افغانستان قربانی سیاست‌های امنیتی منطقه‌ای است، نه متهم دائمی

نور محمد غفوری در سوسیال میدیا خواندم که وزارت دفاع طالبان…

وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

نظریات قوم‌گرایانه و راسیستی مردود است!

نویسنده: نور محمد غفوری ۱. مقدمه مقالهٔ حاضر با عنوان «نظریات قوم‌گرایانه و…

       اصولنامه ی جزایی طالبان خیلی نفرت انگیزو ضد اسلامیست 

       نوشته ی : فروغی        پس ازنشروتطبیق احکام سختگیرانه و نفرت انگیز…

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن پس از فروپاشی حکومتی…

شصت و یکمین سالگرد با افتخار حزب ما خجسته باد

رفقاى گرامى از نام سازمان حزبى ما در ايالات متحده امريكا به…

مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم…

سرمایه‌داری در لبهٔ شکست؛ اقتصاد بحران‌زده و سیاست مشت‌آهنین

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های ساختاری نظام سرمایه داری و ظهور…

«
»

ارواښاد برید جنرال عبدالقاهر خان ساپی

 

د سمیع الدین افغاني لیکنه

د هیواد د یو ریښتینی خدمتګار، پاک نفسه او با دیانته جنرال کارنامې او خدمتونه۰

ټیټ مې مه بوله غورزنګ راباندې مکړه

زه پـــه دې افتادګۍ کې لوی ګـــړنک یم

 

ارواښاد برید جنرال عبدالقاهر خان ساپی د شهید ملک محمد شریف ځوی  د لغمان د عمرزیو د خیراباد د کلي اوسیدونکی وه۰ کله چې مستعد ځوان عبدالقاهر په لوړه درجه د حربي ښوونځۍ څخه فارغ شو، حربي پوهنتون کې یې خپلو مسلکي زدکړو ته دوام ورکړه او د حربي پوهنتون څخه د انجینري او لوژستیک په برخه کې هم په عالي درجه فارِغ او په کار وګمارل شو ۰ وروسته بیا د لوړو او مسلکي زدکړو په مقصد هندوستان ته لاړ او هلته یې هم په نظام کې د انجینري او لوژستیک په برخه کې خپل مسلکي تخصص پای ته ورسوه او  د دفاع وزارت په قطعاتو کې یې پکار پیل وکړ۰د دفاع وزارت په قطعاتو کې له څه مدې کار او فعالیت وروسته د صداقت ،ایمانداری په پایله کې د ننګرهار دکانال دجوړولو د پروژې د ریس په توګه وګمارل شو او دی د ننګرهار د کانال د جوړولو د پروژې لمړنی ریس وه چې مشرقیوالو ته یې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړل او ډیرو خلکو ته یې د شغل او مسلک زده کولو زمینه برابره کړه ۰

د شاوخوا دوه کلونو کار او زحمت  د ننګرهار په کانال کې په صداقت ، ایمانداري او هیوادپالنې د روحیې په درلودلو سره په دولتي مدالونو او نشانو مفتخر او بیا د سالنګونو د لوی لاری د جوړیدلو د پروژې د امر په توګه مقرر شو ۰

د سالنګ دلوی لارې جوړول او د تونلونو ویستل چې د هیواد مرکز د شمالي ولایاتو سره وصلوي د برید جنرال عبدالقاهر ساپي د ویاړنې او قدر وړ خدماتو څخه ګنل کیږي چې ددې پروژې د اکمال نه وروسته د یوې فوقالعاده نظامي رتبې په اخستلو  و ویاړل شو او د وخت پاچا اعلیحضرت ظاهر شاه یوه میل تفنګچه او دخپل د لاس ساعت چې د ظاهر شاه په امضا مزین دی د مکافات په دود ورته ډالۍ کړل او ددې پروژې د اکمال وروسته د شینډنډ د هوایي ډګر د جوړولو د پروژې د امر په ټوګه مقرر شو ۰

ښاغلي عبدالقاهر خان ساپي  دشینډنډ د هوایي ډګر د ساختماني  پروژه مخکې د پلان شوی موعد څخه بشپړ کړه چې بیا هم د اعلیحضرت ظاهر شاه له خوا د ډګروالۍ په فوق العاده رتبې  مفتخر او په دولتي مدالونو او نشانونو ونازول شو او د اردو د ۴۰۰ بستریز روغتون د ساختماني چارو د پروژې د امر په توګه وګمارل شو۰ 

ارواښاد برید جنرال عبدالقاهر خان ساپی د اردو د۴۰۰ بستریزه روغتون امر دوخت واکدار عالي الحضرت ظاهر شاه ته ددغه روغتون د ساختمان  چارو د بشپړتیا په اړه معلومات ورکوي چې دعالي الحضرت ظاهر شاه د پام وړ ګرځي او په مدالونو یې ویاړي۰

 

د اردو ۴۰۰ بستریزه روغتون د ساختماني پروژه په  سیمه کې عصری ترین او مجهزترینه پروژه وه چې اعلیحضرت  ظاهرشاه دې پاکزړي افسر ته د ډګروالۍ د فوق الاده نظامي رتبې په ورکولو سره ددې روغتون د ساختماني چارو امر په توګه په دندې وګماره۰

