کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

ښاغلی رئيس درويش حسين خیل څوک دی؟

د سمیع الدین افغاني لیکنه

مخکې لدې چې د ښاغلي  ریئس درویش حسین خیل په اړه  معلومات د دوستانو سره شریک کړم په لمړي سر کې د لوګر د موسهي ولسوالۍ د جغرافیوي موقعت ، اوسیدونکي قامونه ،کلو او بانډو په اړه د لوستونکو سره لنډ معلومات شریکوم ۰

د موسهي ولسوالۍ

موسهي زمونږ د ګران هیواد افغانستان د پایتخت  سرسبزه او حاصل خیزه ولسوالیو ده چې د کابل ولایت په ۳۰ کیلو مترۍ کې موقعت لري، پدغه ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۰ زره وګړي میشت او په خپلو ورځني کارونو بخت او په مړي او ژوندي کې یو د بل جوګه دي ۰  

د موسهي ولسوالۍ شمال طرف ته يي کابل ، جنوب خواته یې لوګرولایت ، ختيز خواته يي ولسوالي خاکجباراو لويديځ خواته يي د چهار اسياب ولسوالي پرته ده ۰

د یادې ولسوالۍ خلک لکه د هیواد دنورو ولایاتو په څیر د تعلیم ، علم او پوهې سره ډيره مينه لري او معارف یې ډیر وتلي او مدبر اشخاص ټولنې ته وړاندی کړي  او ډیرشمیر  پوه او مدبر اشخاص یې په لوړو دولتی وظایفو کې خلکو ته د خدمت ویاړ لري ۰ ځینې

اوسیدونکي  يي حکومتي وظيفي لري، مسافرهم ډير دي تجاران هم لري۰

د موسهي په ولسوالۍ کې اوسیدونکي قامونه عبارت دي له : ۰

 حسين خيل ، احمدزي ، ستانکزي ، عبدالرحيمزي ، عربان ، يوسفزي ، مياخيل، اندړ، وردګ، سهاک او نور لوی او واړه میشت قامونه دي۰

   دکابل ولايت موسهي ولسوالي  ۶۷ لوي او واړه کلي او بانډې  لري  د عبدالروف خان کلا یې زړه او تاریخي کلا ده ۰

  د کلو موقعت یې له کابل څخه چې ورځې  ۱- اول کلي يي سنګي نويشته احمدکلا،۲- باسکولي کلاه ، ۳- کوز کشلاق ، ۴ – سيدخيل، ۵ – پاس کيشلاق  ،۶ – معين خيل ،۷ – ګلدره ، ۸ – سرکاري کلاه، ۹ – موفتي  کلا ۱۰ –  وچ کاريز ۱۱ -. نو اباد ۱۲ کوټي  ۱۳- موچي کاريز ۱۴ – ميستري شکلاق ، ۱۵ – دم چينارونه ، ۱۶ – زړه کلاه،۱۷ – عبدالروف کلاه، ۱۸ – خانانو کلاه  ۱۹ – چارسوه. ۲۰ – پاينده خيل. ۲۱ – سهکانو کلاه ۲۲ –  حاجي ملنګان ، ۲۳ – حاجي خيل ، ۲۴ – عزيز الله کلاه ،  ۲۵ – کټه سنګ ، ۲۶ – شات خانه،   ۲۷ –  چنو غونډي ۲۸ – عرابان کلي ۲۹ – کړوخيل ۳۰ ، الوخيل ، ۳۱ – حسين خيل ، ۳۲ مياخيل ،۳۳ جانان کلاه،۳۴- کلتغان ، ۳۵ -. حليم جان کلاه ۳۶-  ، چمن کلاه ۳۷ – ، سقاوه ۳۹او نور کلی دي چې اوسیدونکې یې په غم او ښادۍ کې یو د بل سره کور اوکلي او مدد ګار دي ۰

د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د یو اوسیدونکي او مدني فعال ښاغلي ریس درویش حسین خیل سره مو پیژندګلوی شوی چې د درنو لوستونکو سره یې شریکوم : ۰

دا ښاغلی رئيس درويش حسين نومیږي  چې د پلار نوم جلات خان او د نیکه نوم یې جمعه خان او په  قوم  حسين خيل د موسهي ولسوالۍ د عبدالروف خان کلا اوسیدونکی دی ۰

رئيس درويش حسين خيل د عبدالروف خان کلی اوسیدونکی په کال ۱۹۷۷ میلادي کې په یوې با دیانته اومجاهد پروره کورنۍ کې سترګې دنیا ته پرانیستلې .دا لا ماشوم وه چې  په وطن کې د ناخوالو اوبد امنیو او د پردیو د یرغل په پایله کې د خپل خوږ ټاټوبي څخه اجباري مهاجرت ته اړباستل شو او د پیښور «هري پور» د کډوالو کمپ ته د خپلې کورنۍ سره کډه شو۰

  هلته په پیښور کې یې  تحصيلات  تر دولسم ټولګي پوري  ترسره کړل اوبیا ورسته اروپا ته مهاجر او په فرانسې کې یې هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړ۰

  ښاغلی رئيس درويش حسين خیل په ۶ شپږو ژبو  بلدیت لري چې هغه عبارت دی له پښتو، دري فارسي ، انګلیسي ، فرانسوي ، ایتالوي  چې په یادو ژبو پوره ليک او لوست کولا شي ۰

ښاغلی رئيس درويش حسين خیل یو فعال مدني شخصیت دی چې د فسبوک او مدیا له لاري د زرهاوو افغانانو سره مدام د لایف لاری د هیواد حالات څيړي او په هیواد کې  دناخوالو د له مینځوړلو په هکله دمیدیا له لارې خپلې مبارزې او هلو، ځلو ته ادامه ورکوي۰ هغه پاکزړي ،بې الایشه اودینداره انسان دې چې د ملګرو او دوستانو سره په سړه سینه، ډیر خلوص او تواضع چلند لري ۰

ښاغلی رئيس درويش حسين خیل ته  د لا بریاوو هبله کوم او ورته د اوږد ، هوسا اوبسیا ژوند هیله مند یم ۰ 

په ډیره مینه

———–

 شاعر : سمیع الدین افغاني

په مهاجرت کې

دوطـــن غـــیـږه کـې مـې کـور وای

تـل خـــوشالـي وطـــن سمسور وای

چـې راشه درشه په هـــر لـــور وای

ماته پردي مالت کې خوب کله راځینه

د وطـن خـاورې بــه رانــجـه کـــړم

دا پـــردیسي  ژوندون بـــه څه کړم

چـــې اشنا ستـــا دیـــدن ونـه کړم

دا بې له تا ژوندون مې هردم ژړوینه

چـې مـوتـــاریـخ ته نــظــر وکــړو

دا خــپل نیکونــه را پــه زړه کـړو

دا د پــردو ژوندون بــه  څــه کړو

جګې شملې مودپلارو رایادې شینه

دا مـو پـــه خــپله پــه ځـان کــړي

چـــې ســره نـــه یو کـــور او کلي

مـــونـــږه  مـــدام  د بـــل منـــلي

چې دپردوپه لمسه خپل کور ورانونه

راځـــی چــې خپـل وطـن ابــادکـــړو

د هـــمغـــږۍ اصـــل بنـــیاد کـــړو

په ورور ګلوۍ خپل زړونه ښاد کړو

تر څو بــه ګالـو دپــردیو پیغورونه

وطـــن د ټولـــو شریک کـــور دی

هـــر قوم زمونږ د سترګو تور دی

دا هر افغان تـــه لوی پیغور دی

چې دښمنان مو په قومونو بیلوینه

د اتفاق نـه هـــرڅــه جـــوړ شي

چې مو سوکاله ځوان او زوړ شي

ټول  ابادي شي  وطن   موړ شي

راځئ چې یوکړو افغاني خواره قومونه

*** ****** ***

و من الله التوفیق