انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

«
»

جنګ های داخلي افغانستان یا د افغانستان کورنۍ جګړې

د ښاغلي جنرال سید عبدالقدوس سید د نوي چاپ شوي اثر په تړاو یو څو لنډې خبرې:

(جنګ های داخلي افغانستان یا د افغانستان کورنۍ جګړې) کتاب هغه تاریخي، مهم، اغیزمن او ارزښتمن اثر دی، چې د یوه زړه سواند، میړني، غښتلي  پوځي شخصیت  ښاغلي جنرال سید عبدالقدوس (سید) پر ځواکمن او اوچت قلم لیکل شوی دی.

دا سیاسي-تاریخي ارزښتمن اثر د کابل ښار د جګړو  او د افغانستان د کورنیو جګړو په تړاو د یو لړ لیدتوګي او نظریاتو او څیړنو ټولګه ده. دا کتاب د افغانستان د کورنیو جګړو او پر (۱۳۷۱-۱۳۷۵)لمریز کلونو کې د مجاهدینو او شمالي ملېشو تر منځ د جګړو یو روښانه انځور او بیا هغه پېښې چې پر (۱۳۸۰) لمریز کال کې د  امریکايي یرغل پر مهال د طالبانو د اسلامي امارت د نسکورېدو پر مهال رامنځته شوې وې لیکل شوی دی.

 دا اثر په دوو برخو کې ترتیب شوی دی. لومړۍ برخه د کابل جنګونه، درویشت څپرکي لري او دویمه برخه کورني جنګونه دي چې یو څلویښت څپرکي لري. دا کتاب د لیکوال له سریزې سره ټولټال (۷۴۴) مخونه لري په جرمني هیواد كې د تاریخ او سیاست مینه والو او څیړونکو ته په ښکلي ډیزاین او صحافت سره چمتو او چاپ شوی دی.

که چېرې د افغانستان تاریخ په غور سره ولولو، زموږ د هیواد ټول تاریخ له جګړو، بربادی او تاوتریخوالو ډک دی. او تل په بیلابیلو پلمو کورنۍ ارتجاع، استبداد او بهرني استعمار د خپلو ناوړو اهدافو او ګټو لپاره د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې د لوټمارو،  تالنګرو، ظالمانو او زور واکو له خوا زموږ د ګران هیواد پر میړنیو، غیرتي او زیارکښو خلکو باندې جنګ ورتپل شوی دی، او زموږ توریالي خلک یې د خپلواکۍ، د خاورې بشپړتیا او د ملي حاکمیت د ساتلو لپاره جګړې ته اړ کړې دي.

د مجاهدينو په نامه د يو شمېر اسلامي ګوندونو او تنظيمونو ترمنځ خپل منځي جګړه د کابل او نورو ولايتونو د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو خونړۍ، تر ټولو ويجاړونکې او غمجنه جګړه  وه چې د هیواد په تاریخ کې یې ساری نه شته.

