اختره نن … !
![](https://mashal.org/media/Khalil.jpg)
اختره نن هغه اختر نه یې په کوم کې چې به میندو د زامنو خوشالیو ته چمتوالی نیوه!
اختره نن هغه د مستو پیغلو د نکرزو د بنډارونو تود بازار نه یې په کوم کې چې هغوي د اختریزو هیلو غوټې پرانستلې !
اختره نن مونږ ته د خوښۍ تصویر نه شي کشلي ځکه د هیلو او خوښیو جنازې یې پرون خښې کړي !
اختره نن خو جامې بي خاونده پاتې شوي او ته له نه وي راسیدلی چې هغه په خپلو وینو نه تنها لاسونه سره کړل بلکی ټول ځان یې د سولې په نیت سور کړ!
اختره نن د اختر په شان نه بریښي ځکه ستا تصویر د ویرې او ماتم په تصویر بدل شوي!
اختره فکر نه کوي نور هغه پخوانۍ مینه، هغه د یار د دیدار تنده، هغه د لیله وسواسه، هغه د لمر تود حرارت، هغه د سپوږمۍ د لیدو انتظار، هغه د میندو زحمتونو چې به یې د کمکیانو د تیاری په پار به یې کول، هغه … نه لری.
نن تر تا د غم بوی راځي
نن دودونه د خلکو تر پزو ځانونه رسوي
نن سپیرې خاورې د معصومو او ګلابو ځوانانو پر مخ پریوتې
نن میندې د غمونو پر ټغر ناستې دې
نن کمکیان د پلارونو د لیدو په موخه نن په صبا تیر باستل کیږي
نن د خوښیو پر ځای خلک جوماتونو ته د فاتحو لپاره راځي
اختره نن ستا هغه د مینې تصویر د هیرو په کرکجن تصویر بدل شوي
نن نن نن …
خ. توحیدیار ساپی