نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

مخالفان پراکنده، بازیگران متحد؛ مدیریت خلای سیاست در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید اردوگاۀ از هم گسخته؛ فرصتی برای مانورهای منطقه…

گام بزرگ به سوی مبارزهٔ مشترک

برگزاری نشست مشترک دفتر سیاسی – اجرایی و بیروی اجرائیه…

پدر سالار

ما زنان سر زمین های جنگ  زنان جهان سوم  جهان پدر سالار وقتی…

اسدالله بلهار جلالزي

له ښاغلي (اسدالله بلهار جلالزي) سره، چې د علم او…

افغانستان، سوار بر شانه های ژیوپولیتیک پرتنش و پیچیده منطقه…

نویسنده: مهرالدین مشید روایتی از زنده گی در سایه امید یا…

میراث سکاها، هویت ایرانی و مسئله تورانیان در شاهنامه 

- دکتر بیژن باران شاهنامه، خاطره حماسی سکاهای ایران، جغرافیای اسطوره‌ای…

افغانستان نقطه مرکزی جیو پولیتیک

در سیاست قدرت های مخرب نظم و ثبات ! در بردن…

شور و حال عشق 

رسول پویان  عشق دردام سیاست مرغ بسمل می شود  پـرپـر احسـاس دل بندِ سـلاسـل می شود  تا ز چنگِ بازی ی صیاد مـرغ دل پـرید  عشوه از بهر فریب دل، مشکل…

«سازش» و «سازشکاری» یعنی چه؟

‫ رفیق نورالدین کیانوری ــ پرسش و پاسخ، شمارهٔ ۲۰، دی‌ماه ۱۳۵۹ــ…

دو کلمه؛ همچون دو پرخاش

Eklektism, Dogmatism. آرام بختیاری التقاطی و دگماتیسم؛ دو واژه یا دو سیستم…

«
»

د ملنگ جان خوږی نغمی

د نوی لمریز کال په ویاړ

د «راه پرچم انتشارات» د ملنگ جان خوږی نغمی د دیجیتال په بڼه ډالی کوی!

شاعر: ملنگ جان

بیا لیکنه او دیجیتال جوړښت: قاسم آسمایی

د دیجیتال طرحی مهتمم: محمدصفر خواریکښ

دیجیتال خپرونکی: د راه پرچم انتشارات

______

اکبر کرگر

ملنگ جان له کومې ليدتوگی گورو؟

داسې زماني واټن چې د فکر او عمل له پاره پکې يو نوی بستر ايجاد شو او په هغه کې د يو داسې شاعر د زيږون له پاره زمينه برابره شوه چې د زړې او فلکلوريکې شاعرۍ او د نوې او مدرنې شاعرۍ تر منځ د پله دنده تر سره کړي، دا شاعر ملنگ جان وو.

واقعيت دا دی چې د دويمې نړيوالې جگړې وروسته د افغانستان په تاريخ او ټولنه کې د سيمه؜يـــيزو او نړيوالو شرايطو په پام سره يو نوی حرکت پيل شو. سياسي بېداري زياته شوه. د ويښ زلميانو نهضت په پښتنو سيمو کې پراخه شو. د دې په څنگ کې د پاکستان په نوم يو نوی هیواد د افغانستان په گاونډ کې رامنځ ته شو. دا داسې وخت وو چې کانگرس هند ازاد کړ. خو د پښتنو حقوق هماغسې ناليدلي پاتې شول. د پښتنو زيات شمېر مشران زندانونو ته ولاړل، بنديان شول، د خدايي خدمتگارو غورځنگ او د پښتون زلمي نهضت وټکول شو.

له دغه سياسي حرکاتو سره په موازاتو کې د شاه؜محمود خان ځای محمد داوود خان ونيوه. د پخواني شوروي په مرسته يو لړ پروژې پيل شوې له هغه جملي د ننگرهار د وادې پروژه، د لويو لارو يا په مجموع کې د لمړي پنځه؜کلن پلان د تطبيق له پاره کار پيل شو. افغانستان په ۱۳۳۴ کال لويه جرگه راوغوښته او په هغه کې يې د پښتونستان اواز پورته کړ او د پخواني شوروي سره يي د دوستۍ تړون وشو.

په همداسې زماني مقطع کې په لږو توپــــېرونو سره په اولس کې يو خودرويه بوټی يو اولسي شاعر سر راپورته کړ او په پگړۍ يي د شعر عنقا کښېناسته. هغه لومړی د هنرمندانو او سندربولو ملگرو ته د اهنگونو او شعرونو په ليکلو پيل وکړ او بيا چې کله د هغه د شهرت اوازه خپره شوه نو بيا کابل ته ۱۳۳۲ راوغوښتل شو او د راډيو له لارې يي هم شعر خلکو ته ورسيد.

