جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

دښاغلي مجیب الرحمن خطیبي شاعرۍ ته یوه لنډه کتنه 

د سمیع الدین افغاني لیکنه

د زړګي چیغه مې دعا شي چې بس ته په زړه شې

قلم د واره په ژړا شي چې بس ته په زړه شې 

مجیب الرحمان خطیبي

درنو او د قدر وړ لوستنکو!

د رړه درد تر سر لیک د ښاغلي مجیب الرحمان خطیبي د شعرونو نوې ټولګه ده چې څه برخه یې دشاعر په وینا منظم او څه نور یې ازاد شعرونه دي چې د شعر اوادب مینه والو ته یې وړاندې کوي ۰

ملګرو ! څه مده د مخې   زما څخه په یوه رادیویې مرکه کې یو دوست زما سره یو نظر شریک کړ  او وی ویل یې چې په دې ورستیو لسیزو کې شعر او شاعري زیاته شوې او د شعر په کیفیت کې هم تر کومه کچې  چې لازمه ده د شاعرۍ معیاري بڼه   کمزورې ښکاري ستاسو په دې اړه  نظر څه دی؟

ما په ځواب کې ورته وویل:

زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې د څو لسیزو را پدې خوا تپل شوې جګړه روانه ده او هره و ورځ زمونږ هیواد وال دمرګ ،ژوبله ، اجباري مهاجرتونو او د لسګونو نورو تراژیدویو شاهدان دي ۰د هیواد په ګوټ ګوت کې د نفاق ، شقاق او  بې باوریو لړیو ته لمن وهل شوې چې په داسې یو حالت کې به داسې با احساسه انسان په خاصه توګه افغان نه وې چې د  حالاتو نه متاثر شوی نه وي بنا همدا دلیل دی چې دافغانستان خلک په خاصه توګه ځوانان او د قلم خاوندان لاس په زنه ناست نه دي او د قلم په ژبه یې د خپل زړه درد او الام د خپلوهیواد والو سره د خپل وسې او استعداد په اندازه شریک کړی دی ۰

دوهمه اساساسي خبره داده چې هیڅوک شاعر دونیا ته نه دی راغلی  او هر شاعر به یو لمړنی یا ابتدائي پړاو تیروي تر څو ښه او معیاري شاعرترې جوړ  شي او که دنویو هغه ځوانانو شاعران په اشعارو کې د لسو شعرونوڅخه یو یا دوه هم د هیوادوالو د پام وړ وګرځي دا به هم دخپلې ژبې په معیاري کولو کې یو ښه قدم او  خدمت وي چې د قلم دلارې یې تر سره کوي۰

رابشو اصل مطلب ته:

په رښتیا هم په تیر څو لسیزو کې زمونږ په جنګ زپلي هیواد کې لیکوالي او شاعرۍ ته خاصه پاملرنه شوې ده چې په همدې سلسله کې دادي دهیواد ځوان او هاند شاعر ښاغلي مجیب الرحمان خطیبي د« زړه درد » تر سر لیک شعري ټولګه چاپ ته اماده او په نژدې راتلونکي کې به د ادب مینه والو په خدمت کې وي۰

په دغه شعري ګلبڼ کې د شاعر د خاطراتو رنګارنګ ګلونه شته چې د غزل ، لنډی ، چهار بيتې ، لوبې ،بګتئ ۰۰۰په بڼه راوستل شوي دي۰

ښاغلی مجیب الرحمان خطیبي با تقوا ، متدین ځوان شاعر دی چې د لوی خالق په ستاینه کې داسې وایي:

نه قلم وه نه داستان وه ته وې ربه

 نه دا ځمکه نه آسمان وه ته وې ربه 

چې  د نور مينه پټه وه حجاب کى 

نه کوم سوزاو نه هجران وه ته وى ربه

شاعر د خپلې مینې په وصف کې وایي:

یو خوا لافى ستا دمينى صبح او شام کړم
بل خوا تګ اغيار کوڅى ته تل مدام کړم

ښه پوهيږم چې مې زړه،ځيګر سوځيږي

ولې بيا مې لـه شرابـو نـه ډک جـام کړم

په بل ځای کې شاعر د بې باوریو نه شاکي دی د خپل دردیلي زړګي راز په اړه داسې وایي:

داد پټ زړګي مې  راز چاته بيان کړم
سوزيدلى د زړه حال چاته عيان کړم

چې له  درده مى يو سوز په زړه کى راشى
بیا له قهره چيغى پورته تر اسمان  کړم


همدا رنګه شاعر په دغه شعري مجموعه کې  د درد ،درڼا په تمه ،بی وفا دنیاګۍ، ګیله ،زړګیه،د زمانې بڼه اونورو ډیرو سرلیکونو تر عنوان خپلو شعرونو ته ځاي ورکړی چې هیله ده د لوستونکو د توجه وړ وګرځي ۰

دې سره زه خپلې خبرې راټولوم ، ښاغلي مجیب الرحمان خطیبي ته د دغه شعري ټولګې د چاپ مبارکۍ تر څنګ هغه ته د اوږد عمر او د پوره بریاوو هیله د لوی خدای له درباره څخه  لرم ۰

د شاعر د شعر یوه بیلګه : 

د زړه راز

د اد پټ زړګي مې  راز چاته بيان کړم
سوزيدلى د زړه حال چاته عيان کړم

په روښانه ورځ مى لاره کى تورتم دى
نه پوهيږم دا تورتم څنگه روښان کړم

دژوند بوستان مې ډک شو داغزيو نه
د اغزیو  بڼ به مې څنگه گلستان کړم

حال د زړه مى چاته هيڅ ويلى نشم
دادزړه پرهار به چيرته زه درمان کړم

چې له  درده مى يو سوز په زړه کى راشى
بیا له قهره چيغى پورته تر اسمان  کړم

بخت به ښه شى ز مجيب پدى يقين یم
رحمتونه به د خداى په ځان باران کړم

——————————-

پای