د افغانستان کورنۍ جګړې  اثر مهم، سیاسي – تاریخي اثر دی چې په ښکلي او روانو ادبیاتو سره لیکل شوی دی، او د جهادي تنظیمونو د اسلامي رژیم د ویجاړونکو پیښو په اړه کره او منطقي تحلیلونه لري.د دې تاریخي او مهم اثر په چمتو کولو کې، څرګندیږي چې لیکوال هر ځای ته د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره تللی او د دغو خونړیو او ویرونکو پیښو کتونکی او شاهد هم دی او د خپل ځواکمن قلم له لارې د  پیښو او حوادثو  د لیکلو لپاره، په زړه ورتیا سره د جګړې ډګر ته هم تللی دی. د بېلابېلو پېښو د ابعادو په څېړلو سره، چې ده پخپله هم ليدلي او يا يې د بېلابېلو خلکو له سترګو، د جګړې د صحنو د عيني شاهدانو او يا د نړيوالې ټولنې د راپورونو او مستندو اسنادو په رڼا کې د دې جګړې روښانه او تياره کونجونه څېړلي دي. زړه ورتیا او د جګړې د واقعیتونو  او حقیقتونو څرګندول د دې اثرمهمه ځانګړتیا ده. د دې کتاب یوه مهمه او غوره ځانګړتیا په دې که ده، چې لیکوال د حقایقو او حقیقتونو په کرښه کې د جګړې ټول اړخونه په ماهرانه او صادقانه توګه تشریح کوي، او د جنګ د غندلو لپاره او د جګړې او جنګ غوښتونکو د رښتیني انځور په وړاندې کولو او د جګړې پر ضد مبارزه کړې ده. په دې اثر کې د داوود خان د واکمنۍ له دورې او د مجاهدینو د واکمنۍ له پای ته رسېدو او د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کېدو پورې د روسانو له پوځي یرغل څخه د جګړو لاملونه او د هغوی خونړۍ پایلې څېړل شوې دي او د هغو پېښو، حقایقو او حوادثو په تړاو څېړنه او نیوکې شوې دي،او په خپل کتاب کې يې د هېواد پېښې د يوې بشپړې آيینې په څېر د خلکو او لوستونکو د سترګو پر وړاندې ایښې دي. لیکوال خپله دنده په علمي ډول او د واقعیت پر بنسټ ترسره کړې ده. دا اثر یو تحلیلي او څېړنیز اثر دی او پیښې د تاریخ د علمي اصولو سره سم ارزول شوې دي. نوموړی اثر یوازې د پیښو او د حوادثو د لیکلو ثبتول نه دي. لیکوال پخپله د ډیرو پیښو عیني شاهد دی او په خپل کارنامو کې ګډون لري. کتاب د لاسته راوړنو تشریح ته وقف شوی نه دی، بلکې هغه د واکمنانو له ویرې پرته پیښې، حوادث او واقعیتونه په بېلابېلو ابعادو کې بیانوي. لیکوال د پوځي چارو کار پوه دی. خپلې زده کړې یې د کابل، د هند او د شوروي اتحاد په پوځي پوهنتونونو کې بشپړې کړې دي. نوموړی د افغاني پوځ په بېلابېلو برخو کې کاري تجربه لري، په نظامي مسلک کې کارپوه دی او د خپل هېواد خدمت ته ژمن دی. دی د وخت د دوو زبرځواکونو تر منځ د سياست او سړې جګړې له سياليو خبر دی، هغه د شلمې پیړۍ په پوځي تاریخي پیښو کې د یو کار پوه، تکړه او هڅاند لیکوال په توګه مهم رول لري. د لیکوال ځانګړتیاوې او د کتاب د پیښو تحلیل او تجزیه، اثر نور هم علمي او  او د منلو وړ ګرزوي.دی په پخواني دولت کې د یو سیاسي او نظامي جنرال په توګه په کار بوخت وو، او د کابل د ستراتیژیکو نقطو د ټولو جنګي رازونو او د ښکېلو ډلو له خوا د استعمال شویو وسلو د ډولونو او د هغوی د مقابلې د تاکتیکونو په اړه بشپړ او مستند معلومات لري. جنرال صاحب سید د ادب او فرهنګ مینه وال دی، له شعر او ادب سره ډېره مینه لري، له همدې امله یې دا اثر په روانه ژبه او په زړه پورې او زړه راښکونکي ادبیاتو د پوځي او سیاسي حالاتو په تفصیلي تحلیلونو او څېړنو لیکلی دی. نوموړي په هیواد کې کورنۍ جګړه او په تیره بیا په کابل کې د جګړې د پېښو د بیان لړۍ داسې انځور کړې ده، چې د هېواد په جګړه ییز ادب کې یې نوی فصل پرانیستی دی. ده هڅه کړیده، چې د واقعیتونو او د پوځي علومو د تیورۍ او عمل او د ریالیزم  او د جګړې ادبیاتو په رڼا کې د افغانستان خونړۍ او غمجنې جګړې ټولې برخې په ژوره توګه وڅېړي. 

جنرال سید هغه څوک دی، چې د بشر د تاریخ تراژیدي په ډیر زړه سواندی او دقت سره څرګندوي. د دښمنانو د سترګو پر وړاندې له حقیقت، رښتینولۍ او دقت څخه ډک د داسې اثر لیکل یو زړور او د سرښندنې کار دی او په همدې دک و دلیل او ثبوت د ده شخصیت په رښتیا سره چې د خورا ستاینې او درنښت وړ دی.