ملنگ جان د وخت د غوښتنو د اواز په توگه مطرح شو. ملنگ جان په معنوي لحاظ د خلکو د ژبې وِرد شو. دا ځکه چې د هغه شعر د پښتنو د آزادۍ، د پښتنوالي، د کار او زيار، د حريت او ملت؜پالنې سندره شوه. کومه ژبه چې ملنگ جان د خپل پيغام له پاره کارولې ده هغه هم په دې حکمت کې ډيره اغيزمنه ده. ملنگ جان د خپل شعر له پاره نوی مضمون وموند. د ژوندانه او د وخت نوي مضمون ته يي د پښتو په زاړه کلاسيک او فلکوري فورم کې نوې ساه پو کړه. دا هغه څه وو چې اولس پري ښه پوهېدای شو. او د اولس د ټپې ژبه د ملنگ جان ژبه د خدايي؜خدمتگارو او د پښتنو آزادۍ غوښتونکو ژبه سره يوه شوه.

د ملنگ جان اغېزه په ټولنه کې ځکه ستره شوه چې نوموړي د شعر په خوا کې په پښتو موسيقي هم خپله قابو ټينگه کړه. د دغه اغيزمنې وسيلې په لاس کې اخيستلو سره ملنگ جان د پښتون اولس ذهني او عيني اړتياوې مطرح کړې. د مثال په توگه:

نفسونه شول غالب – د دې غمه ژړېږم

بې کاره بې تعليمه راته پاتې خپل اولاد شو

پښتون غريب برباد شو

سيد په خپل سيادت – د ځان غواړي عزت

قسم دی ما ونه؜ليد د وطن د خیر طالب

نفسونه شول غالب

څوک ميا او څوک ملا شول – د کسب نه ټپرا شول

وايي کسب و کمال څه کړم شکرانو باندې مړېــږم

د دې غمه ژړېــږم

دا خان نه دی خاين دی – پخپل ځان چې مين دی

هېڅ غم د وطن نه خوري چې يو ځل يې نس اباد شو

پښتون غريب برباد شو

که حق وايم وېرېــږم – که نه وايم پړسېــږم

د ځينو کارکنانو کار وي وړ د تعجب

په ځای د عدالت – ما وليد تجارت

له غمه شم ترور يو نيم مامور نه چې خبرېــږم

پښتون غريب برباد شو

ملنگ جان په معاصر دوران کې د يوه بل فرهنگي بحث له پاره هم ښه زمينه کيدای شي، او هغه د ملت جوړونې پروسه ده. د ملنگ جان شعر ځينو مفاهيمو ته سراسري او ملي لوری ورکړی دی او هغه د وطن او د هیواد مفهوم دی.

په اولس کې دغه مفاهيم د کلي او سيمې له پاره کارېدل. خو ملنگ جان لکه د يوه ښوونکي په توگه په دېره او اوجره کې د وطن او هیواد مفهوم مشخص تاريخي او جغرافيايي مفهوم يا د ځمکنۍ بشپړتيا په مفهوم وکارواه. د قوميت درس د هیواد پالنې انگېزې را پارولې، د ترقۍ او پرمختگ له پاره د خلکو هڅول، د زده؜کړې او سواد له پاره د خلکو هڅول، د ظلم او تيري غندنه، د قومي يووالي غوښتنه. دا د هغه نوي؜والي مظاهر او عناصر دي چې د امانيه دور په راتلو سره پيل شول، خو د محافظه کارو ځواکونو په بري او له خنډونو سره د مدرنيزم د مخامخ کېدو په ترڅ کې د ملت جوړېدنې پروسه په ټپه ودريده او يا له زياتو خنډنو او موانعو سره مخامخ شوه.

پښتنواله د ملنگ جان د شعر بله ځانگړنه ده. پښتنواله د پښتنو د دوديز قانون او کودکس بنسټ دی. د پښتنو سايکالوژي او معنوي کرکتر په دغه مفهوم کې ډير رابرجسته کېږي. او يا په بل عبارت په همدې مفهوم کې تعريف کېږي. د ملنگ جان په شعر کې دوه پښتوگانې سره مخامخ کېږي. يوه هغه پښتو چې عنعنوي قانون دی او بله هغه پښتو چې د پښتنو ژبه ده. يو ډول رُنسانس ته داخليږي. په دې کار کې د پښتنو مشرانو په خاص ډول د پاچاخان د غورځو پرزو ونډه د پام وړ ده. دا بهير د ديورند په خوره وهلي دېوال نه بندېږي بلکې دې خوا غځوني کوي او لمن يې د افغانستان لوري ته راکښل کېږي او د يوه واحد خپلواک ملت د جوړېدو د ظهور اعلاميه گرزي … ملنگ جان په دې ستر او عظيم کار کې خپله برخه ادا کوي.

