جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

دمارچ اتمه د افغانستان ښځو ته کوم پیغام لري ؟؟؟؟؟

لیکونکۍ :: دکتور طاوس وردک ۲۰۲۰

کال لندن

 د مارچ اتمه دښځو نړیواله ورځ ده چی د نړی په اکثره هیوادو کې په مختلفو اشکالو لمانځل کیژی زه غواړم ددی ورځې د لمانځلو او د افغانستان د ۴۰ نه زیاتو  تیرو کالو په هکله ددی نیکمرغې ورځی په تاریخی او مختلفو سیاسی ، ایدیالوژیکی ، اقتصادی ، کلتوری او فرهنګی او همدارنګه جنسیتی اړخونو لږ رڼا واچوم او زموږ د هیواد ښځو ته چې تر ۶۵ فیصده زیاته برخه دنفوس جوړوي د دوی مهم او تاریخی وظایف ور په یاد او د دوی تر نظر تیر کړم ځکه د افغاني ښځودحقوقو او دوی ته توجه نه کول هغه څه دی چې دغه ۴۰ کاله په دوی مستقیم ظلم شوي او هیڅ ډول مشوره او ددوی سره د هیواد د سیاسی او اجتماعی جوړښت په هکله مشوره نه ده شوې ، مجاهدینو او طالبانو خپل ناتار او ناورین په دوی تل تر تله ساتلی دی ، خو له بده مرغه چی د اشرف غنی په حکومت کی هم له ښځو نه د مهمو فیصلو او تصامیمو پریکړې پټې ساتل کیژي ؟؟؟؟ ؟؟ د مارچ اتمه په کال ۱۸۵۷ کې دنیویارک کارګرو ښځو دخپلو حقوقو د تر لاسه کولو په خاطر مظاهرې وکړې  بیا د جرمنی یوې ښځې د ( کلار زاتکین ) په نامه چې د سوسیال دیموکرات ګوند غړی وه دغه ورځ د ښځو دنړیوالی ورځې په نامه پیشنهاد کړه او بیا ۱۹۷۵ کال دملګرو ملتو له خوانه او بیا په ۱۹۷۷ کې یونسکو دغه ورځ د ښځو نړیوالی ورځې په نامه  ونوموله ؟؟
په افغانستان کی د مجاهدینو او طالبانو د رژیمو له وخته او بیا  تر ننه پورې افغانی ښځی د ملانو او مجاهدینو له خوانه سنګساریژي ، وهل کیژی ، اور وراچول کیژي او تر موټر لاندی کیژي ( فرخنده ېې ښه مثال دی ) ، دښځو خرڅول ، په زوره نکاح کول ، په بدو کی ورکول ، تښتول ، دسته جمعی سکس ورسره کول دملانو له خوانه وړې نجونی بیعزته کیدل ، تیزاب ورباندې پاشل ، تیلداغ کیدل د مسلمان نما هاوو له خوانه په ښځو تحمیل شوی کارونه دي  ؟؟ په ډیر تاسف باید ووایم چی زموږ ښځو ته په هره برخه کی مخصوصا د ملانو او اخوندانو خاصتا طالبانو په وخت کی په ډیره بده سترګه کتل شوی او د ښځو حقوق اووجايب او وظایف ېې تل تر تله د نارینه وو تر تاثیر او زور زیاتی لاندی را وستلی او داسې ناوړه کارونه ېې په ټولو برخو کی د ښځو په برخه کی تر سره کړی چی دیوه انسان مخصوصا ښځو له پاره دمنلو وړ نه وو او نه دی ؟؟ د افغانستان مجاهدینو او طالبانو دښځې نه فقط دیوه داسې شی په حیث استفاده کړی چی تل تر تله د نارینه بار واخلی او دنارینه هر ډول امر او فرمان ته تابع او تیاره وی ، په افغانستان کې علماوو ، دانشمندانو ، پوهانو ، متخصیصینو او فروفیسرانو او استادانو یوه هم د ښځو ماهیت او اهلیت او رسالت ته توجه نه ده کړې دوی د تاریخ په اوږدو کې همیشه د نارینه په هلکه تاریخ لیکلی ، دنارینه صفت ېې کړی ، دنارینه قهرمانی ېې تایید او ستایلی دی او دښځو د قهرمانیو ، شهامت او غیرت او میړانې ، مامورینو او ماموریت  ا‌و په وسله وال پوځ په برخه کې چی خدمت کوی هیڅ ډول تجسس