د کابل  ورانوونکي او  او تر ټولو غمجن جنګونه د افغانستان د شلمې پېړۍ تر ټولو خونړۍ او ویجاړونکې تراژیدي وه چې د وینو تویولو، ورانیو او تاوتریخوالو او د بیلابیلو کورنیو او بهرنیو ټولنیزو ستونزو او کړاوونو لړۍ یې تر نن ورځې پورې دوام لري. د مجاهیدینو او ملیشو د خپل منځي جګړو له امله د کابو دوه سوه زره بې ګناه هېوادوالو وژل، د کابل د ۷۰ تر ۹۰ سلنه مېشت ځایونو ویجاړول، د میلیونونو کسانو ټپي کیدل او معیوبېدل او د میلیونونو وګړو هجرت، د ملي شتمنیو لوټ او تالان، د جهادي او ملېشو له خوا د شتمنیو راټولول، د بشري حقونو چټکې سرغړونې، تیری، تروریزم، د مذهبي او توکمیز افراطیت وده د دې جګړې ښکاره او ناوړه پایلې دي.

د  افغانستان کورنی جګړې اثر او په تیره بیا د کابل جنګونو برخه ډیره مهمه او د پام وړ منځپانګه او موضاعات لري. په دې اثر کې د صحنو د شاهدانو کیسې، په جګړو کې د ښکیلو کسانو شهادتونه، اثار او اسناد په کورنۍ او نړیواله کچه چې خپاره شوې دي، انګیزې، لاملونه او د جګړې د ډلو ټپلو او قوماندانانو هویت، پیښې، د جګړې جریان او هغه ویجاړونکي اغیزې چې دې جګړې پریښې دي، په ډیرو په زړه پورې تعبیرونو او تفسیرونو کې لیکل شوي او د واقعیتونو رښتیني انځورونه وړاندې شوې دي.

د کتاب هر څپرکی د حقایقو مجموعه ده او د پرله پسې څیړنو او سپړنو څخه سرچینه اخلي، چې په منطقی، بې طرفه توګه او زړه ورتیا سره تحلیل او تشریح شوی دی. 

ليکوال د خپلو اثارو په ليکلو کې په زړه پورې لاره، سبک او طریقه غوره کړې ده، د ادبي دودونو او رياليزم ترکیب يې د ليکنې په ترڅ کې د پام وړ دی. 

نوموړي بډای او پیچلی کار  کړی دی. نظامي تیوري، ادبي ژانرونه، ریالیزم او طنز یې ټول سره ګډ کړې دي.

لیکوال په یو ځای کې د خپلو سترګو او تجربو یادونه کوي او ګذارش ترینه جوړوي، او په بل ځای کې د یوه مسلکي پوځي په توګه د جګړې ډګرونه بیانوي،  او همداسې د یادونو  او خاطرو د لیکلو طریقې یې هم بیان کړي دي، او د یو پوځي کار پوه په توګه یې د جګړې پېښې، بدمرغۍ او ناخوالې انځور کړې دي. د یادونو بیان، لیدونه، د جګړې د کمپاینونو توضیحات دومره الهام بخښونکي او دردناک دي چې د هر با احساسه انسان  ذهن او روان راپاروي.

د کتاب ژبه ساده، فصیح او زړه راښکونکې ده. د نوښت ځواک، د فکر او لید توګي بډایتوب ډیر په زړه پورې دي. لیکوال د پیچلو او ګونګو څرګندونو سره معامله نه کوي، ده ادبي کلمو او اصطلاحاتو او د نظامي علومو اصطلاحاتو ته په لیکلو کې ځانګړې پاملرنه کړې ده.

د کتاب ځانګړې موضوع د جګړې مسله ده، جګړه او د هغې ناوړه پايلې، وژنې، تباهي او بربادي ده، د جنایت کارانو او جنګیالیو د ناولو څېرو معرفي کول دي. د کتاب زیاتره برخه د کابل د جګړې په اړه توضیحات ورکوي. لیکوال هڅه کړې ده چې خپل لید توګي په بې طرفانه توګه او پرته له سپکاوي او قومي، سیاسي، سمتي او مذهبي تعصبونو بیان کړي.

لیکوال خپل قلم د یوې ځانګړې ډلې، قوم او مذهب د دفاع لپاره نه دی کارولئ، بلکې د ولس د دیني عقایدو، ملي ګټو، د جګړې په ډګرونو کې د نیول شویو هېوادوالو په ستونزو او کړاوونو کې خپل غږ  پورته کړی دی.

 او همداسې یې د ګاونډیو او  بهرنیو هېوادونو ښکاره مداخلې او د هغوی د جګړېز سیاستونه په تفصیل سره بیان کړې دي.

لنډه دا چې د دغو اوږدو خپل منځي جګړو له امله زموږ د لرغوني هیواد ټولې مادي او مدني سرچینې او زیرمې له منځه تللې دي او هیواد یې وران او په کنډواله بدل کړی دی. د دغو ټولو ناوړو او ورانوونکو غمیزو ترڅنګ د مهاجرت، کډوالۍ او پردیسۍ  ترخې، ځوریدلې او غملړلې شپې او ورځې هم د پام وړ دي، چې زموږ هیوادوال څو ځله ډله ییز مهاجرت ته اړ شوې دي او خپل ګران هیواد یې پریښی دی. له بده مرغه د مهاجرتونو دا بهیر لا روان دی او دا نه ده ښکاره چې کله به پای ته ورسي؟ 

ښاغلی جنرال سید عبدالقدوس سید یو له هغو  پتمنو ملي سټو،  وطنپالو او روڼاندو، مسلکي او نظامي څېړونکو، سیاستوالو او تکړه لیکوالو څخه دی، چې  د اوچت او ځواکمن  قلم خاوند دی. له تنکۍ ځوانۍ څخه د خپل هېواد او هېواد والو سره ژوره مینه لري او د پرمختگ او پتمن ژوند وژواک لپاره یې هلې ځلې کړې دي او د خپل اوچت قلم، توان، وړتیا او استعداد له لارې یې  زموږ د جګړه ځپلي، کړېدلي او ځورېدلي هېواد والو وطنپالنه، اتلولي او میړانه، د ټولنیز ژوند ستونزې او کړاوونه، رښتینې او عینې پېښې، د  خپل منخي جګړو رښتیني انځورونه او همداسې د افغانانو په منځ کې د یو شمیر نورو زړه  بوږنوونکو پیښو او حوادث او د لوټمارو او زور واکو ناولې، تورې او کرغیړنې څیرې په ډیره زړه ورتیا سره او په ډېر واقعبینانه توګه د شخصي ملاحظاتو، تعصباتو او احساساتو نه پرته په خپلو ګټورو او اغېزمنو اثارو کې  په ډېر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور کړیدي.

 ښاغلي جنرال صاحب سید خپل نوی چاپ شوی اثر چې (جنګ های داخلي افغانستان) نومېږي او په ډیر ښکلي ډیزاین او صحافت سره چاپ شوی دی، ماته له جرمني هیواد څخه په پوست کې پر خپل ځانکړي لګښت د هالند هیواد ته راولیژو.

زه له خپل ګران دوست جنرال صاحب سید څخه د زړه له کومې مننه کوم.

ما په ډېره مینه او لېوالتیا سره  دا ګټور او اغېزمن اثر ولوست. په رښتیا سره چې د ده دا ارزښتمن او مهم اثر د خورا ستاینې او درنښت وړ دی چې په څو واره لوستلو ارزي او د هر با احساسه او با درده وطنپال انسان په زړه، ذهني او رواني حالاتو کې ملي او وطني جذبې او ولولې را پاروي.

زه ښاغلي جنرال صاحب سیدعبدالقدوس سید ته د دغې ارزښتمن او ګټور اثر د چاپولو له وجې مبارکي وړاندې کوم. ده ته په دې غوړیدلي سیاسي، تاریخي، نظامي، ادبي او هنري بهیر کې بریاوې او بریالیتوبونه غواړم او د ده  دلا نورو اغیزمنو هستونو په هیله یم.

په ډېر درنښت، مینه او مننه: انجنیر عبدالقادر مسعود