رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

«
»

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا

په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر، ګډوډۍ او په جګړو کې د ښکېلو کورنيو له ژورو کړاوونو سره تړلې دي. خو د جګړو په بهير کې ستره غمیزه بيا د سرتېرو ورک کېدل دي ، دا هغه درد دی چې تر ټولو اوږد، تر ټولو مبهم او تر ټولو سوزوونکی اغېز ښندي. د ورک شوي سرتېري د کورنۍ ژوند د یوې داسې کړۍ په څېر کېږي چې نه ختمېدونکی انتظار، هیلې، نا هیلی، او د څو ثانیو خبر ته کلونه کلونه سترګې په لاره کېدل پکې شامل وي. د داسې کورنیو لپاره تر ټولو سخته ضربه دا ده چې نه د مرګ یقین شته او نه د ژوند نښه، نه د قبر ځای معلوم دی او نه د برخلیک څرک.

په نړۍ کې د بېلابېلو جګړو اوږد تاریخ د سلګونو زرو داسې کورنیو شاهد دی چې خپلوان یې د جګړو په ډګر کې ورک شوي دي.

 د افغانستان د جګړو په اوږدو کې زرګونه افغانان داسې ورک اعلان شول چې هېڅکله یې برخلیک روښانه نه شو. ډېر یې په لرې پرتو سیمو کې د جګړې په دوړو کې ورک شول، ځینې یې په اسارت کې مړه شول او د ځینو جسدونه هېڅکله هم پیدا نه شول. تر ننه هم د افغانستان جګړه د سلګونو کورنیو لپاره د ورک عزیزانو د ناڅرګند برخلیک د درد یو ژوندی یاد دی.

په عراق کې د ۲۰۰۳ وروسته جګړې هم د ورک شویو کسانو اوږده لړۍ پرېښوده. د سختو جګړو، بمباریو او مذهبي تاوتریخوالي په منځ کې زرګونه سرتېري  داسې ورک شول چې اسناد، شواهد یا جسدونه یې هېڅ نه دي موندل شوي.

د جګړې د ماهیت له امله، ورک کېدل تل د جګړې یوه طبیعي خو دردناکه پایله ده. د جګړې په منځ کې د سرتېرو د ورک کېدو لاملونه ګڼ دي: د جګړې شدت، د جسد د لېږد نه امکان، د سیمې سقوط، اسارت، یا د جګړې په میدان کې د اسنادو له منځه تګ.

په ډېرو هېوادونو کې د ورک سرتېرو لټون یو اوږد، ګران او ځینې وخت ناکامه چاره وي. د هغو کورنیو لپاره چې عزیزان یې ورک وي، تر ټولو سخته دا ده چې د نوم، سیمې یا جسد د نه‌موندلو له امله نه د ماتم دروازه بندېږي او نه د هيلو څراغ مړکېږي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو کې هم د لادرکه پوځیانو د کورنیو ستونزې یوازې څو ځانګړې او ګوتو په شمار پېښې نه دي، بلکې یو ژور، پراخ او هراړخیز انساني بحران دی. دغه کورنۍ له رواني، حقوقي، اقتصادي او ټولنیزو فشارونو سره داسې لاس و ګرېوان دي چې ډېری وخت یې درد د هغو کسانو له غم څخه هم زیات وي چې د خپل عزیز د مرګ رسمي خبر ورته رسېدلی وي. د دې ټولو تر ټولو دروند اړخ د نامعلوم برخلیک عذاب دی. خپلوان یې د میاشتو او کلونو لپاره نه پوهېږي چې عزیزان یې ژوندی دي، ټپيان دي، په بند کې دي او که وژل شوي. دا اوږدمهاله بې‌خبري انسان د تلپاتې انتظار په داسې کړکېچ کې ایساروي چې د ذهن ارام، د کور سکون او د ژوند نظم له منځه وړي.