 د یاد روغتون د جوړولو په کار ، صداقت  او امانت داري یې له تعین شوی سل فیصدي بودیجې څخه۳۵٪ فیصده بودجه د پروژې د اکمال څخه ورسته سپمااو بیت المال ته  تحویل کړه او له سپما شو پيسو څخه یې یو شمیر اړو او فعاله کارمندانو ته د نقدي مکافاتو او تشویق له پاره دفاع وزارت ته وړاندیز وکړ چې  دا وړاندیز د وزارت له خوا منظور او دا نقدي مکافات یې مستحقینو ته ډالۍ کړل ۰

د اردو د ۴۰۰ بستریزه روغتون د ساختماني چارو د اکمال نه ورسته د کار، زحمت په نتیجه کې  د برید جنرال رتبې ته پیشنهاد شو چې دفاع وزارت له خوا یې جنرالي منظوره شوه او د دفاع په وزارت کې د تعمیراتو او ساختماني چارو د ریس په تو ګه مقرر شو۰

 

په هیواد کې د ثور د تغیر وروسته دا کار پوه او مستعد جنرال متقاعد او خانه نشین شوچې ورسته یې بیا د یو شخصي موتر د اخستلو توان هم نه درلود او نه هم د کوم شخصي کور د اخیستلو ، به غیر له یو دولتي کور چې د کابل د کارته مامورین په ساحه کې قرار لري چې  د هغه کور قستونو یې د ژوند تر پایه تحویلول۰

خداي بښلي مرحوم الحاج برید جنرال عبدالقاهر خان ساپی یو داسی شخصیت وه چی نوم او نشان یې تر ننه پوری د افغانستان په کچه ژوندی او لکه د لمر په څیر د افغانستان په تاریخ کښي ځلانده دی ۰

د پښتو  دا متل دی چې وایي : میړونه مری خو نومونه یی پاتی کیژی. مرحوم الحاج برید جنرال عبدالقاهر خان ساپی د افغانستان ویاړ او  په کور، کلی او قوم کې ځلیدونکی شخصیت وه چی تر ننه پوری د خلګو په زړونو ، یادونو کې ځای لري او په ژبو کې یی د دعا‌‌‌‌‌‌و الفاظ ورته شته او وي به۰

الله رب العزت دی مرحوم الحاج جنرال عبدالقاهرخان ته جنت الفردوس ورپه برخه وګرځوي۰

امین با رب العالمین

 

توفان ساپی د جنرال صیب یو لمسی لیکي:۰

واقعیت چې مرحوم برید جنرال عبدالقاهر خان ساپی دافغانستان افتخار و، زه د بابا په یاد کې داحقیفت په ګوته کوم چې :هر انسان مري او خپل دوستان ورپسې وژاړي ،خپل ورونه اوخویندې خپل بچیان ورپسې وژاري یونیم پکی دبرید جنرال عبدالقاهر خان ساپي په څیرداسې ومري چې خپل ځپلوان خو لا څه چې تول افغانستان ورپسې وژاړي، رب دې دفردوس جنت سردارکړي ، د وطن ملي ، پاکزړی  برید جنرال قاهر خان ساپی دلغمان او د ګران هیواد افغانستان افتخار و،داسی کارنامی یې پریښي چی وروسته تری ویاړ جورشي ،د ننگ اوغیرت څخه قهرمان جورشي،ترې جنرال صیب قاهر خان لغمانی ساپی جور شي په کارنامو دې ویاړو قهرمانه ، یو شاعر وایی:۰

 دمردانو په جهان وي دا دوه کاره

 یابه وخوري ککرۍ یابه کامران شي

 

 الله ج دې ورته جنت فردوس نصیب کري۰

امین ثم امین

 

ښاغلی یحیی نظري د مرحوم بریدجنرال عبدالقاهر خان ساپي په اړه داسې لیکي : ۰

 مرحوم جنرال صاحب سره لدې چه دی د دفاع وزارت د تعمیراتو ریس وو او د  رشوت او فساد ښه زمینه ورته مساعده وه مګر دې د خپل پاک نفسي په وجه د خپل شخصی ګټی دپاره سوء استفاده نه ده کړې او دا به یی اوس په نیک عمل کې په کار راغلی وي. الله ج دی جنتونه په نصیب کړي. قدرمن شخصیت و۰

 

 چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندلې 

هسې مړ شه چې ته ژاړې خلک خاندي

 

 هوکې ! مرحوم برید جنرال عبدالقاهر ساپی دهیواد وتلې ،پاک نفسه او مدبرجنرال وه چې د هغه کارنامې او ریښتینولې اوس هم زمونږ د هیوادوالو په زړونو کې ځای لري خدای تعالي دې ورته جنتونه نصیب وګرځوي ،افتخار په داسې با احساسه ،پاک نفسه د وطن بادرده ،مسلکي ، کارپوه او زړه سوانده جنرال ۰

و من الله التوفیق

 سمیع الدین افغاني

۲۷ – ۹ – ۲۰۱۹

م ۰ کال