رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

«
»

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او مطرح دی. د دموکراسۍ په اړه ما ډیرې مقالې لیکلې. په هغې لړ کې مې په ۲۰۱۱م کال کې یوه لیکنه د «دموکراسي (ولسواکي)» تر سر لیک لاندې نشر کړې ده. په هغې کې د دموکراسۍ یا ولسواکۍ په اړه بنسټیز علمی معلومات وړاندې شوی دی. هلته مې لیکلي چې د دموکراسۍ اصطلاح یوناني جرړې لري چې له دوو اجزاوو، (dēmos) ډیموس (خلکو) اوکراتوس (kratía) (حکومت کولو) څخه جوړه شوی ده. لغوی معنا یې په پښتو ژبه کې د ولسواکي یا پر خلکو باندې د خلکو حکومت کول دي. ولسواکۍ ته مختلفو کسانو او علمی سیاسی کړیو راز راز تعریفونه ورکړي چې په ټولو کې دا موضوع ځلیږي چې دولتي ځواک په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د ولس په اختیار کې وي.

په لنډ ډول، دموکراسي داسې نظام دی چې خلک د ټاکنو، رايو او ګډون له لارې د دولت واک ته نظم ورکوي او مهمې ځانګړنې یې د خلکو د رايې له مخې د مشرانو ټاکل؛ قانون پر ټولو برابر عملي کول؛ د بیان، غونډو او نظر د ازاديو تضمین او د بشري انفرادي او ټولنیزو حقونو درناوی او داسې نور یادولای شو. 

سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دموکراسي د معینو شاخصونو پر بنسټ پر مختلفو ډولونو ویشل کیدای شي چې یو له هغو یې سوسیال ډموکراسي (Social Democracy)  ده. سوسیال دموکراسي د مډرنې (عصري) دموکراسۍ يوه ځانګړې بڼه ده چې د کپیټالیسم د بازار د اقتصادي نظام له دوام سره سره د ولسي کتلو په ځواک او ملاتړ د پرله پسې ټولنیزو او اقتصادي اصلاحاتو له لارې د خلکو د هوساینې او ټولنیز عدالت د تأمین په خاطر د داسې رفاهی ټولنیز نظام جوړولو ته مبارزه کوي چې ورپکې هدف د ټولنې هر وګړي ته د ژوند اساسي څیزونه او خدمتونه برابرول دي. د هېواد هر اوسیدونکي ته د خوراک او څښاک د موادو رسول، د کور او جامو تأمینول، د کار او زده کړو د شرایطو برابرول، د تقاعد او روغتیایی بیمو پراخول او د اړتیا په وخت کې د داسې نورو ټولنیزو مرستو برابرول د سوسیال دموکراسۍ په سیاست او فعالیت کې لوړ ځای نیسي. سوسیال دموکراسي او ټولنیز رفاهي سیستم یې د مالياتو او ټولنیزو پروګرامونو له لارې د عامه شتمنۍ د نابرابر ویش او د کپیټالیسم د یاغی ودې مخنیوی او د کارګرانو، د وروسته ساتل شوو ټولنیزو ګروپونو او بې وزلو خلکو ملاتړ کوي. په ټولنه کې د سولې، ټولنیز پیوستون او دموکراتیکو اصولو، لکه انتخابات، د بیان ازادي، سیاسي سیالۍ او نورو ساتنه کوي. په بله ژبه ویلای شو چې سوسیال دموکراسي غواړي د سرمایه‌داري نظام ښیګڼې او امکانات د خلکو د ګټو او د ټولنیز عدالت سره یوځای او همغږي کړي.

نور محمد غفوري 

۲۶/۸/۲۰۲۵م 

نوټ: د زیاتو معلوماتو له پاره مینه وال کولای شئ چې زما په فیسبوک پاڼه او ویبسايټونو کې دا لاندې علمي او رهنمودي لیکنو ته مراجعه وکړئ:

  1. دموکراسی (ولسواکي)
  2. مبارزه سیاسی دموکراتيک در نظام دموکراتیک …
  3. دموکراسي یعنې د نورو نظر ته احترام کول
  4. د بیان آزادي
  5. دین و دموکراسی 
  6. سیاسی سیستمونه او د هغو ډولونه
  7. دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی او ډیرې نورې …