آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

حکومت ځان شرموي، ناکام چارواکي سفيران شول

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د تاريخي محکومينو کثافت داني

حبيبي او شهيم په اردن او قزاقستان کې د افغانستان سفيران وټاکل شول.

د هر هيواد د سياسي فرهنګ له مخې، سفير يې له هيواده د باندې ديپلوماتيک استازی بلل کيږي. دغه سفير بيا په ټاکل شوي هيواد کې له سياسي او نظامي مسايلو نيولی آن تر ټولنيزو او فرهنګي چارو پورې په ټولو مسايلو کې له خپل هيواده استازولي کوي. همدارنګه د دوو هيوادونو په سياسي، اقتصادي، نظامي او ټولو اړيکو کې مهم رول لوبوي. د خپل هيواد له جغرافيې، سياست او ډيپلوماتيکو حالاتو څخه خبرداری؛ د ټولو سفيرانو لپاره اصلي معيار حسابيږي. خو اساسي پوښتنه دا ده چې آيا په افغانستان کې دغه ټول معيارونه په نظر کې نيول کيږي يا هم د شخص کاري تجربه او سابقه په نظر کې نيول کيږي؟

په نورو هيوادونو کې د سفير د ټاکلو لپاره ځانګړي معيارونه په نظر کې نيول کيږي چې پر اساس يې سفير په ټاکل شوي هيواد کې د خپل هيواد ګټې او حيثيت تامنيولی شي. خو له بده مرغه په افغانستان کې بيا معيار سياسي، ګوندي او قومي ملحوظات، شخصي اړيکې، له يو وزير، وکيل او يا رييس سره شناخت دی. همدا اوس مهال له هيواده د باندې په نورو هيوادونو کې د افغانستان ديپلوماټان په شخصي کاروبارونو بوخت دي. تنخواګانې د افغانستان له حکومته اخلي خو دوی هلته په خپلو شخصي تجارتونو بوخت دي او هلته د ميشتو افغانانو ستونزو ته هيڅ رسيدګي نشي کولی.

دلته په افغانستان کې که يو څوک په يوه دولتي څوکۍ کې ناکام شي او خپل کارونه په سمه توګه ترسره نه کړای شي نو هغه بيا د دې پر ځای چې له دندې ګوښه او د خپلو ناکاميو اړوند تحقيق ترې وشي؛ په نورو هيوادونو کې د سفير په توګه ټاکل کيږي. همداسې يوه تازه بيلګه يې د دفاع پخوانی ناکام وزير عبدالله حبيبي او پخوانی ناکام لوی درستيز قدم شاه شهيم په اردن او قزاقستان هيوادونو کې د افغانستان د سفيرانو په توګه ټاکل دي. دوی د دې پر ځای چې په خپلو تيرو دندو کې د ناکاميو پوښتنه او تحقيق ترې وشي، په نورو هيوادونو کې د سفيرانو په توګه ټاکل شوي دي.

اصلاً په بهرنیو چارو وزارت کې هغه کسان باید په کار وګمارل شي چې د هيواد په اساسي قانون پوه، نړیوالو اړیکو، دیپلوماسۍ، حقوقو، ادبیاتو، ژورنالیزم او سیاسي علومو کې ماستري یا دکتورا ولري اود سیمي او نړۍ د هيوادنو په تاریخ او بهرني سیاست باندې پوه کسان وي. په یوه بهرنۍ ژبه بايد کاملآ د خبرو صلاحيت ولري او بلاخره تر ټولو اړين دا چې يوه ښه او بريالۍ کاري مخينه ولري. نو تاسو قضاوت وکړئ د خدای لپاره آيا دا قدم شاه شهیم او دا بل ویده وزير عبدالله حبيبي په دغه ځانګړتياوو او معيارونو برابر دي؟

آيا دوی په ډيپلوماسۍ کې کافي زده کړې لري، آيا دوی په کومه بهرنۍ ژبه د خبرو کولو او لوستلو صلاحيت لري، آیا دوی د خپل هيواد په تاريخ او جغرافيه پوهيږي، آيا دوی د سيمي او په کوم هيواد کې چې د سفير په توګه ټاکل شوي دي؛ د هماغه هيواد له تاريخ او کلتور څخه خبر دي، آيا دوی ډ‌يپلوماټيک جرأت لري، آيا ولس د دوی په تيرو دندو کې له دوی نه راضي او خوښ دی، آيا دوی په خپلو تيرو دندو کې د ولس لپاره لاسته راوړنې لري، آيا دوی خپل ولس او هيواد ته د وفادارۍ تعهد لري، آيا دوی په افغانستان کې قومي اوسياسي نفوذ لري، آيا دوی په سياسي پوسټونو کې ښه شهرت لري، آيا دوی کاري وړتيا او نوښت لري، آيا دوی په خپلو تيرو دندو کې سالم کاري پلان او پروګرام درلودو، او آيا دوی ښه مديران دي؟

پرته له شکه چې د دغو ټولو پوښتنو ځواب منفي یعنې «نه» دی. که حقيقت ته وکتل شي دوی بايد په خپلو  تيرو دندو کې د ناکامۍ او د خپلو اتلو سرتيرو له وينو سره د خيانت په تور په څرخي پل زندان کې بنديان وای. ځکه دوی د خپلو سرتيرو له سر او مال څخه دفاع ونکړای شوه، دوی په نظامي دريشۍ کې هسې تش بوتان ولاړ و. ولس د دوی له کارونو راضي نه دی. دوی خو په خپلو تيرو دندو کې د ناکمۍ له امله په نړيواله کچه د افغان حکومت پزه پرې کړه، دوی به اوس څنګه هلته په سفارتونو کې له خلکو سره سترګې مخ کوي چې دوی چې په کور دننه له خپل هيواده سمه ساتنه او استازولي ونه کړه نو څنګه به اوس په يو بهرني هيواد کې له خپل هيواده استازولي وکړي؟

خپله ولسمشر په نورو هيوادونو کې د سفيرانو په توګه د دغو دواړو کسانو په ټاکنه کې لويه اشتباه کړې ده. د اوسنيو ټاکنو له مخې داسې معلوميږی چې افغانستان نه يوازې په کور دننه، بلکې په سفارتونو او ديپلوماټيکو نمايندګيو کې هم له قحط الرجال او ستونزو سره مخ دی.

لیکنه : خوشحال آصفي