زه نه پوهېــږم چې په نورو اولسونو کې به څرنگه وي. خو لويديزو څيړونکو هم دا خبره منلې ده چې يوه پښتون ته له دې ستره او لويه ښکنځله بله نشته چې ورته وويل شي: «چې مړه ته خو هيڅ پښتون نه يي.» ملنگ؜جان د يوه ساده او بېوزلي افغان په توگه دا سايکولوژي درک کړي وه. ځکه خو کله چې د ملي يووالي او ملي احساس د راپارونې پوښتنه مطرح کېږي، نوموړی په دغه ستر «پېغور» تکيه کوي او خپل پيغام د ويده احساس د راژوندي کولو له پاره د پښتنوالي په پېغور کې نغاړي.

په شعر پوهنه کې دا يو بحث تل خپل ځای لري چې شعر بايد شعار نه وي. واقعيت دا دی چې د شعر دندې هر اړخيزې دي، زياتې دي. شعر نه يوازې د طبعيت د ښکلا د مينې او محبت انعکاس وي بلکې ټولنيز رسالت هم لري. کله چې يو شعر د داسې يوې ټولنيزې معرکې او جگړې تصوير انځوروي چې هم خپله ښکلا ساتي او هم د اوريدونکي په ذهن او زړه حکومت کوي، نو په اورادو بدليږي. يا دا چې د کوڅي، پولې او پټي، غره او ناو، ورشو او ځنگله ته ووځې او د هر چا په خوله ناڅي. دلته دی چې شعر د خلکو په شعار بدليږي. موږ د ملنگ جان له مړينې تر اوسه وينو چې د هغه شعر د خلکو د خولې وِرد وو او دی. يوه خبره تداعي کېږي او هغه دا چې کله چې به مو د خوښيو او خوشاليو او يا په کليوالو سيمو کې په وادونو کې د سندرغاړو له خولو د ملنگ؜جان يوه چاربيته يا بگتۍ واورېده ارومرو به د ټوپک او تمانچو په ډزو بدرگه کېدله. دا د دې مانا لري چې د ملنگ جان شعر د پښتو ټپې په څير محبوبيت پيدا کړ. هغه به زيات فلسفي ژورتيا ونه لري، خو د يوه پښتانه له پاره بس ده چې وايي وري او د هغه په تن ويښته را نيغ کړي.

د ملنگ جان د شعر ښکلاييز او استيتيکې اړخ هم ډير د پام وړ دی. د هغه په ځينو شعرونو کې چې له سياست او ملي سندرو سره واټن لري، تصوير، ايماژ، خيال او عاطفه په کې خپل اوج ته رسېږي چې ان د معاصرو لوستو شاعرانو له هستونو سره سيالي کوي. د شعر يوه نمونه يي دلته را نقلوو:

مينې دې ستي کړمه راغلې په ايرو

اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه

ستا د مخ پتنگ يمه

ته به مې نه گوري په سترگو نه له ډيره کبره ځکه چې ايره يم

هغه رنگ مې نشته خاورو کې سپېره يم

ځان مې نښلولی ستا په چنې پورې

باد به ميم (مې هم) يونه؜سي ستا له دروازو

اوس مې په ايرو کې لاس وهه چې باد مې وړينه

ستا د مخ پتنگ یمه

پايله: په پورته څو ټکو کې موږ د ملنگ جان په شعر کومه انتقادي څيړنه نه ده کړي او نه دا هدف وو. خو زما په نظر اوس د دې وخت را رسيدلی دی چې د ملنگ جان په شعر باندي يوه نوې معياري او ټولنپوهنيزه څيړنه وشي. داسې څيړنه چې ملنگ جان لکه څرنگه چې دی هغه ډول خپل اولس ته وروپيژندل شي. زموږ روايتي څيړنې يوازې د زوکړې له نيټې پيل کېږي او د مرگ په نېټه پای ته رسيږي او د دې په خوا کې د شعرونو په کميت او فورم باندي خبري کېږي. سمه به داوي چې اوس يو اکاډيميکه څيړنه پرې وشي.

اوس چې د محترم قاسم آسمایی او د پرچم د انتشاراتو له خوا د «ملنگ جان خوږې نغمې» د دیجیتال فورمات په بڼه د ملنگ؜جان د شعر مینه والو ته ډالۍ کېــږي، د دې زمینه برابره وي چې هغه په پراخه توگه وڅېړل شي او پورتنی هدف ترلاسه شی.