جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

حساس پړاو تند غبرګون؛ د حمدالله محب خبرې به په سولې څه اغيز وکړي؟

په داسې حال کې په قطر کې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د پنځم پړاو خبرو شپاړس ورځنۍ غونډه پايته رسيدو د سولې په اړه د خلکو تر منځ د هيله مندۍ او اندېښنو څپې راپورته شوي؛ افغان حکومت بلاخره خپله اندېښنه ډاګيزه او د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ښاغلي حمدالله محب دغه اندېښنې رسنيزې کړې. تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ښاغلي حمدالله محب پر زلمي خليلزاد بې ساري او تندې نيوکې وکړې او نوموړی يې د افغانستان حکومت د «څنډې ته کولو» د «مشروعیت اخیستلو» او طالبانو ته په مشروعیت ورکولو تورن کړ.

که څه هم افغان چارواکو تر دې مخکې هم په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو په اړه یو ډول نارضایتي ښودلې، خو د یو لوړپوړي افغان چارواکي په توګه د حمد الله محب تازه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پر ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې له طالبانو سره د سولې خبرو مشري کوي ښکاره نيوکه او د سولې له روان بهیره د افغان حکومت ناخوښي په ګوته کوي.

د ښاغلي محب د څرګندونو په اړه که څه هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تند غبرګون ښودلی او پر خليلزاد د محب لفظي بريد يې د امريکا پر بهرنيو چارو وزارت بريد بللی؛ خو دلته په کور دننه هم د ښاغلي محب څرګندونو په اړه بېلابېل غبرګونونه شته. ځينې خلک د ملي امنيت د شورا سلاکار وروستۍ څرګندونې د افغان حکومت او امريکا تر منځ د نظر د اختلاف په توګه تحليلوي، ځينې يې د سولې د روانو هڅو د تخريب په مانا بولي او ځينې يې بيا دا احساساتي بولي. خو پوښتنه دا ده چې ښاغلي محب ولې په حساس وخت کې تندې نيوکې وکړې او آيا د کابل او واشنګټن پر اړيکو او د سولې په روانو خبرو به اغيز وکړي يا نه؟

د سولې په پروسې اغيز

ښاغلی حمدالله محب يو پوه، ځوان او وطنپرسته شخصيت دی، په وطن او خلکو يې زړه درديږي او په دې کې هم شک نه شته چې يادې څرګندونې يې هم د سولې د روان بهير د ګونګتيا او د افغان حکومت په جريان کې نه اچولو له امله کړې دي. خو د يو سياسمتدار او تجربه لرونکي ديپلومات په توګه په اوسني حساس پړاو کې پر امریکا نيوکې او پر وړاندې يې انتقادي دريځ نيول د افغانستان د سولې روان بهير له ستونزو سره مخ کولی شي.

ښاغلي محب د دې پر ځای چې پر خليلزاد مستقيم نيوکه وکړي؛ ښه به دا وه چې د ډيپلوماسۍ له لارې يې امريکا دېته قانع کړې وای چې د يو مشروع دولت په توګه چې ټولې نړۍ په رسميت پيژندلی؛ بايد د افغان دولت خپلواکۍ او ارادې ته درناوی وکړي او له طالبانو سره د ترسره شویو خبرو جزیات له حکومت سره شریک کړي. حمدالله محب دا وړتيا لري چې امريکا ته يې د ډيپلوماټیکو چينلونو له لارې دا پيغام رسولی وای چې افغانان موقت حکومت نه غواړي.

ولسمشر غني په بار بار تاکيد کړی چې نه بايد د سولې په روانو خبرو کې د ډاکټر نجيب الله د وخت تېروتنې تکرار شي، باتدبيره او دايمي سوله غواړي. خو په اوسني حساس پړاو کې پر امريکا چې له طالبانو سره د سولې د خبرو يو اړخ دی؛ تندې نيوکې پخپله حالات خود به خود د ډاکټر نجيب الله د وخت هغې ته برابروي.

ځکه چې د افغان دولت تر ټولو لوی ملاتړی هيواد د امريکا متحده ایالتونه دي چې له يوې خوا د سولې خبرې یې تقريباً د بريا تر کچې رسولي او له بلې خوا د افغان حکومت مالي ملاتړ کوي. که چيري د امريکا او افغان دولت اړيکې ترخې شي نو قوي احتمال شته چې امريکا به په افغانستان خپلې مالي مرستې بندې کړي او تر څنګ به يې د سولې روانې خبرې په نيمايې کې پريږدي.

همداراز د افغان حکومت ډيری سياسي مخالفان هم له امريکا له ډاره د حکومت پر وړاندې موقف نه نيسي. ښه بېلګه يې د بلخ د پخواني والي استاد عطامحمد نور څرګندونې يادولی شو چې ويلي و؛ که د بهرنيانو (امریکا) مداخله نه وي نو ارګ به په درې ورځو کې ونيسي. همداسې ډيری سرسخته مخالفان د امريکا له ډاره د حکومت په مقابل کې دريدلی نشي. خو کله چې د امريکا او افغان دولت اړيکې ترينګلې او افغان حکومت سياسيونو ته يواځې پاتې شي نو پخپله به د ډاکټر نجيب الله د وخت شرايط برابر او افغان حکومت به د سياسيونو په لاس سقوط وکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي