نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د پکتيکاخونړی برید چا کړی؟  طالب، حکومت که  امریکا

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

موږ داخبره نه منو چې يواځي په اعلامیو کې دي داخبره په جګړه کې شکېل لوري رد کړي، چې د یحی خیلو په خونړي برید کې ددوی لاس نه شته، او نه هم د کوم لوري تښه ادعاء منو چې پړه يې په بل لوري ور اچوي، د سیاسي چارو د شنونکو داخبرې چې په دي کې د نړیوالو او سېمې هیوادونو د استخباراتو لاس دی اوسمهال کوم کره ثبوت نه شته، وخت ته اړتیا شته چې څیړنه ؤشي او د برید اصلي عاملین په نښه شي.

سياسې معامله کوونکې دي زموږ ځوانان، زموږ لوبغاړي د خپلو شومو سیاسي اهدافو له پاره نه کاروي، او زموږ ځوانان او لوبغاړي هم باید متوجه وې چې د مغرضو سیاست کوونکو د بد سیاست قرباني نه شي.

د یحی خیلو ولسوالۍ کې د پړاو په سېمه کې خونړۍ پېښه چې تر لسو زیاتو اربکیانو په ګډون زموږ ډیری بې ګناه ملکې افغانان پکې ووژل شول، ګټه يې نه حکومت او نه هم وسلوالو طالبانو ته رسيږي، بلکه ګټه يې نړيوالو او سیمئیزو استخباراتي لوبغاړو ته رسیږي، موږ له دواړو لورو غواړ و چې ددغسي بریدونو په اړه افغان ولس ته سپیناوی ورکړي.

که له يو لوري افغان  حکومت يې پړه پر طالب ور اچوې او کره شواهد وړاندي نه کړي، ددغسي پېښو اړوند حکومت هم ډیری سیاسي شنونکي ځکه ملامتوي چې ولي په دغه ډول ناامن ځای کې دومره ډیرو خلکو ته د اربکیانو ترڅنګ اجازه ورکوي، ځکه اربکیان په جګړه کې شکېل خلک دي او د بېلابېلو کړیو له خوا هدف دي.

که برید ګر د اربکیانو د مشرانو د له منځه وړلو له کبله ځان ته چاودنه ورکوي او بیا عام ملکې بې ګناه خلک وژل کيږي، دا هغه جرم دی چې افغانانو ته د منلو وړ نه دی.

هر ځل چې په افغانستان کې لویه پېښه کيږي، دهغې سره هم مهاله بله پلان شوې خونړۍ پېښه صورت نیسي، او داهرڅه ددي له پاره چې د خلکو اذهان بل لو رته متوجه کړي، بهرنیانو او سیاست کوونکو ته د افغان وینه هیڅ ډول ارزښت نه لري، يواځي خپل ناوړه شوم اهداف ورته مهم دي.

د نومبر په ۲۳مه ۲۰۱۴ سهار مهال د ولسې جرګې له خوا د امريکا او افغانستان ترمنځ نابرابر امنیتې تړون تاید شو، چې ډیری افغانان ددغه ډول د غلامي تړون مخالف ؤ، او هغه وکیلان چې د تړون مخالف ؤ هغوئ ته هم د خبرو اجازه ورنه کول شوه، د ولسې جرګې تالار هم ډک نه ؤ، يواځي ښځينه وکيلاني وي چې غیرحاضرې نه وي.

د تړون تر لاسلیک وروسته ماښام مهال د یحی خیلو خونړۍ پېښه رامنځته کيږي او د تړون لاسلیک او بده پېښه تر خپل سيوري لاندي راولي. د ولس ټوله توجه د تړون له تاید څخه بل لوري ته اړول کيږي.

سمه ده ځینې راپورونه داسي دی چې دلته د اربکیانو د فوټبال د ټیمونو تر منځ د والیبال سیالي وه او ورغلي خلک هم د اربکيانو پلويان ؤ، زما سوال دادی چې هغه اولس ۱۷ تنکې ماشومان چې په سرو وینو کې لت پت پراته ؤ آیا هغوئ اربکیان ؤ؟

هغه ملکې کسان چې وسله يې نه لرله، او د سياست کوونکو د شومو اهدافو قربانیان شول، له هیڅ کوم لوري سره نه ؤ ولاړ ، آیا د هغوئ مرګ ځکه روا دی چې د اربکیانو د والیبال ټورنمنټ ته ورغلي ؤ؟؟؟

نه طالب مني چې دغه برید يې کړی، نه يې حکومت مني چې دغه برید کې لاس لري، او نه يې امريکا مني. ښه دابرید نو بیاچا کړی؟ اسماني تندر دی چې راولویدی؟

که موږ غوښتنه وکړو چې سمه پلټنه دي ؤشي چې دا څه ډول برید ؤ د چا له خوا ؤشو، آیا دابه شکېلې ډلې ومني چې پلټنو ته غاړه کيږدي. طالب خو به ووايې چې ما برید نه دی کړی، شواهد که څوک ولري وړاندي دي کړي.

آیا حکومت به وکولای شي چې کره شواهد وړاندي کړي چې په برید کې د چا لاس دی؟ نه  داسي شواهد چې څو نومونه واخلي او ووايې چې پلان په بهر کې جوړ شوې.

ننۍ ټکنالوژې دومره پرمختګ کړي چې کله په ډیره لیرې پر ته سېمه کې هم کومه پېښه کيږي د هغې انځورونو په ژوندي ډول سره ټلویزونونه ښئې، سمه ده چې په افغانستان کې ټولې سېمې په نړيواله توګه يې کورډیناټ سیسټم ته نه دي داخل شوې، ولي د هر کلي او هرې پوستې کورډیناټ له بهرنيانو (امریکایانو) سره موجود دي، او بهرنیان داسي ټکنالوژي هم لري چې د يوې او دوو ورځو مخکې پېښې انځوریز شکل په هواء کې له موجونو څخه را اخستلای شي.

افغان حکومت ته په کار ده چې له امريکا څخه غوښتنه وکړي چې ددغې پېښې په اړه له سټلایټ څخه هغه اولنی حالت او انځورونه په واک کې ورکړي، چې څه ډول او کوم بریدګر هلته ننوتلی دی، او برید په کوم حالت کې شوې. آیا دا وژونکی بریدګر ؤ؟ چاودنه وه؟ او يا د ټکنالوژې په مټ کومه بله ورته پېښه وه؟

امريکایانو په ډیرو سېمو کې په هواء او ځمکه د څارنې وسایل لګولي دي، اوس چې په پکتیکا کې په ګڼ شمير کې بهرنیان نشته، نه پوهیږم چې په سېمه کې به ددوئ دغه د څارنې وسایل پاتې وي يانه؟

ولي که نړيوال په اوکراین کې د لویدلي الوتکې د لویدلو پیچلی او مغلق شکل او د پېښې حالت معلومولای شې، که په سوریه او عراق کې د کارول شويو وسلو ډول او کارونه معلومولای شي، نو بیا شونې ده چې د يحیي خیلو د پېښې اصلي شکل هم معلوم کړي.

عینې شاهدان وايې چې دا يو سرتیری برید ؤ، د يوه هلک په واسطه شوې او هلک د اربکیانو قومندان ته غیږ ورکړي، په دغه وخت کې چې ځان ته چاودنه ورکوي د تکبیر نعره یې هم کړي ده.

که چيرته دا سرتیری برید وي، پخوانې ډیری سرتیري بریدونه چې شوې دومره مرګ ژوبله يې نه ده لرلي. په کار ده چې وضاحت يې ؤشي.

هغه ژوبل کسان چې روغتونو ته وړل شوې، ډیری يې داسي دي چې د بدن لاندي برخې يې ژوبلې شوې، د طبې معلوماتو پربنسټ ځمکنی انفجار د بدن لاندي برخې له منځه وړي، او سرتیري بریدګر په ټوله کې د خلکو د بدن لوړه برخه له منځه وړي.

دلته نږدې يو موټرسایکل هم ولاړ دی، عیني شاهدان وايې چې موټر سایکل هم انفجار کړی، دابه ومنو چې بریدګر هلته لاره پیداکړي، خو د انفجاري موادو ډک موټر سایکل د چا له خوا د چا په مټ دغه مهم ځای ته رسول شوی او بیا امنيتې کسان هم پرې نه دي شکمن شوې.

برید هغه وخت سرته رسیدلي چې د ټورنمنټ د پای شيبې دي، د اربکیانو مهم قومندان همدې ځای ته رارسيږي.

ددغه ډول بریدونو اصلي سرچینې او عوامل په کار دی چې له منځه یوړل شې، او اصلي عامل يې په هیواد کې روانه جګړه، زور زیاتی، له ولس سره ناسم چلند او د بهرنیانو شتون دی.

زه خپل له درد او غم ډک تسلیت د يحیی خیلو خلکو او هغو کورنیو ته وړاندي کوم چې په خونړۍ پېښه کې يې د کورنۍ بې ګناه غړې له منځه وړل شوې او يا خو ژوبل شوې.

اوس که سېمې ته ډاکټر عبدالله عبدالله ورځې او يا روغتون ته ډاکټر اشرف غني او عبدالرشید دوستم ورځي، ګټه يې څه ده، دوئ به هم د کرزي په ډول د وژل شويو کورنیو ته کم او زیات ۲۰۰۰ ډالر او ژوبل شويو ته کم او زیات ۱۰۰۰ ډالره ورکړي، او د افغان وینه به د پخوا په ډول ارزانه خرڅه کړي.

آیا دحکومت او طالبانو ناوخته خواخوږې به دهغو ۱۷  تنکیو ماشومانو مورګانو ته د کوم درد دواء شې؟

حکومت ته په کار ده چې د پېښې سمه پلټنه وکړې، د مستدللو دلایلو سره ولس ته راوړاندي شې او حقایق د ولس مخکې کيږدي.

وسلوال طالبان هم باید د پېښې اړوند افغان ولس ته سپيناوی وړاندي کړي، که ددوي له نوم څخه په رښتیا هم څوک ناوړه ګټه پورته کوي باید مخنیوی يې وکړي.

زه باوري یم چې د ماشومانو، بې ګناه افغانانو او ملکې کسانو مرګ ته هیڅ مسلمان زړه نه ښه کوي، او نه هم د بې ګناه خلکو وژلو اوله منځه وړلو ته د اسلام اساسات اجازه ورکوي.

دغه خونړۍ پېښه به وروستۍ نه وي، مخکې هم موږ افغانان د پردیو د ګټو قرباني شوې يو، اوس هم افغان ولس قرباني کيږي او دغه ډول ناوړه کړنۍ به دوام ولري، چې زموږ بې ګناه کسان د خپل منځي نفرتونو د زياتوالي په موخه قرباني شي.

د پکتیکا پېښه او ديته ورته پيښې يواځي د افغان ولس په منځ کې نفرتونه پيداکوي، دواړو لورو (حکومت او وسلوال طالب ) ته يې د ګټې پرځای زیان ډیر دی، دواړه لوري باید هڅې وکړې چې ددغه ډول کړنو مخنیوی ؤشي او افغان ولس د پرديو د شومو اهدافو او بدو سیاستونو قرباني نه شي.