دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

قرباني (لنډه کیسه)

نن د عرفاتو ورځ وه، عرفات یعنې د مسلمانانو د اخوت او وحدت د تمثیل ورځ. عرفات یانې د مسلمانانو تر ټولو سپیڅلې غونډۍ کې راغونډیل. عرفات هغه ځای دی چیرې چې د نړۍ ستر لارښود د ژوند مهم اساسات خلکو ته زده کول. دلته خلکو د لوی اختر د لمانځني لپاره لازمي ترتیبات نیول. چم او ګاوند ته مې لیدل چې ګاونډیانو ښکلی پسونه او ورغمي د قرباني په نیت راوړل. زه نه یوازی له کلی، کور، ګاوند، او وطن نه لیری مسافر وم؛ خو غربت ډیر سخت ځورلم. نور مې چا ته د پور د ویلو توان نه درلود ځکه دلته می له هر چا پور اخیستی وه. دا منم چې دلته عرفه وه، بازار او کوڅو کې ګڼه او ګوڼه زیاته وه؛ خو ځما د زړه په دنیاګۍ کې بیا هغه معموله ورځ وه. 


مازیګر کورته راغلم، پوره اته سوه روپۍ راسره وې؛ خو میرمن ته مې دا و نه ویل چې څو پیسې راسره دي. له روغبړ وروسته ځوی مې رامنډه کړه او په غیږ کښې مې کیناست، ویل یې: 


ــ بابا تا خو ویلي وو چی په لوی اختر کې درته څپلۍ اخلم، اوس خو دا دی صبا لوی اختر دی؟
ما وویل: بچیه په سترګو، د مازیګر له لمانځه وروسته بازارته ځو او درته یې اخلم. میرمن مې له هاخوا غږ کړ:
ــ سړیه! ځما څپلۍ هم نور د ګنډلو ګنجایش نلري؛ دا څو وارې مې د کالیو په ستن ګنډلي دي. ورته کړل مې: سمه ده وروسته له لمانځه ځان تیاروه، بیا به په ګډه ولاړشو او دواړو ته به یې واخلم. 
له لمانځه وروسته لومړی د ترموزونو دوکان ته ننوتو، د چای ترموز مو واخیست ځکه چی ترموز مو نه درلود. په درې سوه او دیرش روپۍ مې ترموز واخیست، له هټی ووتم او ځان سره می حساب وکړ چې په پاتو پیسو به نور شیان وشي که …؟

 
د سل مترو په واټن کې د کلچو هټۍ ته ننوتم، د یو سل او پنځوس روپو کلچې می واخیستې او رو رو د څپلو دوکان په خوا ورغلو. له ننوتو سره سمې مې سترګې په یوه جوړه څپلو ولګیدې چی زړه راښکونکې وې. خدای ته حاضر ډیرې می خوښې شو؛ خو غربت او اقتصادي ناچاریو د څپلو ارمان ځان سره د هیلو هدیرې ته یوړ. زما غرور نن کلونه وړاندې اقتصاد مات کړی و. 


د لږ ځند او سوچ وروسته مې له هټیوال وغوښتل چې د ماشومانو څپلۍ راواخلي. هغه څو رنګه څپلۍ راواخیستې؛ خو د میرمن مې خوښې نشوې، له هټۍ را ووتو او بل دوکان ته ورغلو. هلته مو ډیره ښکلې او رنګا رنګ څپلۍ و موندې. په یوه جوړ مې د بچی او میرمن دواړو سلا وشوه هغه مو له لږ جنجله په یو سل او اتیا روپۍ واخیستې. 


میرمن لکه ځما په سوچونو او ژیړ رنګۍ پوه شوې وه، ویل یی!: 


ــ زه یې نه اخلم خیر دی، چیرې به نه ځو! ریښتیا زړه مې را ډک شو!؛ خو فطرت مې سترګې پرې نه ښودې چی د زړه تسل په څو اوښکی مات کړم. 


ما ویل نه! داسي نه کیږي، ما سره کافي پیسې شته او اخلم یی.


دوه جوړه څپلۍ مې د میرمن خوښې شوې. یو جوړ یې زیاتې خوښې وې، هغه مې را واخیستې اود هټیوال سره مو په درې سوه کوتاهي وکړه. 


د خواراکي توکو هټۍ په لوری و خوځیدو. صرف یو کیلو پیاز مې واخیستل او هټیوال ته می وویل: چی میده پیسې نشته بله ورځ به یې درکړم، له ده مې تل سودا راوړله. په تریخ تبسم کې یې وویل: پروا نه کوي. 
د ترکاري واله په لوري روان شو، له هغې نه مې لږ انداز نعنه، دڼیا او ملۍ سرخکې واخیستې. هټیواله چې یوه دنګه توره میرمن وه، په زړه ډیره مهربانه و، تل به یې زما بچی ته تازه شیان ورکول او مونږ سره به یې تود روغبړ کاوه. هغې ته مې هم وویل: چی ماتې روپۍ را سره نشته بیا به یې درکړم. هغې په زړه سوانده انداز او ورین تندی وویل: که نورڅه وړې، هم یوسه. 


ما ویل مننه. 


نور نو د کور په لوری را روان شو. 


