دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

«
»

اصلاح له کوم ځایه پيلېږي؟

قاضی احمد مسلم

زیاتره بشري علوم د انسان له پیدایښت سره رامنځته شوي دي، لکه طب، فزیک، دینی علوم، سیاست، اقتصاد، ریاضی، هندسه، فلسفه، اخلاق، منطق او نور، خو د انسان دوه وروستي علوم د شلمې پېړۍ پیداوار دي، دا دوه علمه یو یې حفظ الصحه ده چې د انسان صحت په چاپېریال کې مطالعه کوي او بل یې سایکولوژي یا ارواپوهنه ده چې د انسان روان په چاپېریال کې مطالعه کوي. په خواشینۍ سره په دې دواړو برخو کې په هېواد کې ډېر کم کار شوی دی او زموږ ډېری خلک ورسره نااشنا دي.

په نوره نړۍ کې دغه دوه علمه د خلکو د ژوند پراخه برخه ګرځېدلي او د خپل ژوند چارې پرې تنظیموي او پرمخ یې وړي.

موږ ټولو ته څرګنده ده چې کله خلک په بنډار کې سره کېني، نو په دوه برخو کې ډېر بحثونه سره کوي، یو د سولې او جګړې په باره کې او بل دا چې ولې له نړۍ وروسته پاتې یو، ځواب څرګند دی او هغه دا، خپل مو چې څه زده وو هغه مو پرېښي او د نورو د بدیو او بدعملیو پېښې کوو او هغه څه چې د نورو ښېګڼې دي او باید له نورو یې زده کړو، هغه نه زده کوو.

تاسو وګورئ د یوه مسلمان په توګه زموږ دین د اخلاقو، ترحم، مهربانۍ، نرمۍ، تقوا، زهد، پرهېزګارۍ، صبر، زغم، له نورو سره د ښېګڼې، ځوانمردۍ، عزت، ابرو، غیرت، امر بالمعروف او نهی له منکر نه، بشر پالنې، حیوان پالنې او د نورو زرګونو ښېګڼو او سجایاوو دین دی، خو موږ د دې پرځای چې دا مسایل پخپل کتاب قرانکریم او د پیغمبر ص په ارشاداتو او کړنو کې ولټوو، ورځو د نورو ولسونو او غیرمسلمانو خلکو په کتابونو او کړنو کې لټوو.

د افغانستان په ښوونځيو کې د علومو تدریس دود دی، هنر، تکنالوژۍ او ډیزاین ته شا اړول شوې ده، نو دوی لپاره ستونزمنه ده چې له دغو علومو د خپل ژوند لپاره ګټه واخیستلای شي. دا په داسې حال کې ده، که په نوره نړۍ کې او په تېره جاپان او چین کې وګورو، نو لیدل کېږي چې نږدې ۸۷ سلنه خلک یې پخپلو کورونو کې کتابتونونه لري، ۴۳ سلنه خلک یې پخپلو کورونو کې ساینسي لابراتوارونه لري، ۷۱ سلنه خلک یې پخپلو کورونو کې د کمپیوټرونو، موبایلونو او نورو تخنیکي وسایلو په فېټېنګ یا تړلو لګیا دي، ۱۲ سلنه خلک یې په خیریه کارونو او امر بالمعروف بوخت دي او نور یې همداسې درواخله.

اوس نو راشئ زموږ ټولنه ورسره پرتله کړئ، ډېری خلک له نیکۍ سره رغبت نه لري او په شیطاني کارونو لګیا دي، اخلاص نه لیدل کېږي، د نورو په لار کې د خنډونو او ستونزو جوړول معمول ګرځېدلي، په کورونو کې د کتابتونونو، لابراتوارونو او نورو علمي فعالیتونو زمینه خو مازې خیال او جنون بلل کېږي، په نیکۍ کې له نورو سره مرسته او بسپنه د چا په خیال کې هم نه ګرځي، خو په دروغو، چور چپاول، غصب، غلا، اختطاف، جنایت، جرم، زنا او نورو بدیو او منکراتو کې د یو بل مرسته په ډېر شوق سره کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې مسلمانانو ته امر شوی، چې له خلکو سره د ژوندانه په چارو کې اسانتیا پېشه کړئ او له خلکو سره سخت مه نیسئ، خلکو ته د خوشالۍ او خوشبختۍ زېری اوسئ او د تنفر او انزجار استازي مه جوړېږئ.

