اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

«
»

جان ضمیر شینواری څوک دی؟

تۀ شهـید او زۀ شهید یم ګناهګار پۀ مونږ کې څوک دی

تۀ مسلم ئې زۀ مـسلم یم دا کفار پۀ مونږ کې څوک دی

تۀ انـسان ئې زۀ انــــسان یم دواړه یو رقم غنم خورو

تۀ مـــــلا ئې زۀ مـلا یـــــم تـۀ فقیر ئې زۀ فقیر یم

د مینې او ولسي شاعر ښاغلي جان ضمیر شینواري اشعارو ته یوه لنډه کتنه:

تر هغه دمخه چې دښاغلې جان ضمیر شینواري د شاعرۍ په اړه خپل لیدلوری او نظر د هیوادوالو سر شریک کړم په لمړي سر کې په لنډ ډول د هغه د ژند لیک ته ستاسو پام راګرځوم ۰

ښاغلی جان ضمیر شینواری چې د فقیر شینواری په نامه شاعري او لیکوالي ئې هم کړېې دښاغلي عقل میر ځوی په کال ۱۹۷۷ م کې د ننګرهارولایت د دور بابا ولسوال د څڅوبي په کلي کې سترګې دونیا ته خلاصې کړې دي ۰څنګ چې د نوم څخه یې څرګندیږي په قوم شینواری اوزدکړې ئې د پاکستان خیبر ایجنسي باړه کې ترسره کړې دي۰

درې کاله کیږي چې شاعري ته ئې مخه کړېده کاراو زحمت یې د پلار نیکه د وخت څخه دترانسپورټ په برخه کې ازاد کار او شغل دې۰

په 2004 م کې عربي هیواد کویت ته سفر وکړ اوس هم هلته په کار او زحمت بوخت دی ۰

ومو ویل هغه شاعر دی هغه په هیواد کې تحمیل شوې جګړه او افغان وژنه غندي او دا کار د اسلام د اصولو خلاف او د پردو لمسه بولي هغه وایي:

تۀ شهید ئې زۀ شهید یم ګناهګار پۀ مونږ کې څوک دی؟

تۀ مسلم ئې زۀ مسلم یم دا کفار پۀ مونږ کې څوک دی؟

غــــــــټ سړي یو، واړۀ نۀ یو تۀ پوهیږې زۀ پوهیږم

یو بل ولې ســره وژنو خطاکار پۀ مونږ کې څوک دی؟

تـــــۀ طالب ئې زۀ عسکر یم زۀ افغان یم تۀ افغان ئې

تۀ هم پاک ئې زۀ هم پاک یم خیانتکار پۀ مونږ کې څوک دی؟

شینواری صیب په هیواد کې د کار خلکو سره د همغږۍ پالیسي ته په نقادانه ډول حقایقو ته ګوته نیسي او وائې:

چې دکار ســـړے پیـــــــدا شي ایسته ورک شي

پــۀ رڼا ورځې اغوا شـــــــــــي ایسته ورک شي

خدایه! ســــــتا نه مې افغـــــان پۀ سر ګیله ده

چې د خپل ولس خیرخوا شي ایسته ورک شي

شینواری صیب په نړیواله کچه د کرونا ویروس انساني ناورین ګڼي او پدې برخه کې وائې:

مـزه لاړه

مـزه لاړه بې خــــــوندي شــوه

چې دا څــــــنګه زنـــدګي شوه

پۀ مسجد کې دخـــول بند شو

د کــــرونـــــــا بنــــــدګي شوه

د یــــو بل نه کــــوو کـــــرکه

تلو راتلو کې پابـــــندي شــوه

شینواری صیب یو اجتماعي ریښتینی اوولسي شاعر دی چې ډیری اشعار یې په ښکلي انداز کمپوز شوي او خپله هم اګثرا په ژوندۍ بڼه د انتر نیت له لارې لایف راځي او د هیواد دځوانو شاعرانو په تشویق او معرفت کې ئې هلې ځلی د یادولو او ستاینې وړ ده ۰

شینواری صیب په خندا ځوښي او د مورکۍ دوعا پسې ګرځي چې لاندینۍ بیتونه یې ددې ادعا یوه ښکلې بیلګه ده:

لکــــه ادم غونــــدي حــوا پـــــــسې ډېر وګرځېدم

پښې تڼاکې شـــــوې پۀ تا پسې ډېر وګرځېدم

ما یو ازمون وکړو زۀ لاړم پښتنو سیـــــــمې ته

خــــــو ومې نۀ مونده موسکا پسې ډېر وګرځېدم

څۀ عجیبه وخت شو ودونه هم ماتم کښې تېر شي

پۀ اتڼــونو او خنـــــــدا پسې ډېــــــــــر وګرځېدم

نښتـــــــــر چـــینار دَ غرۀ لمنې ټول بارودو وسول

دَ شنـــــو باغونو پۀ ښکـــــــلا پسې ډېر وګرځېدم

تــــا بـــــــه چي ما فقیر ته وکړه نو قبوله به شوه

مــــــورجانې ځکــــه ستا دعا پسې ډېر وګرځېدم

د ښاغلي فقیر شینواري یا اوسنی جان ضمیر شینوار د شاعرۍ د ګلبڼ څخه د کلام څو بیلګې:

