کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

د ايران لاسوهنې له حده زیاتې شوې؛ مخنيوی يې په کار دی

په داسې حال کې چې د افغانستان په کورنيو چارو، فرهنګي او مذهبي مسايلو او په حکومتي دستګاه کې د ایران د لاسوهنو په اړه پراخ شکايتونه موجود دي؛ اوس په تازه کې ايران د افغانستان په زراعت او مالدارۍ کې هم لاسوهنې ته مډې رابډوهلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو ډيره ښکته پورته کيږي چې په کې يو ايرانی چارواکی چې غالباً د ايران د زعفرانو صادرونکو اتحاديې مشر وي؛ په ډيرې بې شرمۍ او سپين سترګۍ وايې چې افغانستان ته زعفران مونږ (ايران) ورکړي دي.

دغه ايرانی چارواکی افغانستان ته د پيغور په ډول وايې چې دغه هيواد (افغانستان) پخوا د افيون يا کوکنارو د هيواد په نوم يادېده خو نن ورځ د ايران له برکته د زعفرانو د هيواد په نوم ياديږي. په دغه ويډيويې کليپ کې نوموړی ايرانی چارواکی په نورۍ نړۍ کې د افغانستان د زعفرانو لومړی مقام او تيز پرمختګ ايران ته د خطر د زنګ په ډول يادوي او ادعا کوي چې نوموړي د ايران پخواني حکومت او اوسني حکومت ته هم په همدې موضوع خپله اندېښنه وړاندې کړې ده. دغه ايرانی چارواکی اندېښنه څرګندوي چې که زعفران په نړۍ کې د افغانستان په نوم ثبت شي او GI کوډ واخلي نو له هغې وروسته که ایران بيا نورۍ نړۍ ته زعفران صادروي نو بايد افغانستان ته د لايسنس حق ورکړي.

نوټ: GI يا GEOGRAPHICAL INDICATION يو نړيوال معيار دی چې په يوه خاصه جغرافيه او موقعيت کې يو خاص محصول ته ورکول کیږي. هر کله چې يو محصول په نړيوال بازار کې د يو هيواد په نوم GI واخلي نو په ټوله نړۍ کې هماغه محصول بيا د نوموړي هيواد په نوم ياديږي او که بيا بل هر هيواد دغه محصول توليد او نړيوال بازار ته عرضه کوي نو بايد هغه لومړني هيواد ته چې محصول يې په نوم GI کوډ اخيستلی؛ د لايسنس په نوم ماليه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې يوې امریکايې څيړنيزې موسسې اعلان کړی چې د افغانستان زعفران د کيفيت، رنګ او خوند له مخې په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري. په همدې حال کې فرانسې ويلي چې په افغانستان کې د زعفرانو بزګرانو ته به د مسلکي زده کړې تر څنګ د زعفرانو د بسته بندۍ عصري دستګاوې هم ورکړي. زعفران چې په سرې طلا هم مشهور دی؛ داسې کرنيز نبات دی چې کښت يې آسان دی، کمو اوبوو ته اړتيا لري او قيمت يې لوړ دی چې کولی شي په افغانستان کې د کوکنارو ښه بديل و اوسي.

افغان زعفرانو ولې د ايران په نس کې درد پيدا کړی؟

لومړی: افغانستان ته د ماليې له ورکړې وېره

لکه څنګه چې په ياد ويډيو کليپ کې چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوی دی؛ په خپله ايرانی چارواکی اندېښنه ښيې چې که د نړۍ په بازار کې د افغانستان زعفران GI کوډ واخلي نو ايران اړ دی چې افغانستان ته ماليه ورکړي. همداسې په نړۍ کې د افغانستان زعفران د لومړي مقام له ګټلو وروسته اوس ايرانی دولت وارخطا شوی چې ممکن د ښه کيفيت، رنګ او خوند له مخې چې افغان زعفران يې لري؛ ممکن GI کوډ يا GEOGRAPHICAL INDICATION واخلي. د همدې لپاره ايران هڅه کوي چې يا د نړۍ بازارونو ته ايرانی زعفران د افغانستان په نوم وارد کړي، او يا افغانستان ته د ايراني بې کيفيته زعفران په واردولو سره د افغان زعفرانو نوم بد کړي.

ځکه ایران له دې وړاندې هم د افغانستان زعفرانو د بدنامولو او په نړۍ کې د افغانستان د زعفران په نوم د ايران بې کيفيته زعفران ته د بازار پيداکولو هڅې هم ډیرې کړي دي. په کراتو يې د څو پلورل شويو افغان سوداګرو په وسيله ايراني بې کيفيته زعفران افغانستان ته صادر کړي دي. هغه مهال چې ايراني زعفران افغانستان ته وارد کېدل نو د نړۍ په بازارونو کې يې دافغان زعفرانو په نوم او ارزښت منفي اغيز کړی و، خو کله چې د ولسمشر غني امر له ايرانه د زعفرانو او پيازو د قاچاق د مخنيوي امر وشو؛ ورسره په نړۍ کې د افغان زعفرانو نوم ښه شو.

دويم؛ د ايراني ولس ذهنيت بدلول:

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ يو ځل بيا پر ايران د اټومي پروګرام پر سر نوي بنديزونه ولګول؛ ايرانی حکومت د اقتصادي مشکلاتو تر څنګ په کور دننه د سياسيونو او ولسونو له غبرګون سره مخ شو. ایراني چارواکي د دې لپاره چې په کور دننه د خلکو ذهنيتونه بدل کړي؛ کله له افغانستان سره د اوبو مساله راپورته کوي، کله د افغان طالبانو څخه خپل ملاتړ په ښکاره اعلانوي، کله وايې چې له طالبانو د رول پرته په افغانستان کې حکومت رامنځته کول ناشوني دي او په تازه کې يې د افغان زعفرانو په اړه هم مغرضانه څرګندونې وکړي. د دغو ټولو څرګندونو څخه هدف يې يواځې د خپل ولس ذهنيت بدلول او فکر يې بل لور ته اړول دي.

لیکنه : خوشحال آصفي