جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

دخوارملا آذان واورئ

آلله اکبرـ آلله اکبر

ای دمظلوم اوکړیدلي هیواد خونړي افغانستان درنو،درنوعالمانو،پوهانو،شمله ورومشرانواوباتوروکشرانو،خویندواووروڼواســـــلام علیکم ورحمته الله وبرکاته اما بعد!

په کلو اوبانډوکې داخبره عامه اودژبوپه سرده چې دخوار ملا آذان څوک نه اوري.خودغټوږیرواوډبلو پګړیوسمیع الحق ناحق اوفضل الرحمان نارحمان اودهغو په څیردانسانیت اواسلامیت ضد غټ خیټوملایانودمسلمان اوافغان وژنې کفري فتواوې دتورپنجاب له منبرونوصادرې اودادی زموږ دجنتي وطن څخه یې توردوزخ جوړکړی دی ښکلی کابل په وینورنګ اودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دوینوویالې بهیږي .په عامواوخاصو ولسونوخویندو،میندو،پلرونو،ماشومانواوځوانانوخپل کلۍ اوکور اور اوتنور ګرځیدلی دی.ویر دی،ژړا اوواویلا اوزړه بوږنوونکي چیغي دي دځمکې اوهواڅخه دوینواوباروتوګډ بوی پورته کیږي.

نوځکه په زغرده وایم چې زما دخوار ملا اذان اودزړه کړیکي ته غوږشئ:

ای دخواراوزاروطن خواروزاروهیوادوالو!

سیا اوای،اس ،اې دیوي منحوسي اوپردۍ سیکې دوه مخونه دي چې د دوی دسیکواودسیسوپه وسیله موږمسلمان افغانان په ستر ناورین اوویرجن ناتاراخته یود سیا ډالرواودای،اس،ای کلداروزموږګلالی وطن ټوټه،ټوټه اوولس په سرو وینو کې لاهوکړی دی اوپه دغونغدو،چغدویې هم پرون وطن پلورونکي روزلي اوپیرلي دي اوهم یې نـن طالب اوداعش د دغوبنډلو،بنډلوډالرواوکلداروپه زورافغان وژنې اووطن ورانونې په ابلیسانه اواستکباري دسیسه رامنځته کړی اودخپلوښکیلاکي سترونقشواوموخولپاره یې خونړۍ چاړې ،بمي واسکټونه اوبمي ټانکرونه دهغو په واک کې ورکړي اودشرغوبل ناپایه سریال دسپیني ماڼۍ اوکریملین ماڼۍ فرعونانودتهران بې ضمیره اخوندانواودتورپنجاب بې غیرته دهیرا رنډیوحرامونوڅارګروپوځیانوته په زړه پوري نـنداره اوتماشاده چې ۴۰ کاله څه چې لانوربه څوکاله روانه وي.

دخوار ملا دزړه کړیکي ته غوږشئ:

ع اوغ هم دیوي بلې کیري سیکې دکېردوه مخونه دي چې پوره درې کاله دسرپرستانوپه چنووهلواورسۍ کشولوبوخت دي یوتسبیح په لاس پګړۍ پرسراوبل په دیرش زریزه ډالري دریشۍ اوالماسي ګړۍ اومدرنه نکټایې کې دیواوبل دسلامت اوملامت په لیکچرونوبوخت دي که دارګ اوسپیدارماڼیوپه چم ګاونډکې دمور بم ټانکري خوربم چوي اوپه سلګونو،سلګونونارینه اوښځینه هیوادوال ځوانان اوماشومان پخپلو وینو کې رغړیږي خو دوی په مبتذلوویناوود ولس په سترګو کې خاوري شیندي اوویاړي چې دع اوغ اولادونه اود ډبل ع ډبل میرمنې په ډیلي،پاریس اومریم جان اوطارق جان په امریکا کې استوګن دي که ټول کابل اووطن اور واخلي خو دوی هغه مرغاوي دي چې اوبه یې تر خنګروپوري رسي.

دخوارملا دزړه چیغه واوری:

ای دافغان مستضعفه اودرپه درباتورولسه!

دهیواد ټولودیني عالمانوته قرآن مجید په سراوخپله خواره لمن غوړوم اوزما سپین زړي اومخلص وړاندیز ته دعمل جامه ورواغوندی اوهغه داچې:

افغان ستر اوویاړلی امپراتوراعلیحظرت احمدشاه بابا دشیر سرخ په جرګه کې دملنګ صابرشاه په وساطت دغنم دوږي په وسیله بریمن اوویاړن پاچا شوهغه افغان اتل چې فارس اوهند یې تر نګین لاندې و.

دهغه یوه ستره کارنامه دهغه مهال دبدخشان دځایې واکمن څخه دحضرت محمد(ص) دمبارکې خرقې ترلاسه کول اوکدهار ته رالیږدول و.هغه مبارکه خرقه چې دبدخشان مرکز دهغه په برکت دپخواني نوم وګوزګون د پرځای دفیض آباد په نوم ونومول شواولوی کندهار داحمد شاه بابا پلازمېنه داشرف البلاد نوم خپل کړ.

دغه خرقه مبارکه په ټوله میلیاردي اسلامي نړۍ کې دحضرت رسول اکرم (ص) ځاني چپنه ده .اوله شک پرته تقدس اوتبارک هم لري.دهیواد داوسني سترخونړي بحران اوناپایه غمیزي ته دپای ټکي دایښودلولپاره وړاندیز کوم چې دهیواد د ۳۴ ولایتونوعالمان اومشران دی د سوله ییزي اسلامي جرګې په دود دخرقې مبارکې مزار ته ولاړشي اوداسلامي نړۍ ترټولونوموتی،نومیالی اودقرآن کریم دتلاوت په څونړیوالومسابقوکې لومړی درجه ګټونکی متدین اوفاضل قاري فضیلت مآب الحاج قاري صیب برکت الله سلیم په مبارکواوږو واچوي اودخرقي مبارکې دجامع جومات یوټوک قرآن عظیم الشان په غیږکې په اسلامي جسارت اواخوت دهیواد بیلابیلو سیموته دی سوله یېز،جرګه ییزحرکت پیل اورښتیني افغاني طالبانوته دی دقرآن مجید اوخرقي مبارکي په شفاعت دسولې اوپه افغانستان دامن اوټیکاودراوستلواواستحکام بلنه ورکړي داستحمار،استکباراوستعمارکفري اوشیطاني دسیسې ته دی دآبد لپاره دپای ټکی کیږدي.انشا آلله رښتیني افغان مسلمان طالبان اومتدین عالمان اووطنپال مشران به ټولي نړۍ ته دافغانانودجرګو،مرکوویاړلی بیرغ اوخپل اسلامي صلابت اوتاریخي وړتیا په ډاګه اواثبات کړي.

لویه خدایه !لویه خدایه!

افغان ولس درته لاسونه لپه نیولي ته پخپل کرم اومرحمت افغانانوته داخوت اوجوړجاړي توفیق اوبرکت ورکړه.آمین یارب العالمین

اکبري دروژې دمبارکې شپږمه دزیارت متبارکه ورځ

۱/۶/۲۰۱۷