خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

بې شرمه زور واکي او ړانده چارواکي

سيما سمر چيرته چکر وهي؟

افغانستان د نړۍ هغه هيواد دی چې هر ممکن په کې ناممکن او هر ناممکن په کې ممکن کيدلی شي. دلته وحشت د اوج له کرښې اوختی دی. دلته څو لنډغر د اسلام په نوم هغه بې دينۍ ترسره کوي چې حتا په کفر کې هم پرې لعنت ويل شوی دی. دلته د مسلمان د وينې تويولو لپاره د طالب، داعش او القاعده تر څنګ څو لنډغرو هم ملا تړلې ده. دلته جهاد د امتياز اخيستلو او زور ازمايلو وسيله ګرځيدلې ده. همدا تيره ورځ هم په ننګرهار ولايت ښيوې ولسوالۍ کې د پخواني تش په نوم جهادي قوماندان ګل کريم د يو ځايې اوسيدونکي سره هغه عمل کړی  دی چې قلم يې په ليکلو شرميږي. او که ونه ليکل شي نو دا د نوموړي مظلوم په حق کې به لويه جفا شوي وي.

په ياده سيمه کې د قوماندان ګل کریم کسانو ولسي خلکو ته سخته بې آبي وراړولې ده. په یوه ویډیو کې چې د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ده د یوې کورنۍ مېرمنې سخت فریاد کوي او وایي چې ډېر سخت ظلم ورباندې شوی دی او دا چې ولسمشرغني دې د هغوی د حال پوښتنه وکړي. د دغه کورنۍ مشر او د قرباني شويو انجونو پلار د دغه ظلم په مقابل کې د خپل غږ پورته کولو لپاره کابل ته راغلی دی او رسنيو ته يې پر کورنۍ د شوي تيري يادونه کړې ده. دی وايې چې د سيمه ايزو پوليسو يو قوماندان يې د يوې لور سره واده وکړ، کله چې ناوې وړي، نیمه شپه د نجلۍ ترور چې له ناوې سره وراباڼې تللې را ویښوي، وهي او ټکوي او بې ستره کوي یې. دغه زور واکی د نجلۍ ترور ته وایي چې ورېرې یې پېغلتوب له لاسه ورکړی دی. وروسته د واده زلمی خپل خسر او خواښې ته خبر ورکوي چې په چټکۍ سره شپه په شپه د هغه کور ته ځانونه ور ورسوي، او کله چې ور رسېږي هغوی هم بې ستره کوي. بیا د واده هلک د ناوې بله خور په زور له ځان سره بیایي او ځان ته یې نکاح کوي.

کيسه يې ډيره دردونکې ده، او دغه درد يې له نوموړي سره د ننګرهار امنيتي، قضايي او عدلي چارواکو او د سيما سمر د بشر حقونو تش په نوم کميسيون ډیر کړی دی. په دغه پيښه کې له ګل کريم او د هغوی له لنډغرو، د ننګرهار سيمه ايز چارواکي او د بشر حقونو کميسيون ډیر پړ دي. او دا ځکه چې په خپله د نادرخان (د قرباني کورنۍ مشر) وايې چې په ننګرهار کې يې امنيتي او قضايې ارګانونو ته ډيرې منډې ووهلي او له ده سره د عدالت غوښتنه يې وکړه خو د دې لپاره چې د نوموړی مقابل لوری سيمه ايز زور واکی دی؛ هيچا يې عرض وانخيستو. تر ټولو بده يې لا دا چې امنيتي چارواکو ورته ويلي چې ته يو غريب سړی يې ، پيسې نه لرې، کرار کېنه او خوله دې چوپه کړه. همداراز د سيما سمر د بشر حقونو کميسيون هم تر دا مهاله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ممکن د ښيوې ولسوالۍ ولسوال ، امنيه قوماندان او د ننګرهار والي د نادر خان غږ ځکه نه وي اوريدلی چې د قضيې مقابل لوری يو سيمه ايز زور واکی دی خو پوښتنه د بشر حقونو د کميسيون په نيت راپورته کيږي چې ولې يې دغې ستر ظلم ته غبرګون نه دی ښودلی؟ سيما سمر چې ولسمشر يې په نړيوالو ستيجونو په صفت کولو نه ستړی کيږي؛ ولې د نادر خان کورنۍ سره په ترسره شوي تيري سترګې پټوي؟ سمر چې ځان د بشر حقونو په برخه کې يوه نړيواله فعاله بولي ولې نادر خان دوه قرباني لوڼو سره د زور زياتي پوښتنه نه کوي؟ آيا د نادر خان لوڼې بشر نه دی؟ آيا د نادر خان کورنۍ سره ترسره شوی عمل د سيما سمر له عينکو ظلم نه ښکاري؟

خو دا چې ياده پيښه د هيواد په پښتون ميشته سيمه او د سيما سمر له ډلې پرته په بل سمت وګړو کې شوې ده نو سمر پرې خپلې سترګې پټې کړي دي. سيما د دې لپاره په ياده پيښه غوږونه کاڼه چې د نوموړې د قوم او سمت په سيمه کې نه ده ترسره شوې. سمر ته يوازې هغه بشري جنايت ښکاري د دې د ګروپ او پلويانو په سيمه کې شوی وي.

اوس که ولسمشر غني چې د کمپاين پر مهال يې د عدالت او برابرۍ چيغې وهلې؛ لږې هم خپلې ژمنې په يادې وي نو بايد د نادر خان پر ځای خپل ځان او د کورنۍ پر ځای يې خپل کورنۍ په نظر کې ونيسي او درد يې خپل درد وبولي او په تړاو يې د ننګرهار فاسد چارواکي، د بشر حقونو تش په نوم کميسون مشره او د ياد جنايت عاملين جدي تعقيب کړي او مجرمان د څرخي پله زندان ته ورسوي. که داسې ونه کړي نو نه به خدای، نه به د نادر خان کورنۍ او نه به نور ولس، ولسمشر غني وبخښي.

لیکنه : خوشحال آصفي