ته توجه نه ده شوی او نور پژوهشونه نه دی کړي ،وګورۍ دانسان پیژندني او جامعه شناسۍ په برخو کی د ولسمشر په شمول یوه کس هم د ښځو د ماهیت او اهلیت او شناخت په مورد کوم کتاب یا رساله نه ده لیکلې ، د تیرو ۴۰ کالو په دوران کی البته د مجاهدینو خاصتا طالبانو په وخت کی دښځو له پاره هیڅ ډول آزادی او د تحصیل او کار زمینه مساعده نه شوه ،افغاني ښځینه په هیواد کې تل ځانونه بیګانه یا خو (( ځانونه تنها احساسوی )) او داهغه وخت دی چی جنسی غریضه په ځوانانو ډیر تاثیر اچوی او ځان په مختلفو امراضو یا مسکراتو دچاروی او دا هغه وخت دی چی د ښځی انتخاب یا د میړه انتخاب دوی ته نه میسریژي او بل آخره په ناجایزه کارو لاس پورې کوی ، او بیا په دوی هماغه د جهل او فشار او تنهایی  پروسه پر دواړو طرفو حکومت کوی ؟؟ افغانی ښځې د تلویزیونو ، د فلمو او سریالو او کنسرتو او موسیقی په اوریدو نن په هندی او اورپایی کلچر او فرهنګ ولاړی او ورته ډیر ښه ښکاریژي په داسې حال کی چی د غرب او شرق ( هندوستان – ایران – عربانو – اورپایانو امریکایانو آسترالیا یانو او کاناډایانو سکس او جنسی تمایلات او غریضه افغانی ښځو ته لکه آزادی او ډیر آسوده ژوند ښکاری په داسې حال کی چی د یادو هیوادو خلک ( ښځینه او نارینه ) د انسانیت او جنسیت په واقعی مفهوم نه پوهیژي او داسې ناوړه کارونه ددوی په ټولنه کې ددوی ښځی کوی چی ورته کتلی نه شې ؟؟
موږ حق لرو د خپلو قهرمانو ښځو لکه ( نازو انا ، زرغونې انا ، رابعه بلخی ، ګوهرشاد بیګم ، ملکه ثریا ، عایشه دراني ، بېبي مریم ،اناهیتا راتب زاد ،  معصومه عصمتی ،)  دنامو نه یادونه وکړو ، هغه فلمونه او شاهکاری او سریالونه چی زموږ تلویزیونونه د غربی ښځو او فرنوګرافۍ او لوڅو میرمنو او د ښکلا د نمایشاتو نه پرده پورته کوی زموږ د خلکو له پاره زهر قاتل او نادرست دی ، موږ حق لرو د امریکا او اورپا د قهرمانو او نابغه او انسان دوستو ښځو نه خبر شو او هغوی وپیژنو او کارنامی ېې ولونو،موږ په خپلو ښځو د ځانه ( خاص ) نامونه ایښي دي او یوه د ( کنیزه ، مزدوره ، داولادو مور ، عیال ، دزامنو مور ، کډه ، ارتینه ، دوړو مور ) او ډیرنور تاسې ور علاوه کړۍ ، ایښي دي ، او له پیدایښته څخه مو د انسانیت له دورې او مساوی الحقوقه انسان څخه محرومه کړې دي، د لومړي ځل له پاره ( سردار محمد داود خان خپلې ښځی ته د همسر لقب یا نوم ورکړو او د همسر په نامه ېې یاده کړه ) چی ډیره لویه معني او لوی اهمیت لری  زموږ ښځی باید په خپله ځانونه د عزت او عفت خاوندانی کړي او دتل له پاره آزادی تر لاسه کړي او اولین کار ېې باید د اتم د مارچ له لمانځلو دغوندې نه وروسته ( روی لوچي وی)  ، او ټولې میرمنی چی د اتم د مارچ غونډې ته را غلې دی ، باید  خپل تکري یا دستمالونه په چوکیو ریس جمهور اشرف غنی ته پریږدي او اعلان د مخ لوڅ والي وکړي ((  مخ لوڅوالۍ ډیر څه ښځو ته ور په نصیب کوي ، لکه مساویتوب دنارینه سره ، شهامت او غیرت ، انسانی تفرقه له منځه وړل ، دنرانو سره بیدون له شرمه یا خجالته په زغرده خبری او مجلس کول ، په ټولنه کې تحقیر او توهین ورته نه کتل کیدل ،دیوه متمدنه او مترقی انسان په حیث ځان ته حیثیت قایلیدل ، د سپینو کفترو په منځ کی توره او یا رنګه نه معلومیدل ، یعنی په اجتماع کی بیرقی ځان په جیوال یا چادری کی یا ډیره تیاره یا تور حجاب کی لکه د ګادۍ آس شودل ، دهر چا توجه ځانو ته ور ګرزول ، خوکه روی لوچه وی هیڅوک به نور د اذیت او آزار سبب هم نه کیژي ))  ؟؟؟؟ زموږ د ملانو ، آخوندانو ، سپین ګیرو او با شخصیته کسانو استدلال تل داوو چی ښځه باید سیواد ونه لری او تل تر تله میړه ته احتیاج وی نه ماشوم ته څه ورزده کړي ، نه ډاکتر ته ، نه دواخانی ته ، نه مکتب ته ، نه مدرسې ته ، نه فابریکی ته ، نه زراعت ته ، نه صنعت ته ، خلاصه یوه کار ته لاړه نه شی او بیګانه ونه وینی او همیشه لکه تړلي آس د یوه حیوان په شکل په کور کی د څلورو دیوالو تر منځ محاصره وی ، ډوډۍ پخه کړي ، ماشوم لوی کړي ، دماشوم چټلي ومینځي ، مال یا حیواناتو ته واښه را وړي ، غجل پاک کړي ، کناراب پاک کړي ، تندور واچوی او د دودو په لوخړو کی ډوډۍ پخه کړي ،د پټی نه واښه را وړې ، توت ټول کړي ، خوشایه چاپکي کړي ، غولی او د کوټو دیوالونه ومینځي یا کاګل کړي ، د غرو نه لرګي او بوټي را وړي او د شپی له خوانه د خولو نه ډکه دمیړه سره ویده شي آیا دا د ښځی حقوق دی یا ښځې ته احترام دی که ښځه دیوه حیوان په شکل استعمالیژي او وهل کیژي ، پزه ، غوږونه او ژبه ېې غوڅیژي ؟؟؟؟
زموږ افغانان همدا نن هم په متمدنه نړۍ کی لکه امریکا ، اورپا ، آسترالیا ویا کاناډا کې وادونه ، شرینی خوري او تخت جمعی اکثرا جدا ویا علیحده لمانځي ، عجب احترام یا عجب انصاف دی ، دا څنګه روشنفکران دی ، دا څنګه خلق دی چی خپلو ښځو ته احترام قایل نه دی ، ، وای ولی بیګانه خلک ددوی ښځي وویني یا ورته وګوري ، آیا ټول سکس په لیدو یا سترګو کی دی ، که ښځه وپوهیژي چي همسر ېې ورته احترام لری ، او ورباندې ګرانه ده نو هیڅکله به پردی سړی ته سترګک ونه وهی ؟؟؟ مهمه او د یادولو خبره داده چی ولی تر ننه زموږ علمای کرامو ، مذهبیونو ، دانشمندانو ، فلاسفه وو ، اکادیمیسینانو ، د تاریخ په اوږدو کی مخصوصا په ۲۵ کالو د موجودیت د مجاهدینو او طالبانوکې د تاریخی او اجتماعی لحاضه و نه شوای کولای چی د تبعیض او افراط او تفریطه او ښځو ته تل په بده سترګه کتلو یوې داسې علمی او منطقی فیصلی ته ونه رسیدل چې د ښځو حقوق باید دنرانو سره مساوی شی ،آیا نقص په خلکو کې دی که نقص په اسلام کی دی ، که په اسلام کی دی خو راشي د ( مصر ، سورېې ، الجزایر ، مالیزیا ، اندونیزیا ، تاجکستان ، تاتاریستان ، چیچین ، انګوشیتی ، ازبکستان ، ترکمنستان ، آذرباییجان ، لبنان ، فلسطین ، مراکش ) او نورو مسلمانو هیوادو ښځو ته ځیر شی مخصوصا په اماراتو متحده عربی کی ، د ښځو آزادی ووینی، ، او د ظاهر شاه ، داودخان ، دخلق اوپرچم دوختو د ښځو آزادی ولی نه ورکول کیژي ؟؟؟زما په نظر چی نن ېې وخت را رسیدلی چې زموږ ښځی یو فکري انقلاب تر سره کړي او په دی کی هیڅ عیب او شرم نشته او هیڅوک ورسره مخالفت ونه کړي ؟؟؟؟؟؟