له بازاره تر کوره راز راز فکرونو، سوچونو او خیالونو د غم په ټال زنګولم، د کور د دروازې په لیدو د اندیښنو له اسپه ناهیلی را کوز شوم. کور ته راننوتم؛ خو په ځان نه وم. له څو محدودو شیبو وروسته بیا د سوچونو څپو په مخه کړم. په غم کې انسان ته سوچونه هم ډیر راځي.


شپه شوه او تته تیاره هر خواته خوراه وه. څه چی پاخه وو په ګده مو سره وخوړل. کوچنی ویدی شو، هغه هم له نیکریزو پرته. ما ته خوب نه راته ځکه ما ویل: صبا به د غوښې پیسې له کومه کړم او که کوم ماشوم اختر مبارکۍ ته راغی نو بیا به … ؟

 
خدای مکړه که ماشوم ناروغ شی نو بیا…؟


دې او ورته نورو اندیښنو مې ذهن تسخیر کړی وو. که څه هم خوب نه راته خو ما په زوره سترګې پټې کړې او کمپله مې راکش کړه. اوس مې هر څه سترګو ته رډ رډ دریدل: هغه سرې بخملینې څپلۍ چې زما نظر یې له مانه وړی و؛ خو غریبۍ یې د اخیستو ځواک راته رانکړ. 


اختر لپاره مې جامې هم نه درلودې! لنډه چی اختر و خو ماته د اختر کومه نښه او نښانه نه ښکاریده. د صبا مو نه لرله. خدای ته حاضر د مایوسیت څپې داسې د ناهیلي کوهی ته غوځار کړم چې ترې راوتل را ته بې حده ناشوني شول. سترګو کې مې بې اختیاره اوبه ډنډ شوې، باران پیل شو، غمجن سیلاب مې په مخ راغی او د زړه تل یې را خړوبه کړ. د اوښکو په ګرداب کې ویده شوی وم. د ملا په اذان پاڅیدم او مسجد ته ولاړم. له لمانځه وروسته کورته راستون شوم. 


ترخه چای مو وڅښل. د عیدګاه په لوری روان وم، تر څنګ مې ډلې ډلې خلک چی نوې جامې یې اغوستې وې روان ول. ناڅاپه مې په خپل څلورکلن شلیدلی کمیس سترګې و نښتې چی نن مې د لوی اختر د لمانځلو په موخه اغوستی و. ما ویل که دا خلک په دې نړۍ کې نه اوسي؛ ځکه ډیر خوشاله و. د اختر له لمانځه وروسته غلی کورته راستون شوم؛ ځکه ما خو څوک نه پیژندل له چا سره مې اختر مبارکي کړې وای. په کور کې مې له ځوی او میرمن سره اختر مبارکي وکړه، ځوی می په غږ کی ټینګ کیناست ویل : بابا ما ته به اختری راکوي. زه او ځوی مې د باندې ولاړو. دلته مې کوچنیان لیدل چې په ښکلو جامو کې لاندې او باندې تاویدل، سلامونه او اختر مبارکۍ یې کولې. عجیبه خوند او مزه راته د دوی په معصومو څیرو کې ښکاریدله، له واریه یې مینه او اخلاص دربښه. زمونږ په چم او مالت کې په لسګونو مسلمانان اوسیدل، د ګوتو په شمیر څو تنو قربان کړې وه چې شمیر به یې له څلورو نه زیاتیده. 


داسی خلکو قربانې کړې وه چې اصلا په کال کې پرته له ځینو جمعو نور یې د مسجد مخ نه و لیدلی. دوي کې ډیری داسې خلک هم و چې کورنو یې د مسجد دروازې ته څیرمه ول؛ خو لمانځه ته نه راتلل او اوس یې قرباني کړې وه. داسې خلک مې هم ولیدل چې فقط دیاړي (روز مزدوري) به یې کوله؛ خو هم یې میرمن او هم یې ځان ته قرباني کړې وه. ټوله ته یې قربانی غوښه ایشله؛ مګر ځیني داسې خلک مې هم په خپلو ګنهګارو سترګو ولیدل چی هیڅ چاته یې قرباني غوښه و نه ویشله. ویل یې: زه خپله مستحق یم. ځان سره مې کړل خانه دې خرابه مه شه؛ نو بیا قرباني ولې کوي بس وایه چې ځان ته مال د غوښې په پار حلالوم. 
د دوي کارونو ته په کتنې سره مې خیال ته بیلابیلې پوښتنې دریدلې: ایا قرباني به ډیره مهمه وي او که فرض لمونځ؟ ایا د دوی قرباني به خدای تعالی ته قبوله شي په داسې حال کې چې ګاونډی یې د یو وخت قطغ او ډوډۍ نه لري؟ ایا دوی د ګاونډیانو په اړوند کوم مسولیت لري؟ دوي کې ځینې داسې هم و چې نه یې تکبیر زده و او نه ورته د قرباني احکام معلوم ول. په ځینو مسلمانو کورنيو کې خو ان د ازادۍ او اخلاقي فقر لمر ختلی و؛ خو دوي به قرباني د ټولو ګنهونو د تویدا او معاف وسیله بلله.

خلیل الله توحیدیار ساپی
هندوستان
حیدراباد
ناچارام
سه شنبه
09-22-2015