غزل

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ساده ساده لفظو کښې شاعري لیکم لګـــیا ېــــــــم

بدرنګ به دومره نه وي زۀ غمي لیکم لــــګــیا ېـــم

الهام چې کله راشي زر قلم ته لاس ورتېرکـــړم

چې بیا رانه هېر نشي سم دستي لیکم لګـــــیا ېم

په خیال کښې دلیلا چې کله لاړشمه مجــــنون شم

د هـر غزل پۀ بېت کښې بیا شوخي لیکم لــګیا ېم

منم دې ګران وطنه په ښایست کښې دې شک نشته

ښائیست دې په تاریخ کښې افغاني لیکم لګـیا ېم

دا چا وېل کم عقله چې په مینه کښې ګنـــــاه ده

زه مینه پۀ هر شعر کښې ثوابي لیکم لګـیا ېـم

ته ولیکه شراب او مېخانې زه به څۀ نه وېــــم

زه نن پکې فقیره ټول بنګړي لیکم لګیا ېــم

جان ضمیر شینواری

فِکر وړې یمه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

داچې قتــــــــــــــــلیږي لر او بَر ته فِکر وړی یمه

د شــــــرمخــــــــــانو داسې شَر ته فِکر وړی یمه

د پښتنو پۀ قـــتلِ عـــــــام دا سړې چپ ولې دې

دا بې خبــــــــــره خــــپل رهبر ته فِکر وړی یمه

پۀ هر چاودنه کې ټول عام ولس وګړي مړۀ وي

حیران ولاړ ، داســــــــې منظر ته فِکر وړې یمه

تنه مې یو ځای لاس مې بل ځای عجیبه قتل یم

دا چې جـــــدا پروت داسې سر ته فِکر وړی یمه

نه یې د سر نه یې د مال تضمین خوندي دی دلته

په بــــــــــل وطن پروت مهاجر ته فکر وړی یمه

څنګه شاعر شـــــو دا فقــــیر الهام د کومه اخلي

دغـــــــــــۀ تخـــــلیق داسې اثر ته فِکر وړی یمه

——————————————

جان ضمیر شینوارې

17- 9 – 2020

ما لیکلې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

که ټپــــــــــــه ده که سندره مې لیکلې

د هـــــر چــــا د زړۀ خبره مې لیکلې

زه به نه یم دا پــــــه یاد ساتئ ملګرو

په هر شـــــــــعر کې ملغلره مې لیکلې

خپله ژبه مـــــــــــورنۍ ځما پښتو ده

مقـــــــدسه ، معتـــــــــــبره مې لیکلې

د وطن د سولحې دومره هیله مند یم

د تورغر پۀ هر ډبــــــــــــره مې لیکلې

یا کفـــــــــن او یا وطن دامې ارزو ده

فقیر جانه په ککره مې لیــــــــــــکلې

—————————

جان ضمیر شینوارې

12 – 9 – 2020

غزل

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

باور اوکړه ګام په ګام زخمي زخمي دی

د وطن هـــــر یو اندام زخمي زخمي دی

سپارې پۀ اور کې سوي جمات ړنګ دی

پۀ محراب کې مې امام زخمي زخمي دی

اوس شها په بلۍ نه راڅرګندیږي

د دې پورې کلي بام زخمي زخمي دی

یوې پیغلې ځما شعر لوستو ژړل ئې

د فقیر د شعر الهام زڅمي زخمي دی

د پرهـــــــر نـــــــــه ئې تازه وینې بهیږي

د فقیر هر يو کلام زخمي زخمي دی

فقیر شینوارے

جان ضمیر

´´

هو زۀ خپل واک یم صیبه

پۀ وجــــود پاک یم صیبه

افغــــــانســـــتان یم منې؟

د جـــــنـت خاک یم صیبه

لۀ چانه کـــــم هــــم نه یم

ځانله یو ځواک یم صــیبه

دومـــــره ساده هـم نه یم

لږ لږ چــــــــالاک یم صیبه

لۀ چا نفـــــرت نــــــه کوم

زۀ مـــــــینه ناک یم صیبه

چې پۀ غُـــــــصه شم کله

بیا خطـــــر ناک یم صیبه

شیخ یم بنــــــګړي ماتوم

فقیــــــر بې باک یم صیبه

دا وه د ښاغلي جان ضمیر شینواري صیب د شاعرۍ په اړه لنډه یادونه باید یادونه وکړم چې د شینواري صیب یو شعري ټولګه چاپ ته اماده ده چې په نژدې راتلونکې کې به انشاالله د چاپه راووځي، شینواري صیب ته د ښه ژوند تر څنګ د لا بریاوو هیله کوم۰

په ډیره مینه

سمیع الدین افغاني

منشن ګلدبخ – جرمني

۱۹ – ۹ – ۲۰۲۰

م ۰ کال