دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

خبردار ! د افغانانو پر وړاندې دسيسه روانه ده

وروسته له هغې چې د افغانستان او د افغان ولس دښمنانو تيره چهارشنبې په سلګونو افغانان د غم په ټغر کېنول؛ په سبا يې څو پلورل شويو او جاسوسو کړيو په لاريون کې د لاريونوالو له سپيڅلو احساساتو  کرغيړنه استفاده وکړه او په لوی لاس يې سوله ييز لاريون سياسي کړ چې په کې بيا هم عام ولس ته مرګ ژوبله واوښته. په لاريون کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د زوی محمد سالم ايزديار په ګډون اووه لاریونوال وژل شوي او تر لسو ټپیان دي. بيا کله چې د محمد عالم ايزديار د زوی د جنازې مراسم ترسره کيدل نو د جاسوسو کړيو د پلان مطابق په جنازه کې هم پرله پسې چاوندې وشوې. د ایزدیار د زوی د تدفین په مراسمو کې هم د چاودنو له امله د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۸ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.‌

اوس خلکو او ټول ولس ته جوته شوې چې د تيرې چهارشنبې د ورځې خونړی بريد، بيا د حکومت پر ضد لاريون چمتو کول او په لاريون کې هم مرګ ژوبله او بيا د ښاغلي ايزياد د زوی د جنازې په مراسمو کې پرله پسې بريدونه يو له بل سره تړاو لري او ټول د يوې ځانګړې کړۍ کار دی. څو پلورل شويو څيرو د منظم پلان له مخې د افغانانو تر منځ د بې تفاقۍ، تعصب او بدبينۍ پروژه پيل کړې ده. تيره ورځ هم دغو پلورل شويو څيرو چې ځينې يې پخپله د دولت او حکومت جز دي؛ تيره ورځ هم هڅه وکړه چې د لاريونوالو له احساساتو په استفادې لاريون په کودتا بدل او په اوسمهال کې نيم ژواندی حکومت راوپرځوي.

دوی څو ډلې دي. يوه هغه ډله ده چې په دنده کې د خپلو بې کفايتيو او ناوړه استفادې له امله د اشرف غني له خوا له دندو وشړل شول او دولتي امکانات پرې قطع شول. کله چې دوی له خپلو دندو څخه د خپلو ناغيړيو او له دندې څخه د ناوړه ګټې اخيستنې له امله وشړل شول نو دومره زور يې ورکړ چې حتی د قومي جنګونو د پیل خبرداری يې ورکړ. دا هغه ډله ده چې اوس د خپل دولتي موقف د لاسه وتلو له امله له حکومت يې سره دښمني اعلان کړې ده او د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه کوي. دغه ډله اوس له هرې لارې کوښښ کوي چې پر حکومت فشار راوړي او يا د حکومت پر وړاندې د خلکو احساسات راوپاروي. دوی په ولس کې دومره منفور شوي څېرې دي چې څه موده وړاندې يې د حکومت پر ضد لاريون ترسره کړ خو په لاريون کې پرته له ديرشو هغو کسانو څخه چې دوی په کرايه نيولي و؛ نور د ولس له منځه هيچا ګډون ونه کړ. دوی پوهيږي چې په يواځې ځان په دوی نور ولس نه راټوليږي نو ځکه يې د تيرې ورځې له لاريونوالو د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار واخيست.

بله ډله هغه څوک دي چې د افغانانو تر منځ د بې تفاقۍ، بدبينۍ، دښمنۍ، تعصب او تبعيض اچولو د پروژو سرلاري او پلي کوونکي دي. دا ډله هغه څوک دي چې د پاکستان او ايران په اشاره د هغوی ګټې خوندي کوي. هغه ډله ده چې خوري او څکي د افغان دولت، خو هګۍ د پاکستان او ايران لپاره اچوي. دوی هغه څوک دي چې څه موده وړاندې يې د هيواد ستر قوم د يووالي او ډيرښت له امله يې د ډيورنډ کرښې د رسميت او د هيواد ستر قوم په منځ د دوه ځايه کيدلو لپاره له حکومته غوښتنه وکړه چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپيژني. دوی هغه څوک دي چې د افغانان ولس د ذليله کولو او د افغانستان د وروسته پاتې کيدلو لپاره پرې د ايران او پاکستان لخوا پانګونه شوې ده. دوی د همدې لپاره ګومارل شوي چې فرصت ته په کتو هرې ستونزې ته قومي، سمتي، ژبني او مذهبي رنګ ورکړي او د قومونو، سمتونو او مذهبونو تر منځ درز واچوي.

که څه هم د افغانانو تر منځ د واټن رامنځ کولو او په افغانستان کې ميشت قومونه په يو له بل سره په دښمنۍ اچولو پروژه له وړاندې د ځينو مزدور څېرو پر مټ پلي کيدونکې ده؛ خو د ملي يووالي نيم ژواندي حکومت پر مهال په ځانګړې توګه د تيرې اونۍ راهيسې دغه پروژه په ډيره چټکۍ پلي کيدونکې ده. اوس ځانګړې کړۍ د يو واحد هدف لپاره سره يو ځای شوي دي او پيل يې د حکومت پر ضد د خلکو د احساساتو له پارولو کوي. که خدای مه کړه د دوی دغه پروژه پلي شي نو پرته له شکه ورپسې بيا د قومونو او مذهبونو تر منځ به د نفاق لمبې بلې شي.

پس لازمه او اړينه ده چې ولس په ځانګړې توګه ځوانان مو د دښمن له دغې دسيسې خبر واوسي او خپل مسوليت د قومونو او ولسونو د اتفاق لپاره ترسره کړي. ځوانان مو بايد د نورو پلورل شويو کړيو د  سياسي موخو ښکار نه شي. په اوسنيو حساسو شرايطو کې مو له ټولو ځوانانو په ټوله کې له ټول ولس نه غوښتنه ده چې په پوره دقت او تحليل سره ګام پورته کړي او هڅه وکړي د قومونو او ولسونو تر منځ اتفاق او يووالی وساتي. که ځوان قشر مو د تعقل پر ځای له احساساتو کار واخلي نو پرته له شکه چې د افغانانو د دښمن شوم پلان به پلی او ا فغانان به يو ځل بيا د نفاق د لمبو قرباني شي.

د واحد افغان ولس او واحد افغانستان په هيله

ليکنه خوشحال آصفي