړه.

ما چې کله د یوه مهذب افغان ملت له دریځه د دې خلګو دا پڅ، له عقدې ډک او پر کسات او افغان دښمنۍ ولاړ دریځونه هغه هم د ملي ګټو د تالان او چور په غمخوارې کې ولیدل، نو دامي درک کړه چې شل کلن امریکایی نیواک د دې ملت پر ارزښتونو ناتار او غوبل څه چې په باورونو، ارمانونو، ویاړونو او ګډو ملي معیارونو یې هم خپله کرغېړنه او ناولۍ اغېزه ښېندلي، د دې ملت روح یې فاسده کړې، د اسلامي او ملي دریځ عزمت یې بي سیکه کړې او په ټوله کې د افغان ولس اصلیت او ملي اصالت یې دومره کاواکه، بلواکه، پیکه او کمزورې کړې چې پایله یې د افغان وژنې، واشنګټن ساتنې او اشغال د دوام د څو خاورینو امریکایی بوجونو په سر، د ملي ګټو او ارځښتونو له ستر دریځه خپل ولس غندی، د ډیورنډ او اشغال د ننګ غیرت ترې هیر دی ولي په هلمند کې د جګړې د څو بوجونو نړول ورته په ننګ اوښتي، د طالب د دوحی هوکړه چې د اشغال خاتمه تضمینوی غندې ولي د امریکا سره د افغان وژنې په تړون عمل غواړې، د پنجاب د زرګونو راکیټونو پر خلاف یې یوه ورځ د پنجاب کابل میشته سفارت ونه تړل ولي د ولس کلي، کورونه، بانډې، جوماتونه، هدیرې او حجرې په ۴۸ نیواکګرو بمباروې او پدې وحشتکارې کې د جمهوریت پايښت خوندې ګڼي، همدارنګه د سوونو میلیونو او میلیارډونو کابل واکو غلو کیسه د هواه ګزول شوی، ولي د غریب او جګړه ځپلی پښتانه په کلي کې د واشنګټن ساتنې بیز یې بیا غوغاه تر واشنګټن او اتنه ورسوله.

زه د یوه افغان له دریځه پدې باور یم چې کله سوله راغله نو د افغانانو د وژلو او د پردیو د قوماندې او رهبرې ټول بیزونه باید ونړول شي، ویران او ویجاړ دې شي.
ځکه زموږ ولس له دې بدرنګو بیزونو، پاټکونو او غونډونو تل شر لیدلی، سپک شوی پکې، ربړول شي پکې، له دې بیزونو یې مقدساتو ته سپکاوی شوی، تر امریکایی زیندانونو یې زموږ د ولس برخلیک رسولي او که هېڅ هم نه وی د دې خاورینو او بدرنګو بیزونو تر شاه د یوه شل کلن یرغل، نیواک، اشغال، بلواکې، تپلواکې او خیانت اوږده، له ربړونو، توپیرونو، فسادوونو، ساندو، تراژیدیو او ماتمونو ډکه کیسه پرته ده او دا بدرنګه، بدخونده او ترخه کیسه، یوازې د یرغل او اشغال د اثارو په له منځه وړلو سره ممکنه او تړلي دې.
درنښت