برخه لیک
د ادبیاتو پوهنځی مې لوستی و؛ خو د کیسو، ناولونو، او شعرونو سره مې له پخوا راهیسي پخه لیګیدله وه، زما او د دوي تر منځ به وخت ناوخت ادبي قافلې تلې راتلې. ادبي تنده مې هيڅ وخت ماته نشوه او ورځ تر بله نور هم تږی کیدم. زما او د ادبیاتو خو داسي وه تا به ویل چې مین او مینه سره هم دومره نژدی نه دې. زه شاعر، لیکوال، او نظم جوړونکي نه وم؛ خو په خپل شعري مزاج مې باور و. د فطري شاعرانو او لیکوالانو کیسې او شعرونه به مې د لوستلو په لومړي کتار کې ول، د دوي له شعرونو او کیسو به مې داسي خوند اخیسته لکه عاشق یې چې د معشوقې له دیداره اخلي. باطنی احساساتو او انګیرونو به کله کله دومره هم په عذابولم چې ان د ازموینې پر شپه به مې هم بي وزنه، بي ردیفه او بي قافیه کلامونه سره پييل. د خیال په دنیا کې ځان راته یو څه بریښيده؛ اما کله چې به مې د نورو پخو شاعرانو کلامونه لوستل نور به مې خپل کلمات له شرمه د کمپیوتر په سکرین هم نه کتل. د شاعرانو او لیکوالانو تر مخ نو بیا عادي لوستونکی هم نه وم ځکه د هغوي پر وړاندې لوستل هم راته ګران بریښيدل. شعر او کیسه به مې د زړه سترګو او دخیال په غوږو لوسته او اوریده. د پوهنتون له استاذانو به مې تیوریک درسونه ډیر بد ایشیدل، فقط هغه استاذان مې خوښیدل او درسونو کې به یې تل ناست وم چې شاعرانه مزاج یې درلود او یا به پياوړی لیکوالان ول. ما به کم کم نثر لیکه او بیا به مې مثبتو او تکړه ادیبانو سره شریکاوه، خدای تعالی دې دوي اباد لري، تل به یې هڅولم او آنګیزه به یې راکوله که څه هم زه پوهیدم چې زما لیکنه ادبي او ارزښتناکه نه وه؛ خو دوي به بیا بیا دقلم اخیستلو ځواک رابښه. د پایلو له معلومیدو به بریالی وم او اکثرا به مې نومرې کادري وي؛ خو دومره لوړې به نه وي له بل لوري به هغو ملګرو اکثرا ډيرې نومرې وړي وي چې نه به یې سټیج مخ ته یو منطقی او د تخصص اړوند عبارات لوستی او ویلی شو او نه به یو د مضمون او موضوع په اړه کم ترکمه دو دقیقه هراړخیزه خبرې کولي شوي. هغوي چې په عمل کې هیڅ نه لرل او نه به یې قلم پرته له درسي مضامینو ګرځيده تر اتیاوو فیصده اخیسته؛ خو برعکس هغوي چې لیکوالان او شاعران ول د فیصده کچه به یې د دوي څخه په ځینی مواردو کې ټيټه وه. اصل کې خو په دې راز پوه نه شوم چې ادبیات عمل غواړی که نظر؟ خو په هر حال یو زدکړیز بهیر و تیر شو. د دې بهیر تر پایه مې څو لنډې کیسې ګډوډې د کاغذ په سپينه سینه ولیکلي او نظمونه مې هم د کمپیوتر تر سکرینه ورسول؛ خو دا چې اوس فارغ یم، ملګري او کلیوال مې له چام او مالت راځي، مبارکۍ راکوي؛ خو ډیری یې بیا راته د کوژدې وایې! چې اوس خو فارغ شوي نو کوژده به کله کوي؟ نور بیا راته د دندې وایې چې څه به وکړم او دنده له کومه پیدا کړم؟ یو شمیر خو بیا راته د ډالری معاش وایي. اما زه نه پوهیږم چې دا ټول به څنګه شونی شي، ځکه له یوې خوا خو څوک نه پيژنم تر څو مې لااقل څوک ٫٫سی وی٬٬ (د مالوماتو پاڼه) ولولي او یا مې د کار ګمرنې تر مسوله ورسوي او له بلی لوري خو ان د جیب په جفرافیه کې مې کوم شین څڼور لوټ هم نه ښکاري؟
لیکوال: پوهیالی خلیل الله توحیدیار ساپي