رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

«
»

د افغانستان سوله: پاکستان باوري ملګری او که ماهر لوبغاړی

د  سبافکر

د سبا فکر د خپلو غونډو په لړ کې څلورمه غونډه هم د سولې په اړه وکړه. د څلورمې غونډې اجنډا« دافغانستان سوله:پاکستان باوري ملګری او که ماهر لوبغاړی« وه، چې سیاسي کارپوهانو په یاده موضوع خبرې وکړې او د ګډونوالو پوښتنې یې ځواب کړې.

د غونډې لومړی ویناوال د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند و.

ښاغلي ځلاند د پاکستان پر تاریخچه، د هند څخه یې بېلوالی، د پاکستان د زېږدنې څخه ترننه پورې د افغانستان په چاروکې د لاسوهنې، نړیوالو ته د دوکې او چل او فرېب په ورکولو او د افغانستان په سوله کې د پاکستان په رول وغږېده.

نوموړي وویل، په سیاسي مسایلو کې پر پاکستان باور کول د افغان چارواکو تېروتنه ده او دغه تېروتنه په شلمه پېړۍ کې هم افغان سیاستوالو کړې وه، چې اوسنی حکومت او چارواکي یې په یویشتمه پېړۍ کې بیا تکراروي.

ښاغلي ځلاند زیاته کړه، تر څو چې سوله افغانیزه نشي او روانه ستونزه افغانان خپلو منځونو کې حل نه کړي، دغه ستونزه هېڅوک هم نشي ختمولی.

د داعش رامنځته کول او بیا د پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د طالبانو سره یې جګړه د پاکستان بله لوبه یاده کړه. د نوموړي په خبره، پاکستان پر طالبانو د فشار راوستو په موخه داعش رامنځته کړ، چې تر شا یې امریکا، پاکستان او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه دي.

ځلاند پر افغان چارواکو غږ وکړ، چې د افغانستان په سوله کې د پر پاکستان ډېر باور نه کوي او د پاکستان پر ځای دې بل کوم مسلمان هېواد منځګړی وټاکي، نه پاکستان.

د ناستې بل ویناوال د سولې د عالي شورا منشي، د پوهنتون استاد او پخوانی سناتور ښاغلی پوهنوال امين الدين مظفري و.

ښاغلي مظفري هم د سولې په برخه کې پر پاکستان ملا تړل د افغان چارواکو تېروتنه یاده کړه او له افغان چارواکو څخه یې وغوښتل، چې د پاکستان پرځای باید مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي.

د نوموړي په خبره، پاکستان نه کوم ګاونډي خیر دلیدلی، چې افغانستان به یې ورنه وګوري. نوموړي زیاته کړه، پاکستان ته د سولې لپاره ورتګ نه، بلکې د جګړې لپاره ورتګ دی؛ ځکه د پاکستان په تاریخ کې افغانستان ترې ښه ورځ نه ده لیدلې.

ښاغلي مظفري د تېر جهاد ثبوت وړاندې کړ، چې د روسانو پر ضد افغانانو قربانۍ ورکړې او نړیوالو سره خبرې د افغانستان په استازیتوب پاکستان کولې، چې له امله یې په هېواد کې یو کمزوری حکومت رامنځته کړ او کورنۍ جګړې پیل شوې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، کله چې په مري کې افغانان خپلو منځو کې سره کېناستل او پاکستان پردې پوه شو، چې دوی خپلو کې سره جوړیږي، نو د دویم پړاو خبرې  یې وځنډولې.

مظفري وویل، طالبان افغانان دي او ددې خاروې بچي دي او افغان حکومت دې د پاکستان پرځای د طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او روانې جګړې ته دې د پای ټکی کېږدي.

د یادې غونډې په ترڅ کې ځینو ګډونوالو له مېلمنو څخه پوښتنې هم وکړې، چې د مېلمنو له لوري ورته ځوابونه ورکړل شول.

د سبا فکر په کابل کې د څو با احساسه ځوانانو ټولنه ده، چې د افغانستان په روانو حالاتو غونډې کوي او په دغه غونډو کې د پوهنتون استادان، سیاسي کارپوهان راغواړي او د هغوی نظرونه نورو ځوانانو ته رسوي.