وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

د ملي یووالي حکومت لاسته راوړنې

م. س

د ملي یووالي حکومت مشران په داسې حال کې د هېواد رهبري ته غاړه غړۍ شول چې هره برخه کې ستونزې بې حده ډېرې وې. د امریکا او افغانستان اړیکې په مبهم او ګونګ حالت کې وې. حکومتي ادارو کې فساد خپل اوج ته رسېدلی و، او د ۱۳۹۳ کال لانجمنې ټاکنې د دې سبب شوې چې د ولسمشر تر څنګ اجرایي پست را منځته شي. دوه ټاکنیز حریفان(تحول او تداوم) او (اصلاحات او همپالنه) مامور شول چې حکومت جوړ کړي، د دواړو ټیمونو تر منځ حکومتي څوکۍ او مسوولیتونه وویشل شول، انګېرنه دا وه چې دا به کارونه لا ښه او چټک کړي، خو برعکس دې برخه کې ستونزې ډېرې شوې. ځکه دوه متضاد ټیمونه یوه حکومت کې راټول شول، خو دا ولسمشر غني و چې د خپل  ښه مدیریت له امله یې ستونزې ورو ورو پای ته ورسولې. له امریکا سره یې اړیکو ته نوی رنګ ورکړ. له واشنګټن سره د امنیتي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. د واشنګټن له لارې د سیمې په ځواکمنو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان فشار راوړل شو څو د افغانستان د شخړې په هواري کې رغنده او رښتینی رول ولوبوي.

د ولسمشر غني لخوا بهرنۍ پالیسي په پنځو کړیو کې ترتیب شوه.

لومړۍ کړۍ: د افغانستان ګاونډیان 

دې برخه کې بې له چین نور ټول پنځه ګاونډي هېوادونه لکه پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان شامل دي

دوهمه کړۍ: اسلامي نړۍ

دریېمه کړۍ:

 ځواکمن او پیاوړي هېوادونه لکه (د امریکا متحده ایالتونه، ځیني اروپایي هېوادونه، روسیه، چین، استرالیا، کاناډا او جاپان) شامل دي.

څلورمه کړۍ: اسیایي هېوادونو ته ځانګړی شوې ده.

پنځمه کړۍ:  نړیوال سازمانونه او ټولنې دي.

د ولسمشر غني بهرنۍ پالیسي په څلورو مهمو ستنو ولاړه ده.

لومړي ستنه: پراختیا او بیا رغونه 

دوهمه ستنه: د امنیت ټینګښت

درېیمه ستنه: په نړیوال چاپیریال کې د افغانستان د ځای معلومول او ساتل.

څلورمه ستنه: د افغانستان د خلکو پرمختګ، ازادي، او د سولي ټینګښت دی.

ولسمشر غني او د هغه د ملي امنیت شورا سلاکار د حکومت دوه مهمې او مظبوطې څېرې دي. دواړو د بهرني سیاست لپاره منظم چوکاټ جوړ کړ. په پاکستان یې د فشار راوړولو لپاره چې د حامد کرزي په دوره کې د ټولو ناخوالو لوی عامل یادېده، د فشارونو لړۍ پیل کړه. په اسلامي هېوادونو کې یې مخ سعودي عربستان اود سیمې په ځواکمنو هېوادونو کې چین ته واړاوه.

دواړو هېوادونو ته د ولسمشر غني سفرونه له ښو پایلو سره مله وو. یاده دې وي چې لومړی یې پاکستان ته چانس ورکړ چې د شخړو په هواري کې مثبت رول ولوبوي خو ژر ورته څرګنده شوه چې پاکستان لوبه کوي او ده هم لوبه پیل کړه. د لوبې لوری ژر د کابل په ګټه واوښت، هم یې سیاسي برخه کې پاکستان منزوي کړ او هم یې  په اقتصادي برخه کې پر دې هېواد د افغانستان اتکا را کمه کړه.

ولسمشر غني د سیمې له نورو هېوادونو سره هم د اړیکو فعاله چینل جوړ کړ. ترکمنستان سره د کابل اړیکې ډېرې ښې شوې په داسې حال کې چې د حامد کرزي په مهال د کابل – عشق آباد اړیکې یو مخ سړې او بې خونده وې.

د اوسني حکومت هڅو ترکمستان دې ته تیار کړچې د اقیني – اتاه مراد د اوسپني پټلۍ وغزوي او د افغانستان سره ښې اړیکي ولري.

د افغانستان – ازبکستان اړیکې

د حامد کرزي په واکمني کې تر پاکستان وروسته ازبکستان دوهم هېواد و چې د ترانزیت په برخه کې یې کابل ته ستونزې جوړولې، خو اوسني حکومت تاشکند دې ته تیار کړ چې له افغانستان سره ښې سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې ولري.

د هند او افغانستان اړیکې

هند د افغانستان پخوانی ملګری پاتې شوی او کله چې پاکستان تورخم او سپین بولدک بندرونه وتړل، کابل د هوا له لارې هند او اماراتو ته کرنیز محصولات او توکي صادرکړل، دا د هېواد په تاریخ کې بې مخینې چاره وه.

د ایران او افغانستان اړیکې

کابل د ولسمشر غني په حکومت کې د ایران د کمزورتیا ټکی چې اوبه وې، پیدا کړ. ایران به تل افغان کډوال ځورول خو کابل یې په وړاندې سنجول شوی ګام پورته کړ، ایران اړ شو چې خپل سیاست بدل کړي.

له ځواکمنو هېوادونو سره اړېکې

اوسني حکومت وکولای شو چې تر یوه بریده له ځواکمنو هېوادونو سره ښې اړیکې جوړې کړي او تر ډېره په دغه برخه کې بریالی هم دی.

په اوسنۍ نړۍ کې د متحدینو لرل یو ضروري امر دی، ولسمشر غني وکولای شو، چې خپلې اړیکي له امریکا، انګلستان، اروپایي هېوادونو، روسیی او چین سره بیرته ورغوي او په سېمه او نړۍ کې خپل متحدین پیدا کړي.

ولسمشر غني او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په منظم ډول لګیا دي کابل ته داسې څه راوړي چې تېرو کې نه دي راوړل شوي. نړیوالو ته لومړی دا واضح شوه چې روانه جګړه د افغانانو نه ده بلکې دا یوه پیچلې شخړه ده که یې کنترول دلته ونه شي، نورو هېوادونو ته ژر سرایت کوي.

ولسمشر غني او محمد حنیف اتمر له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره له هر ډول شرط پرته د مذاکراتو وړاندیز وکړ. طالبانو یې که څه هم د عمري عملیاتو په پیلېدو سره د رد ځواب ورکړ خو په عمل کې وسلوال مخالفین له ماتې سره مخامخ شول، ځکه د سیمو لاندې کولو کې پاتې راغلل او سترو او وېرونکو چاودونو او ځانمرګو بریدونو ته یې مخه کړه. خو د کابل لاسته راوړنه دا وه چې افغان ځواکونه یې ښه تجهیز کړل، ځانګړي ځواکونه د فرقې له چوکاټه بهر شول او قول اردو کې تنظیم شول چې واضح خبره ده، تشکیلات  دوه برابره زیات شول. هوایي ځواکونو باندې هم کار په چټکۍ پیل شو، دې ځواکونو ته ډول ډول الوتکې او چورلکې برابرې شوې، واشنګټن تر ۲۰۲۰ کاله افغان هوایي ځواکونو ته د ۱۵۰ بلک هاک چورلکو د ورکړې ژمنه وکړه، دې لړ کې څو دا ډول چورلکې  چې د افغانستان په جغرافیه کې ښې ثابتې شوي، ورکړل شوې.

دا هر څه د منظمو کوښښونو او هڅو پایله وه.

په ټاکنیز بهیر کې هم مثبت پرمختګونه لیدل شوي، پتېل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د همدې کال د تلې په ۲۸ او د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په میاشت کې تر سره شي.

د ولسمشر غني د حکومت بله لاسته راوړنه د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ وه چې په رسمي ډول دغه برخلیک ټاکونکی بهیر پیل شوی او زرګونو کسانو الکترونیکي تذکرې اخیستي دي.

پای