نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

«
»

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او لیکوال وو، چې شاوخوا یوه پیړۍ مخکې له میلاد مسیحي څخه یې ژوند کړی دی. هغه پر (106) مخکې له میلاده د جنورۍ په دریمه نیټه د روم په سویل ختیځ کې په سل کیلومترۍ کې د «ارپینو» په ښار کې زیږیدلی دی. نوموړی د یوې شتمنې کورنۍ زوی وو او له ماشومتوبه یې بېلابېل علوم زده کړل او په ځوانۍ کې نامتو شاعر شو. په روم او یونان کې یې د فلسفې، بلاغت او بیان  زده کړې، کړې وې. ډیری لیکوال او تاریخ پوهان هغه د روم په تاریخ کې ترټولو لوی او نوموتی متفکر ګڼي. د ډیرو لیکنو او کتابونو له امله چې هغهٔ کښلي دي، دی د یو نامتو لیکوال په توګه پېژندل شوی دی. د نوموړي غوره کتابونه دا دي: «څنګه زوړ شو»، «د ازادۍ په دښمن باندې برید»، «څنګه ملګرتیا وکړو» او همداسې نور … د سیسیرو ژوند او نښیرونو (اثارو) د بیان، اخلاقو او سیاست په برخو کې په لویدیځ اندو فکر ژور اغېز پرېښود. هغه رومانیان د یوناني فلسفې د مهمو ښوونځیو سره اشنا کړل او د لاتیني فلسفي لغت‌نامه یې جوړه کړه ترڅو خپل ځان د ژبپوه، ژباړونکي او مهم فلسفي شخصیت په توګه وړاندې کړي. ده خپل لوی اغېز پر غوره روڼاندو لکه: «جان لاک، ډیوډ هیوم، او شارل دو مونتسکیو» پرې ایښی دی. د هغه نښیرونه(اثار) د اروپایي فرهنګ په تاریخ کې له اغېزناکو نښیرونو(آثارو) څخه شمېرل کیږي. سیسرو د پوځي تخنیکونو په زده کولو سره په بېلابېلو جګړو کې هم برخه اخیستې وه. هغه ختیځ ته هم سفر وکړ او د نړۍ د دې سیمو د خلکو له فلسفې او حکمت سره هم اشنا شو. سیسرو د «مارک انتوني» په امر ووژل شو.

دا هم د مارکوس تولیوس سیسرو ګټورې او مهمې خبرې او ویناوې:

– که یو باغ او یو کتابتون ولرئ هر هغه څه لرئ چې ورته اړتیا وي. 

–  کور پرته له کتابونو لکه یو بې اروا بدن دی. 

– هیڅکله زیاتوالی او افراط مه کوئ، خو پرېږدئ، چې انډول(برابري) او اعتدال ستاسو لارښود وي. 

– زه په دې نه شرمېږم چې منښته، اقرار او اعتراف وکړم، چې زه له هغه څه څخه ناپوه یم چې زه پرې نه پوهېږم. 

– هوښیارانو ته پوهه او عقل لارښونه کوي، منځني عقلونو ته آزمایښت او تجربه، نا پوه او احمقانو ته اړتیا او ظالمانو ته غریزه. 

– د دې لپاره چې موږ آزاد خادمان واوسو، موږ باید ټول د قانون خادمان واوسو. 

– د خلکو خوندیتوب تر ټولو لوړ قانون دی. 

– جګړه قانون وژني. 

– زه هیڅکله د بل چا شتمني دومره نه ستایم، چې  له خپلې شتمنۍ څخه ناراضه شم. 

– د کایناتو لوست او مطالعه به نیمګړي وي تر څو چې عمل یې و نه څارل شي. 

– موږ خپلې خوښۍ هېره وو، خو غمونه او رنځونه مو په یاد دي. 

– زړور انسان د ایمان څخه ډک وي. 

– د جګړې په وخت کې، قوانین چُپ او خاموش دي. 

– جګړه، د هغو کسانو د وژلو ځای دی چې یو بل نه پیژني او د هغو کسانو په ګټه ده چې یو بل پېژني خو یو بل نه وژني. 

– عادت خورا پیاوړی دی، دا موږ ته د ستړیا زغم  او د درد، ټپ او زخم څخه د کرکې او نفرت کولو لوست او درس راکوي. 

– چوپتیا او خاموشي د خبرو اترو  له هنرونو څخه دی. 

– نا عادلانه او نا حقه سوله تر عادلانه جګړې ښه ده. 

– مخکې له دې چې تاسو پیل وکړئ په پاملرنې سره یې پلان کړئ. 

– تاسو به نورو ته همدومره ارزښت ورکوئ څومره چې تاسو د ځان لپاره ارزښت ورکوئ. 

– طبیعي ده چې هر څوک تېروتنې کوي، خو یوازې نا پوه او احمق تېروتنې ته دوام ورکوي. 

– پوهه چې له نیاو(عدالت) څخه جلا وي د حکمت او هوښیارتیا په ځای خیانت بلل کیدی شي. 

– خو ازادي څه ده؟ د ژوند کولو ځواک لکه څنګه چې یو څوک یې غواړي. 

– د شریعت احکام دا دي: په صداقت سره ژوند کوه، هیچا ته ضرر مه رسوه او د نورو حقوق ادا کول. 

– هیڅکله هم ملګري مه ځوروئ، حتا په ټوکه کې. 

– ریښتیني ملګري او دوستان که له سترګو لرې شي، له زړه نه، نه لرې کېږي. 

– دوستي او ملګرتیا د تقوی پر بنسټ ټینګه وي. که دا بنسټ له منځه ولاړ شي، دوستي او ملګرتیا به هم ړنګه شي. 

– هغه کسان چې دوستي له ژوند څخه لرې کوي، داسې دي لکه چې لمر مو له نړۍ نه اخيستی وي. 

– تاسو هیڅکله د کوچنیو خلکو سره لوی کارونه نشئ کولئ. 

– مننه او شکریه نه یوازې یو فضیلت دی بلکې د ټولو فضیلتونو پلار هم دی. 

– د دولت لپاره د انساني دندې په پرتله کومه غوره او ارزښتاکه دنده ده چې وده کوونکي نسل ته لوست او درس ورکوي. 

– دا ځانګړنه د هغه نا پوه او احمق لپاره ده چې د نورو کمزوري او عیبونه ګوري او خپل کمزوري او عیبونه هېروي. 

– د پنځ «طبیعت» د قانون له مخې، عادلانه دا ده، چې هیڅوک باید د بل په زیان او زیان رسولو سره بډای نشي. 

– څومره چې موږ لوړ مقام ته رسېږو هغومره باید عاجز او متواضع واوسو. 

– هیڅکله لویوالي او عظمت ته نه رسیږئ، تر څو چې په هغه لاره کې ډېر زیار او زحمت ونه باسئ. 

– مېړه باید د کور مغز او ښځه یې زړه وي. 

– مینه هڅه کوي چې له ښکلا څخه الهام اخیستونکي ملګرتیا را مینځته کړي. 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود