جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

بيا څلور اړخيزه غونډه؛ خو د چا په ګټه ؟

له کابو يو نيم کال ځنډ وروسته د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا تر منځ د څلور اړخيزو غونډو لړۍ يو ځل بيا پېليږي، ټاکل شوې نن د تلې په ۲۴ دغه څلور اړخيزه غونډه د خلیج د سیمې په عربي هیواد عمان کې جوړه شي. افغان حکومت وايي، د عمان د پلازمېنې مسقط په نننۍ غونډه کې به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د تېرو څلور اړخیزو غونډو پر پرېکړو خبرې وشي. پاکستان هم دغې غونډې ته خوشبين دی او د دغه هيواد د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ويلي «څلوراړخیزې غونډې یو وار بیا پیلېږي. دا هغه څه دي چې موږ لا هم ورته هیله لرو.»

اوس پوښتنه دا ده لکه څنګه چې پاکستان دغې غونډې ته هيله من دی؛ آیا په دغې غونډه کې به د پاکستان هيله پوره شي او که د افغانستان هيلې به هم په نظر کې ونېول شي؟

لکه څنګه چې له تيرو پنځو څلور اړخيزو غونډو څخه افغان حکومت د خير څرک نه دی ليدلی، نو آيا اړتيا وه چې يو ځل بيا دې دغه تکراري او تجربه شوې لاره تعقيب شي؟

له يوې خوا د افغانستان، سيمې او پاکستان په اړه د امريکا په نوې ستراتيژۍ کې د جګړې له لارې د طالبانو په ځپلو تاکيد شوی دی، نو دغه غونډه به سولې ته د طالبانو په راماتولو کې څومره اغېزمنه واقع شي؟

که څه هم تر دې غونډې وړاندې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په هدف د څلور هیوادونو د استازو په ګډون ۵ غونډې نورې هم جوړې شوې دي؛ خو دا ځل شپږمه غونډه د افغانستان او پاکستان دواړه لپاره مهمه ده.

د پاکستان لپاره دا څلور اړخيزه غونډه ولې مهمه ده؟

د پاکستان لپاره په دې خاطر مهمه ده ځکه چې دغه هيواد اوس تر بل هر وخت تر کورني او بهرني فشارونو لاندې دی. پاکستان اوس د اوبو اخيستي انسان په شان ځګ ته هم لاس اچوي. دغه هيواد به تر خپلې وسې ډيره هڅه وکړي چې د دغې څلور اړخيزې غونډې پايله په خپلې ګټې وڅرخوي. ممکن پاکستان په دغې غونډه کې د تيرو څلور اړخيزو غونډو کې د پاکستان په ترسره شويو ژمنو څخه د ځينو ژمنو د عملي کولو لپاره هم حاضر شي. ځکه پاکستان اوس په ده باندې د موجودو فشارونو د ليرې په خاطر سپي ته هم ماما وايې. پاکستانيان به په دغه غونډه کې هم د افغان حکومت او هم د ټرمپ د خوشالولو لپاره هم به نوې ژمنې کوي او هم به د تيرو ژمنو د عملي کولو لپاره سينه ډبوي.

د پاکستان لپاره د دغې غونډې مهم وال بل په دې هم زیاتيږي چې د څلور اړخيزو غونډو لړۍ افغان حکومت د پاکستان لخوا د ژمنو د نه عملي کولو په غبرګون کې په ټپه درولې وه. پايله يې دا شوه چې افغان ولسمشر غني په هر کورني او نړيوال سټيج باندې د پاکستان اصلي څېره بربنډه کړه، نتیجه يې دا شوه چې پاکستان ته پته ولګېده چې له سېره څو پخيږي. وروسته بيا پاکستان ډيره هڅه وکړه چې د ولسمشر غني رضايت خپل کړي او دغه د څلور اړخيزو غونډو لړۍ بيا پيل کړي څو د نړيوالو له احتمالي فشاره (هغه چې نن ورځ پرې عملاً راغلی دی) ځان وژغوري. خو غني يې هر ډول غوښتنې ته منفي ځواب وويلو او دغه هيواد يې ناهيلی کړو چې دا دی نتيجه يې عملاً پاکستان د فشار لاندې نيول شول. نو اوس چې دغه غونډه بيا پيليږي او پاکستان يې له فشار څخه د خلاصون يوه وسيله ګڼي؛ د پاکستان لپاره ډيره اړينه ده.

د افغانستان لپاره ولې مهمه ده؟

که څه هم د څلور اړخيزو غونډو د لړۍ تيرو غونډو د افغانستان لپاره کومه ښه پايله نه درلوده، او دا ځل بيا هم د پاکستان په نيت شکمن دی خو د اوسنيو او پخوانيو شرايطو د پرتله کولو له مخې دا غونډه د افغانستان لپاره هم خاص اهميت لري. ځکه د تيرو غونډو د ناکامۍ يواځينی دليل د پاکستان لخوا په ترسره شويو ژمنو عمل نه کول و، او دا ځل چې پاکستان تر نړيوال فشارونو لاندې ساه اوباسي نو افغان حکومت ته دا هيله مندي ورکوي چې پاکستان به دا ځل د خپل ځان لپاره هم د خپلو ژمنو په عملي کولو پيل کوي. خو تر ټولو اړينه خبره دا ده چې افغان حکومت بايد له ډير دقت کار واخلي او پرينږدي چې يو ځل بيا پاکستان له امريکا سره معامله وکړي. ځکه د حقاني شبکې لخوا د دوه امريکا اتباعو له خوشي کولو داسې ښکاري چې حقاني شبکې د پاکستان په غوښتنه د دې لپاره چې پر ځان د امریکا باور يو ځل بيا پيدا کړي؛ دغه بنديان خوشي کړي. بل لور له دغه امریکايي اتباعو له خوشي کولو وروسته ډونالډ ټرمپ هم ويلي چې تر دې وروسته له پاکستان سره ښې اړيکې پېلوي.

لیکنه: خوشحال آصفي