زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د تورتم غورځنګ بيا د سرکشۍ تابيا لري

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د اپريل په درېمه نېټه ولسمشر غني د استرالیا د صدراعظم ملکم ټرنبل په بلنه دې هېواد ته سفر وکړي چې په کې به دواړه خواوې د کانونو، سوداګرۍ، لوړو زده کړو، کرنې او پانګونې په برخو کې پر همکاریو خبرې وکړي؛ د تورتم غورځنګ لنډغري يو ځل بيا د ولسمشر غني په مقابل کې خپل غير مدني حرکت او سرکشۍ تابيا لري. د تورتم غورځنګ يو تن سرلار احمد بهزاد په خپل ويډيوي پيغام کې د دغه غورځنګ له نورو لنډغرو غوښتي چې په استراليا کې د ولسمشر غني په مقابل کې راجمع شي او خپله سرکشي يو بيا ترسره کړي. نوموړي پر فيسبوک په خپور شوي ويډيوي پيغام کې له نورو تورتم خېلو غوښتي چې د افغان حکومت د دوی په اصطلاح د تبعيض آمېز او ظالمانه سياستونو د محکوم کولو لپاره په استراليا کې راټول شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د روښنايې غورځنګ چې په اصل کې د تورتم غورځنګ دی؛ پر نړيوالو دريځونو د افغان ولسمشر غني د خبرو د اخلالولو او د غني د سپکاوي لپاره مدني سرکشۍ کوې بلکې له دې وړاندې په لندن، وارسا، بروکسل او په وروستيو کې په مونيځ کنفرانسونو کې يې هم خپله سرکشي ترسره کړې ده.

د تورتم غورځنګ لنډغر څه غواړي؟

په بار بار مونږ ويلي او ټول ولس ته په ډاګه شوې د تورتم غورځنګ د ايران په نوښت د افغان حکومت د تضعيف، د ملي پروژو د عملي کېدو پر وړاندې د خنډ جوړولو او په افغانستان کې د قومي تعصب د ايجاد لپاره جوړ شوی دی. اصلاً له کله نه چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې پرېکړه شوې  چې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټه برښنا مزي د سالنګ له لارې کابل او ۱۰ نورو ولایتونو ته تېر شي، او اوسني حکومت يې د نهايې کيدو پريکړه کړې؛ د تورتم غورځنګ لنډغر چې له ايرانه خړوبه کيږي؛ د روښنايې غورځنګ په نوم راټول شوي او د ايران په غوښتنه د دغې ملي پروژي د عملي کيدو د مخنيوي لپاره په بيلابيلو بڼو لاس په کار شوي دي.

د تورتم غورځنګ لنډغرو په څو ځلونو د کابل ښار واټونه او سړکونه بند کړي دي او د ټولو مدني قوانينو خلاف يې لاريونونه کړي چې د يو شمير خبريالانو د ګواښل کيدو سربيره يې ګڼو کابل ښاريانو او سوداګرو ته په ميلونو افغانۍ زيان اړولی دی. په ځلونو يې د افغان ولسمشر غني سپکاوی وکړ، د غني سپکاوی د يو ولسمشر په توګه د ټول افغانستان سپکاوی دی، د ټول افغان ولس سپکاوی دی او د ملي شخصيت سپکاوی دی.

دغو لنډغرو يواځې د ولسمشر غني په سپکاوي هم بسنه نه کړه بلکې د خپلو ايراني بادارانو په لارښوونه يې بله ښکروره سرکشي هم وکړه. د تورتم غورځنګ لنډغرو څه موده وړاندې په یوه غونډه کې د برښنا شرکت بیلونه وسوځول او اعلان یې وکړ چې نور نه د برښنا د لګښت پیسې ورکوي او نه مالیه ادا کوي. هغه مهال دوی ويل د دې لپاره چې حکومت د دوی د مظاهرو امنیت نه شي ساتلی، د برښنا د محصول د نه ورکولو او د مالیې د نه ادا کولو په شان مدني حرکتونه کوي. اوس په تازه کې يې يو ځل بيا پرېکړه کړې چې استراليا ته ولسمشر غني د سفر پر مهال نوی غوبل جوړ کړي او خپل ځانونه په نړيواله کچه خلکو ته معلوم کړي چې دوی څومره د بيان له ازادۍ ناوړه ګټه اخلي.

پوښتنه دا ده چې دوی آیا له ځان سره کله دا محاسبه کړې چې له پيل نه تر اوسه دوی څه په لاس ورغلي دي؟
له کله نه چې دوی په سرکشيو لاس پورې کړی دی؛ دوی نه هزاره هيوادوالو ته کوم د مرستی او درد بخور کار کړی دی او نه يې هم د ټوټاپ پروژې اړوند د افغان حکومت په دريځ کې کوم بدلون راوستی دی. يواځې يې دا کړي چې د افغانستان ملي ګټې او ملي پروژې وننګوي، نړيوال مدني قوانين تر پښو لاندې کړي، د افغانستان ملي غرور او هويت ته سپکاوی وکړي، اساسي قانون ته سپکاوی وکړي، ولسمشر ته سپکاوی وکړي، پرديو ته ګوډاګيتوب وکړي، په خپلو ملي پروژو معامله وکړي او د افغانستان د قومونو تر منځ نفاق ته لمن ووهي. دوی هيڅ شرم و حيا نه لري، دوی نه له خپل وجدانه شرميږي، نه خپل خدايه شرميږي، نه خپل هيواده شرميږي او نه له خپل ولسه شرميږي. دوی يواځې او يواځې د ايران د خوشحالولو لپاره د افغان ولس پر ملي ګټو سودا کړې او د څو روپيو په مقابل کې يې د ايران ګوډاګې توب قبول کړی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي