شماره یکم سال ۲۶م گاهنامه محبت

شماره یکم سال ۲۶م گاهنامه محبت نشر شد.

مکتب فرانکفورت، اطاق فکرجنبش: زنان، دانشجویان، مسلحانه؟

آرام بختیاری  مکتب فرانکفورت و شعار: هو هو هوشی مین، یانکی…

داستان «ساحل»

نویسنده «تولگا گوموشآی» مترجم «پونه شاهی» آنطور که می خواست باشد،…

کاش بازآید بهار

کاش باز آید بهاری دروطن موج گل جوشد زهر باغ و…

حقیقت مقوله های چپ، سوسیالیزم و کمونیزم چیست؟

آیا در افغانستان؛ واقعن چیزی به مصداق «کمونیست» و «حکومت…

اختلال روحی و فکری

– دکتر بیژن باران آیا ماده پیش از ایده پدید آمد؟…

بهار خونبار

رسول پویان بهار آمد ولی گل در گلستان وطن خار است سـرود…

خجسته باد 

خجسته باد... این جشن بهاران خجسته ... گر چه با زخم زمستان خجسته…

بهار و افسرده گی

مژده از موسم بهار رسید دل به سینه ز فرط شوق…

بهار تان خجسته

بساط سرد و‌ سفره‌ی خون‌بار آخرین روز های زمستان رخت…

غفلت در برابر فرمان رهبر طالبان پرداختن بهایی وحشتناکتر از…

نویسنده: مهرالدین مشید صدور فرمان جلیقه پوشان انتحاری بوسیلۀ ملاهیبت الله…

بهار و آزادی

آمد بهار و ساقي زیبا  بیاورید گلگونه می ز لاله ء…

داستانِ دل انگیزِ یازی وزیبا

داستانِ رقتبار و هیجان انگیز عاشقانهٔ ( یازی و زیبا…

بهار و قصهء غمگین پرستو....!

داکترعارف پژمان  بهار می رسد، ای شاخهء تکیده بیا بهار می رسد،…

بهار

آ بهار نو و تا باز توانا بشوم چو دل غنچه…

یک افغانستان فراگیر؛ کلید گشایش همه نابرابری های قومی و…

نویسنده: مهرالدین مشید اجتناب از فصل کردن و تلاش برای وصل…

نو روز

خواننده گان گرامی !  نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

فصل جوانی

جوانی نوجوانی رفت افسوس  شباب و شادمانی رفت افسوس  ز درد موقع…

خلوتسرای دل

رسول پویان آیـد بهـار ســرو رسـا در چـمـن بیا بر سـیل دشت…

تخیل چی‌ست و چه رابطه‌یی با هوش مان دارد؟

فرهنگی، عارفانه   نوشته‌ی محمدعثمان نجیب ما در پرداخت های نوشتاری و در بگو‌…

«
»

«که زه شاعر وای»

مجموعه شعری رفیق اسد زمری با عنوان «که زه شاعر وای»

ديجيتال جوړښت: ملگری قاسم آسمايى

د دې ټولګې په هکله څو خبرې

لا نوی ځوان وم چې د هیواد او هیوادوالو دردونکي او ربړونکي حالت، د ترقي او د وضعې د تغییر له لارویانو سره یو ځای کړم، د ټولنیز عدالت په دې مکتب کې مې د وطنپالنې درس ولوست.

له ۱۳۵۲کال څخه تر ۵۶ پورې د هیواد د پایتخت کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل وم ، کابل او پوهنتون یې نه یوازې د هیواد علمي او فرهنګي مرکز وه بلکې د سیاست نبض هم دلته په ښه زور تپیده نو په داسې ماحول کې اوسیدل او له ادبی ـــ سیاسی شخصیتونو سره ناستی ولاړې او د انقلابی ادبیاتو مطالعې، د ځوانۍ د دورې او میینتوب احساسات مې له افکارو او عواطفو سره یوځای شول او زه یې دې ته وهڅولم تر څو خپل احساسات  او عقاید او د وطن اوضاع  او د هغې د بدلون په هکله عقاید او انګیرنې د شعر په فورم کې بیان او له دې وسیلې نه هم د هیواد د ترقۍ او د محرومو پرګنو د بیدارۍ او هوسایۍ په مقصد کار واخلم.

د دوستانو په تشویق او مرسته مې یوه مجموعه د طبعې او نشر د دولتې کمیټې لخوا خپره شوه او بله مې چې چاپ ته تیاره وه د مجاهدینو د ځپل‌منځي جګړو په اور کې له دولتي مطبعې او ټول هیواد سره یوځای په اور کې وسوځیده او پاتې نور د څلور سوه شعرونو په شاو خوا کې د شعرونو کتابچې مې هم دې غلو د “غنیمت” په نامه د کور له وسایلو سره غلا کړي.

له ۱۳۷۰کال وروسته مې د تورو ارتجاعي ډلو د حاکمیت او د بهرني اشغال د فاجعې سربیره د جلاوطنۍ دروند پيټی هم پر اوږو بار شو نو ځکه مې ساندې او فریادونه لا ترخه او سوزناکه شول او شمیر یې له پنځه نیم سوو واوښت .

له وطن او له رنځیدلو وطنوالو سره بې کچه مینې او نه شلیدونکو اړیکو هیڅکله آرام ته نه یم پرې ايښی نو که مې په شعر کې د ځان په هکله څه ویلي نو مې خپل ولس سترګو ته ولاړ و او ځان  مې د خپلې ټولنې د يوې برخې په توګه مطرح کړی دی.

هیڅکله مې د خپل شهرت په هکله  فکر نه دی کړی نوځکه مې د معمول پرخلاف د زیاتو شعرونو په مقطع کې نوم نه دی راوستی او خپرولو ته يې ډیر لیوال نه وم، دا اندیښنه مې هم درلوده چې لیکنې به مې د صلاحیت  خاوندان د شعر په حیث و نه مني ، اوس هم ځان شاعر نه بولم  نو ځکه مې هغه څه چې په دې کتاب کې راټول کړي دي د «که زه شاعر وای» نوم ایښی دی او له شاعر څخه مې په همدې نامه یو شعر کې دې دا ډول شعرونو د لیکلو غوښتنه کړي ده.

اوس چې طالبي حاکمیت د هر ډول فرهنګی فعالیت زمینه او امید او د هغو له جملې نه د کتاب د چاپ امکانات له منځه وړي نو ځکه دا ټولګه د آنلاین په ټوګه خپریږي.

د هیواد د وتلي قانون پوه او نه ستړي کیدونکي فرهنګي هڅاند ملگری قاسم آسمایی نه د زړه له کومي مننه کوم چې د کتاب د ډیزاین ،دیجیتالولو او خپرولو چارې یې په پراخ تندي ومنلې او دا ټولګه یې خپره کړه.

هیله من یم چې ګران او قدرمن لوستونکي به خپل نقدونه، نظریات او ارزونې زما د رهنمایۍ او دکمبودیو د لیری کولو په مقصد رانه ونه سپموئ.

په درنښت او مېنه

                اسد زمری