له بل اړخه الله ج فرمایي: په نېکیو کې له یو بل سره مرسته نه کوئ، خو په بدیو او ګناه کې بیا د یو بل لاسنیوی او مرسته کوئ؛ بلکې دغه ډېر بد کار دی چې کوئ يې.

د نبوي ارشاداتو له مخې څوک چې د یوه نېک کار طریقه ږدي، نو هر څوک چې پر دې لار ځي، ثواب به یې طریقه ايښودونکي ته هم هومره رسېږي، څومره چې لار تلونکي ته رسېږي او که څوک بیا د بدې لار طریقه دي، نو هومره ګناه او بدي به یې طریقه ايښودونکي ته هم رسېږي، څومره چې لار تلونکي ته یې رسېږي.

له بلې خوا، له احایثو او قراني نصوصو هم دغه خبره په ډاګه جوتېږي چې څوک په کومه ډله کې مري، له همغې ډلې سره به حشر کېږي او د الله ج حساب او کتاب به یوازې د ډلې له مشر سره کېږي، که د ډلې مشر نېک سړی و او جنت ته لار ومومي، نو له پیروانو یې پوښتنه نه کېږي هغوی به هم ورسره جنت ته ځي او که د ډلې مشر بد سړی و او دوزخ ته لاړ شي، نو پیروان به یې هم له پوښتنې پرته ورسره دوزخ ته ټېل وهل شي.

له یو کس نه پیروي دوه ډوله ده، مستقیمه او غیرمستقیمه. مستقیمه هغه ده چې په نېغه تر حکم لاندې یې کارونه ترسره کړي او غیرمستقیمه هغه ده چې په سر یې په نېغه مشر وجود ونه لري، خو په غیاب کې ورته ارادت او اخلاص ولري، قلباً هغه تایید کړي او له هغه سره په شهرت او قدرت ورکولو کې مرسته وکړي. دغه کار په خوله له یوه تش تایید نه نیولې، په نمانغونډو کې تر ګډونه او ان پر موټر یې د عکس تر وهلو شاملېږي. یعنې که یو چا د کوم دوزخي عکس پخپل موټر وځړاوه، نو ځای به یې له همغه سره یوځای په دوزخ کې وي او د دغه کار لپاره به له هغه نه هېڅ پوښتنه هم ونه شي او که کوم نېک عمل هم ولري، نو هغه به ورسره هېڅ مرسته ونه کړي او تر هغه به دی له نوموړي سره په دوزخ کې وي، تر څو چې نوموړی په دوزخ کې وي.

په قرانکریم کې راغلي: بتان او بت پرستان به یوځای حشر شي. الله ج به له بتانو وپوښتي چې تاسو خپلو پیروانو ته ویلي وو چې تاسو ولمانځي. بتان به په خبرو راشي او وبه وايي چې ای الله ج تاسو خو پوهېږئ چې موږ خبرې نه شوای کولې، نو څنګه مو دوی ته داسې ویلای شوای؟

په دا وخت کې به د بت پرستانو پر ځان دوزخ ته د تلو وېره مسلطه شي او خپلو ملایانو ته به وايي چې تاسو خو به په دنیا کې ویل چې دا بتان خدایان دي او یا خدای امر کړی چې موږ دغه بتان ولمانځو، خو ملایان به ورته ووايي د خپلو ګناهونو او ملامتۍ پېټی پر موږ مه رااچوئ، تاسو ته هم خدای عقل درکړی و، که موږ ویل تاسو به نه منل او نه به مو کول.

په دې وخت کې به الله ج توند خویه ملایکو ته امر وکړي چې کش کړئ دوزخ ته بتان او بت پرستان یوځای.

د قرانکریم په دې وینا کې لیدل کېږي چې له بت پرستانو سره کومه محاسبه یې د نورو اعمالو نه کېږي او بې پوښتنې له بتانو سره یوځای دوزخ ته ځي. همدارنګه، له دې قراني ارشاداتو د یوې ډلې خلکو ته له مشر سره یې د یوې ډول جزا او په دوزخ کې په یوه ځای کې د اوسېدو خبره هم ثابتېږي.

د اسلام له نظره د بت پرستۍ له شرکه د انسان پرستۍ شرک ډېر سخت او زیانمن دی، ځکه بتان ژوندي نه دي او چاته خبره او هدایت نه شي کولی، خو انسان خبرې کوي او خلک ناسمو کارونو ته هدایت کوي.

له دې څرګندونو څخه موخه دا وه چې افغانستان تر بل هر هېواد سوشیال یا ټولنیزې سایکولوژۍ جوړولو ته یې اړتیا لري  او همدارنګه دا هېواد داسې هېوادپالو ته اړتیا لري چې شپه اور ورځ د ملي ارزښتونو د پیاړتیا له پاره سولې او یووالي ته کار وکړي. داسې اشاخاصو ته چې د ملي دفاعي ځواکونو د غښتلتیا له پاره نه ستړلې کېدونکې هلې ځلې وکړي، داسې اشخاص چې د سولې او پرمختګ په خاطر ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع په رامنځته کېدو کې یې نه ستړلې کېدونکې هلې ځلې کړي دي داسې اشخاص څوک کېدالی شي تاسو ټولو ته پته ده چې زما هدف دلته د امنیت شورا پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر دی هغه چې د دې ټولو هڅو او کوښښونو او لاسته راوړونو وروسته قرباني شو او په پایله کې یې خپله دنده له لاسه ورکړه، خو تاریخ به د نوموړي هڅې او کوښښونه له پامه نه غورځوي.

د یوې ټولنې سایکولوژي طبيعي ده چې پر مذهبي او فرهنګي اساساتو جوړېږي او دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت دې دواړو برخو ته شا اړولې ده او ورته ډېره کمه بودجه لري او کارونه یې په نشت حساب دي. که تاسو د کابل ښار دېوالونو، بېل بوردونو، پوسترونو او لوحو ته وګورئ نږدې ټول یې په مبتذلو تجارتي اعلانونو، اشتهارونو او کمپاینونو ډک دي او که استثناً په کوم ځای کې حدیث یا آیت ووینئ، په داسې حال کې چې زموږ ټولنه تر بل هر وخت اخلاقي پندونو، احادیثو او آیتونو ته اړتیا لري، چې په دېوالونو، تلویزیونونو، لوحو او نورو ولیکل شي.

د عالمانو شورا، د حج او ارشاد او فرهنګ وزارتونه نه پوهېږو تر هغه خپلو نومونو یې هم د کار درک نشته، نوم یې ارشاد خو په ټول ښار کې ارشاد وجود نه لري، خلک په سلام ورکولو شرمېږي، صله رحم، پرهېږګاري، تقوا او نور دینی او اخلاقي اساسات پای ته رسېدلي او ډېری ځوانانو د پردیو تګ او رفتار پیل کړی او په خورا مبتذلو کارونو یې وخت تېرېږي.

لنډه دا، نور ولسونه چې رسېدلي او پرمحتګ یې کړی خپله ټولنیزه سایکولوژي یې سمه کړې، د اتمر په شان په هېواد مین کسان یې هڅولي او ستایلي دي، خو متاسفانه چې دلته هر څه سر چپه روان دي د دې پر ځای چې اصلاح له کومه پیل کړو د پرمختګ غوښتونکيو د مخې ډبکولو هڅې کوو او همدا رنګه د دې پرځای چې جګړې او فساد په اړه کوټولي ګامونه واخلو او خپلو خلکو ته د سالمې بوختیا، کار او تفریح زمینه برابره کړو خپل وخت او انرېژي د مغرضو اشخاصو په بې ګټې او او بې پایلې مشورو تېرو چې پایله یې بیا نابریالی وي د دې پر ځای چې اصلاح له کومه پیل کړو د هغو ملکونو په خلاف کار او عمل تر سره کوه هغه چې خلک او حکومتونه یې د راتلونکې په اړه څرګند لرلید او وېژن لري.