په نړيوالو رسنيو کې د اوکراين د سمندري ځواکونو د ۳۷مې سمندري لوا په اړه تفصيلي راپور يو ځل بيا د نړۍ د بشري حقونو د سازمانونو توجه په جګړو کې ورک شويو سرتېرو ته اوښتې ده چې ډېر خواشينونکی ښکاري. د اوکرايني سرتېرو ډېری کورنۍ د هیلې او ناهیلي تر منځ ژوند کوي؛ هره ورځ له  هره ځایه د خبر په تمه وي او هره شپه د سوچونو په طوفان کې ويده کېږي. د لېوا د قوماندانۍ او دولتي ادارو له خوا د معلوماتو نشتوالی، ځنډ او بې‌پروايي د دوی اندېښنه او غوسه نوره هم زیاتوي. ډېری کورنۍ وایي چې له چارواکو سره اړیکه جوړول ستونزمن دي، ځینې اسناد ورک یا بې‌خبرو کسانو ته سپارل کېږي، پلټنې بې‌نتیجې پاتې کېږي او چارواکي له کړنو ښکاري چې دوی له دې سترو اندېښنو سره څومره سطحي چلند کېږي . همدا بې‌باوري د دې لامل شوې چې کورنۍ په ټولنیزو شبکو کې ګروپونه او اکاونټونه جوړ کړي، د خپلو لادرکه عزیزانو د لټون په اړه معلومات شریک کړي، یو بل ته قانوني لارښوونې وکړي او هغه مسوولیتونه چې بايد حکومت پرغاړه اخيستی وای په خپله پرغاړه واخلي.

اقتصادي ستونزې د دې کړکېچ بل دروند اړخ دی. ډېری کورنۍ خپل نفقه ګټونکي له لاسه ورکوي او له اقتصادي لحاظه په لا کمزوري حالت کې پاتې کېږي. له دې سره د مرستو ترلاسه کول له لا نورو ستونزو او پيچيلتياوو سره مخ کوي. اداري اوږدې پروسې ډېرې مغلقې او پېچلې دي. مرستې ځنډېږي، اسناد ردېږي او يا ورک کېږي، او کورنۍ مجبوره کېږي وکیلان وګماري، چې مصارف یې د هغو مکافاتو نه پورته وي چې دوی یې ترلاسه کوي. کله ناکله خو ان داسې ښکاري چې قانوني پروسه د خلکو د ملاتړ لپاره نه، بلکې د هغوی د ستړیا لپاره جوړه شوې وي.

د جګړې په نږدې څلور کلونو کې حکومت ، د لادرکه پوځیانو د وضعیت د تثبیت، د اسيرانو د تبادلې، د لټون د شفاف بهیر، او د کورنیو د مالي حقونو د منظمولو لپاره لازم ګامونه نه دي پورته کړي. د دې بې‌پروایۍ پایله یوازې اداري ګډوډي نه ده، بلکې په خلکو کې هغه ژور درد دی چې د دولت او ولس تر منځ واټن ورځ تر بلې پراخوي.

همدا بې‌باوري او د ورک شويو سرتېرو د کورنيو ستړیا ورو ورو په یوه ګډ حرکت بدل شوې ده. د کییف او اوډیسا وروستيو لاریونونو ثابته کړه چې د لادرکه کسانو کورنۍ نور د چوپ کېناستو توان نه لري. د خلکو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او دا څرګنده شوې چې که حکومت ژر، روښانه او عملي ګامونه وانخلي، نو د یو سخت داخلي کړکېچ د رامنځته کېدو امکان ډېر لوړ دی. د دغو کورنیو درد یوازې شخصي غم نه دی؛ دا د ټولې ټولنې د ثبات، باور او راتلونکي لپاره یو خطرناک زنګ دی. تر هغه وخته چې حکومت د لادرکه پوځیانو د برخلیک، د کورنیو د حقونو او د مرستو د مدیریت لپاره عادلانه او انسان محوره تګلارې جوړې نه کړي، د خلکو غږ به لا پسې لوړ شي او د ټولنې دننه درز به خطرناک ژور شي.

پايله دا چې ورک شوي سرتېري د جګړې تر ټولو دردناکه او اوږدمهاله پېښه ده. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د جګړو له پای ته رسېدو کلونه وروسته هم کورنۍ لا د خپل عزیز د برخلیک په تمه پاتې وي. تر هغه چې حکومتونه، نړیوال سازمانونه او جګړه‌ اړخونه په ګډه د لټون منظم، شفاف او انساني میکانیزمونه جوړ نه کړي، د ورک شویو سرتېرو موضوع به د نړۍ په حافظه کې د نه ختمېدونکي درد په توګه پاتې شي.