توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

چشم اندازی بر نشست آینده ی مخالفان طالبان در پایتخت…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست اسلام آباد ابزار فشار بر طالبان  یا…

طاق ظفر و منار معارف (شیر دروازه) پغمان – یادگار…

پس از به‌دست آمدن استقلال افغانستان در سال ۱۹۱۹م (۱۲۹۸…

پیشرفت های شگفت انگیز فناوری و چالش ها و خطر…

نویسنده: مهرالدین مشید رهایی یا زوال؛ فناوری و چالش‌های نوین جامعه…

استقلال و آزادی

عبدالصمد ازهر از ۲۸ اسد تا ۲۴ اسد هر روز، هر ماه…

وقتیکه تبصره وتحلیل از جمهوریت می نماید دقت کامل داشته…

در این روز ها تحلیل های سیاسی پیرامون سقوط ویا…

کمند غزل

رسول پویان غـزال غـزل ار کمند افکند دل شرزه شیران ببند افکند ز…

فروپاشی شرم آور در اوجی از فساد و خیانت  و…

نویسنده: مهرالدین مشید بازخوانی یک سقوط و روایت های دردناک آن  ۱۵…

ردپای خراب‌کاری آلمان برای کشور ما و حمایت از فروپاشی…

ره‌بران طالبان خواهان پناهنده شدن به آلمان بودند. مولوی دلاور…

اسباب و عوامل سقوط جمهوری تحت اشغال

ماه اسد ماه به زانو در آمدن دو قدرت امپریالیستی…

فراخوان بخاطر انفاذ قانون اساسی

بنام خداوند حق و عدالت بدون پرداختن به چگونگی سقوط سومین…

تقدیم به روح ببرک کارمل، آن کوه اندیشه و خرد…

رفیق کارمل گرامی:  ما آن‌‌چه را فرمودید، انجام دادیم:  درس بخوان= خواندیم  کارکن=…

اسدالله بلهار جلالزي

 له نوښتګر کیسه لیکونکي، څېړونکي، ژباړونکي، تکړه ادیب او ژورنالیست…

چهارساله گی حاکمیت طالبان

نوشته ی : اسماعیل فروغی      امروز پانزدهم اگست 2025 ،…

آخرین نگاه و آخرین لبخند؛ جرقه ای سوزنده و بغضی…

نویسنده: مهرالدین مشید سنگ صبور من! خدا‌ نگهدارت؛ روایت یک سفر…

افغانستان د نړۍ په شطرنج کې یوه ډېره مهمه مهره!

حميدالله بسيا په نړیوال سیاست کې هر هېواد د شطرنج یوه…

چرا افلاتون پیامبر نشد ؟

platon (428-347 v.ch) آرام بختیاری غربی ها فیلسوف ساختند، شرقی ها، پیغمبر…

سوز وگداز!

امین الله مفکر امینی  2025-11-08! سوزوگدازِعشق،سوزد جسم وجانـــــــم زگٌدازیکه است بســـوز،روح وروانــــم ای اهلِ…

رسول همذاتوف

رسول همذاتوف (آواری: ХӀамзатил Расул؛ ۸ سپتامبر ۱۹۲۳ – ۳ نوامبر ۲۰۰۳) شاعر اهل اتحاد…

«
»

دوردګو ولایت ځوان نسل ته یو پیغام

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د سپتامبر ۱۵مه  ۲۰۱۶ کال .

ځوان هغه دی چې د ځوان فکر خاوند وی        نه هغه چې د اوهامو په دام بند وی

سل ځوانان د د هغو زاړه قربان شي               چې خاوند دنوی خوند او نوی رنګ وي

ځوانان د هیواد نیمایی نفوس جوړوی او د وردګو ځوان نسل نسبت د نورو ولایتو ځوانانو ته ډیر لایق ، تحصیل کرده او زیار ایستونکی دی ، خو نن سبا وینم چې لومړۍ مقام د ځوانانو په منځ کې د هزاره ملیت ځوانانو تر لاسه کړۍ دی ، چې دا هم دوطن یو افتخار بولم ، ځوانان کولای شي د هر ولایت د خلکو د ژوند سطحې ته تغیر ورکولای شی ، تر اوسه هغه څه چې ځوان نسل نه دی تر سره کړی عبارت دی له :::

 ۱ – دکلیو او ولسوالیو د خلکو په منځ کې ځوانانو خپله وظیفه نه ده تر سره کړې ، مثلا یوه شاګرد یا یوه محصل یا یوه دولتی مامور ( خپله مور او پلار یا تره یا کوم یو بل ) کلیوال وطندار  چی بیسیواده وو نه دی باسیواده کړۍ ، په داسې حال کې چې ځوانانو که دغه ۱۵ کاله د ځپلو کورنیو بیسیوادان باسیواده کړی وای نن به په وردګو یانورو  ولایتو کی یو بیسیواده هم شتون نه درلودلو ، دولت هم دلته ډیره ناغیړی کړی ده ځکه دولت د کلیو ملانو او په کلیو کی مامورینو ، محصلینو او باسیواده کسانو ته وظیفه نه وه سپارلی چی هر باسیواده باید د کلی دری نفره باسیواده کړی او ملانو ته اقلا د میاشتې ۵۰۰۰ افغانیو معاش تعین او دغه وظیفه تر سره کړی ، زه سر له ننه د وردګو ځوانانو ته د باسیوادی دنده ور سپارم او پیشنهاد کوم چې هر ځوان باید دوه یا دری نفره ددریو کالو په موده کی باسیواده کړی .

۲ – د افغانستان دخلکو له پاره ډیره مهمه او ډیره قوی وسله د پوهاوی ( تحصیل )  او سیواد زده کول دی ، هر څومره چی ولسونه باسیواده شی هغومره ددوی شعور او فکر تغیر کوی او همیشه د جهل او نادانۍ څخه ځانونه ساتي ، زما عقیده داده چې زما وطنداران وردګ د یوه سره دغه مهمه وسله تر لاسه کړی ، ګویا د سیواد له نعمته برخورداره شی او همیشه د تاریخی دشمنانو رنګ ، رنګ نیرنګونه او توطیی شنډی کا او نور هیڅکله د تبلیغیانو او منافقو دیوبندی ملانو ( د پاکستان –ایران او عربانو )، تر تبلیغاتو لاندې را نه شی ، بله مهمه خبره داده چې د وردګو ځوانان ، سپین ګیري او لویان په خپلو کلیو کی یوه بیګانه ، حتی د نورو ولایتو ( مجاهدینو – طالبانو – داعشیانو ) ته د ورځي یا شپي تیرولو اجازه ور نه کړی او هر ګز ېې فریب ونه خوری ، زموږ ځوانان باید په خپله د ژوند ټولي لاری او چارې سمبال او اداره کړي ، ځکه زموږ د ځوانانو استعدادونه تر بل هر چا نه لوړ او ډیر ښه دی د هر کلی ملک – ملا – مولوی – سپین یرۍ – خان – مشران وظیفه لری چی د خپل کلی امنیت وساتی او یو بیګانه ته په کلی کی د تبلیغ او تحریکاتو اجازه ور نه کړی .

۳ – زموږ دوردګو ولایت معارف او تحصیلی ادارو ته پیشنهاد کوم تر څو د هغو طلابو او محصیلینو چې دوی اول نمره یا دوهم او دریم نمره دی ، یا ددوی په منځ کې مخترعین ، نوښتګر او مبتکر ځوانان وی دهغوی له پاره یوه علیحده فاکولته یا یو علیحده کالج خلاص کړی او دغه محصلین د لیلېې په ډول هلته د ډیرو نورو امتیازاتو په لرلو سره ونازوی او ورته ( مدرن لابراتوارونه – تجربه ځایونه – ورکشاپونه او مواد ېې ) برابر کړی تر څو مخترعین هلته خپلې تجربی او کارونه عملی کړی ، ډیره هڅه وکړی تر څو په دفاعی برخو کی تجسس او پلټنه وکړي او د وسله وال پوځ له پاره مهي وسلی او محاربوی تخنیک اختراع او دولت ته د هغو دتولید موضوعات پیشنهاد کړی .

۴ – دوردګو ځوانان باید په ولسوالیو او ولایت کی او خاصتا د کابل په شهر کی د امنیتی وضعی د تغیر – د صلحی د راوستو – د اقتصادی پرمختیا او د پروژو د اولیتو او د هغو د شروع کولو پیشنهاد دولت او ریاست اجرایه ته پیشنهاد کړی ، زموږ ځوانان او سپين ګیری باید دیوه نمونه ولایت په حیث د صلحی په راوستلو کی سرغنه او نمونه شی ، مه پریږدی هغه ځوانان چی ددشمنانو په لیکو کی ځانونه شامل یا راجستر کړی ، کوشش وکړی ځوانان د جنګ – بم ګذارۍ – انتحاري – او لارو نیولو او قطارو ته اور ور اچولو نه ځانونه وژغوری او دیوه با فرهنګه ، مترقی ، وطن پرست ، تحصیل کرده ، پوه ، اصیل افغان او د ( محمد جان خان – کریم خان – وزیر غلامحمد خان – ملا مشک عالم  )غوتنه لوی تاریخی او د افتخاره ډګ نامونه وګټۍ ، کوشش وکړی چې د وردګو ولایت په ظرف د یوه کال کی د نمونه ، صلح امیز ، متمدنه ، بافرهنګه او باسیواده ، مخترعینو او نوښتګرو ځوانانو په موجودیت سره د افغانستان نورو ولایتو او د نړی خلکو ته معرفی کړی ، هلته به موږ لوی ویاړ ولرو ، زموږ ملان او مولیان او لوی سپین ګیری او مشران باید د ځوانانو د تشویق له پاره په هر کلی او ولسوالۍ کی دوی تشویق او حمایت کړي .

۵ – کوشش وکړۍ زموږ د تحصیل یافته – متخصصو – پاکو – وطنپرستانو له جملی نه که په خارج کی دی یا په داخل کی یوه نفر د راتلونکی ریس جمهور په حیث معرفی او حمایت کړۍ او د افغانستان ټولو خلکو ته په پورتنیو کارو خپل عزم او اراده تمثیل کړۍ ، زما په نظر ډیر ښه کاندید به د ( رحمت الله نبیل کاندیداتوری وی ) ، نو که مو خوښه وی دغه لیک هر چیرته چې څوک پیژنۍ واستوۍ یا ېې شیر کړی ، الله پاک مو په دغه مقدس ستر جهاد کی بریالی کړه ، امین .