آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

پښتنو ته په کار دی چې فکری انقلاب وکړی

لیکنکۍ : د فلسفې دکتور طاوس وردک لندن د مارچ ۴مه ۲۰۱۷ کال .
موږ ته یعنی پښتنو ته په کار دی چی فکر وکړو او ځانونه بیا را ژوندی کړو ، اوس خو دیوه سره مړه یاست روح او روان مو دبل چا په لاس کی دی ؟؟
زه غواړم د فلسفی لحاظه دوستانو او د فکر او ندیشی نه لرونکو له پاره یو څه زیات مفاهیم د فلاسفه وو لخوانه دلته ذکر کړم (مثلا ایمانوییل کانت وایی ) : – (( فکر یو ذهنی عمل دی چی انسانان کله دیوه مشکل سره مواجه کیژي بیا د هغو د حل لاری لټوي چی دغو حالت ته د ذهن تلاش ، تفکر یا اندیشه وایی ، او یا د حل کولو بهترینی لاری او د مشکل له پاره د لټون پروسی ته فکر کول وایی )) ،
عالمان د ژوند کولو له پاره یو ځلی بیا په هغو لارو او چارو فکر کوی کوم چې پخوا ورنه استفاده شوی وه ، په نظامی کی د جنګ د ډیرو ښو لارو او دقیق تاکتیک نه استفاده کول بیا هم جنرالان او ارکانحرب افسران بازی حرب تر سره کوی او د پخوانیو تجربو نه استفاده کوی ،
ګویا د ذهنی او اطلاعاتی خصوصیاتو داستدلال او دقیق قضاوت له پاره باید فکر وشی او داسی یو معقول او سنجول شوی فورمول پیدا شی چې د منطق او فکر په اصولو برابر وی ، همدارګه تفکر ذهنی تلاش دی د ډیرو ښو او منطقی خرد په بنیاد ولاړ تفکر دی چی د منطق ، دانش ، تجربی ، او درست درک د موضوع څخه چی انسان ورته ډیر ضرورت لری .
یا فکر د ذهن حرکت ته وایی چی د مقدماتی معلوماتو د پیدا کولو له پاره کوشش کوی او بیا د هغو معلومو حرکاتو نه د کشف خواته مخ په وړاندی حرکت کوی .
بهترین فکر زما له نظره هغ دی چی د مشکلاتو د حل له پاره ډیره معقوله او دقیقه د حل لاره وټاکی .د تفکر عمومی لاری یا ډولونه : –
د تفکری ډولونه :-
تحلیلي تفکر
انتقادی تفکر
اجرایی تفکر
راهبردی تفکر
جتنبی تفکر
نوښتګر تفکر

یو لنډ تعریف د فلسفی له پاره :: –
ځکه موږ ځوان نسل ته د تفکر لاری او چاری بیانوو .
فلسفه ، که په عام ډول تعریف کړم ، د ټولو هغو مفاهیمو او شیانو چې زموږ له نظره او زموږ تفکر نه ورته تر ننه ځواب نه دی پیدا شوۍ ، دهغو د حل او منطق¸ کلی اساسات او پرنسیبونه بیانوی ،فلسفه یعنی د خرد ، پوهی دوستدارانو ته وایی .
یو وطندار په فیسبوک کی بیا د تفکر په مورد داسی استدلال کوی ؟؟؟
د اسلام لومړي شرط داده چي دروغ به اوري دروغ به واي دروغ به مني
مسلمانان چي یوازي د شهادت کلیمه په ژباړه سره ولولي نو وبه پوهیږي چي دوي د پیدایښت له ورځي تر دي دمه دروغ اوريدلي دروغ یی ویلی دروغ یی منلي
اشهد ان لا إله إلا الله وأشهد ان محمد رسول الله
اشهد شاهدي ته واي چي له تشهد څخه اخیستل شوي تشهد لیدو ته واي ته چي یو څه پر خپلو سترګو ونګوري که زه هرڅه درته وه وایم چي هلته یوه داسي بلاء چي 200 لاسونه لري نو ته به یی ومني که دي ومنل نور تر تا بل لوي لیوني نشته او که دي ونه منل نو له عقل څخه دي کار واخیست که تاته دي پلار واي چي هلته یو شي ده چي نوم یی الله ده دومره زورور ده داسي قدرت لري نو تا خو نده لیدلي بیا یی څنګه مني او د نه لیدلو سره سره ته د دروغو واي چي ما لیدلي چي الله د عبادت وړ ده او محمد یی استازي ده
دروغ یا لیوني واي یا هم حق پټونکي مسلمانانو تاسو اوس له کومي ډلي څخه یاست ؟
د منطق له رویه را ځۍ دغه تاریخی حقیقت ته متوجه شۍ ::
د هندوستان عالمانو دیوه فقیر او بیوزلی دوی لورانې ( د امالې او کمالی په امو ) ورنه واخیستی او په یوه ځنګل کی ېې د نورو حیواناتو تر څنګ خوشی کړی او دغه نجونی د هره ورځ د حیواناتو قواری ، فعل او حرکات وینی او دهر حیوان عږونه اوری او کاپی کوی ېې او دوی هم د حیواناتو په شان په څلورو پښو ګرزي او په ونو پورته کیژي کله چې را لوییژي نو عین د حیوان غونته حرکات او اوازونه کوی ، خ دوی په دوو پښو ګرزي او تل د ګاردانو او محافظینو تر نظر او دهغوی له خونه ورته خواړه برابریژي ، دا دهغو علم دتثبوت په خاطر چی وایی (( انسان یو اجتماعی مولود دی او تل باید دنورو خلکو سره په اجتماع کی ژوند وکړی او هر وخت چی انسان له اجتماع نه جداشی نو بیا د یوه بیولوژیک حیوان غونته مطالعه کیژي لکه دغه دوی خوندې ، زموږ وطنداران خاصتا پښتانه هم د حیوان خاصیت لری او هر څه چی ملانو او روحانیونو ورته وویل بیدون له دی نه چی ورباندی پوه شی هغه عملی کوی ، ځکه دوی سیواد نه لری ، وایی د بدخشان په درواز کی دری نفره محصلین د رخصتیو په وخت کی د سیند غاړی ته ماهیانو د نیولو له پاره تفریح او چکر ته لاړ وو ، دوی د ځان سره ډوډۍ او پوځ چرګ هم وړی وو چې وږې نه شی ، یو وخت چی دسیند له غاړی بیرته یوه ځنګله ته را ځي ګوری چې نه دستمال شنه اونه ډوډۍ ؟؟ هغه کوم حیوان یا پرندګانو وړی وه ، نو دوی وږي بیرته دیوه نژدی کلی خواته روانیژي او هلته چې ګوری د غرمی د ډوډۍ وخت وو او په کلی کی دکوم چا فاتحه اخلی دوی د کلی دهلک نه پوشتنه کړی چې خیرت دی هلک ورته ویلی چی د اکه رحمالله خان زوی مړ شیو او فاتحه یی ده دوی ډوډۍ ته دهغو کور ته لاړ دی او فقط یو سپین ګیری هلته ناست دی او فاتحه اخلی ؟؟ دوی چی د سپاچې یا سوپې د پاسه ور پورته شوی نو سپین ګیری ته چی ښه ګلالۍ سپينه لنګی لری ویلی چی اخون صاحب یو آیت ولونه چی دوعا وکړو ، سپين ګیری ورته ویلی چی ملا همرای صاحب فاتحه به نان خوردن رفت ومن اینجا برای کسانی که می ایند نشسته ام ، خواندن یاد نه دارم بیسیواد هستم ، ازین محصلین که بسیار شوخ بودن دوچشم خودرا به لعاب دهن تر کرده وشروع کرده به خواندن ( تیري منکی ګنګاه او تیریمنکی جمنا ) ودیګذران هم برای این رفیق شان ټال می خورند و چشمان شان را تر ساختند ، ودوعا کردن ونفری ګفت شما باشین من برای تان نان بیارم ، ریش سفید پشت نان رفت واین بچه ها ازخنده ضعف بودند ، حال شما ببینید مردمان ما لنګوټه های سفید به سر می کنند خیال می کنی ملا است اما بوی از دین و مذهب در وجود شان نیست ، ازین خاطر مردمان افغانستان که تا امروز نوکران ومزدوران زرخرید شرق وغرب هستند وهموطن خودرا می کوشند فقط از بیسیوادی شان دشمنان طن ما سوی استفاده کرده است .

دا هم د جهاد یو بیلګه ده

د فیسبوک نه می د لونګین سلیمان خیل یوه مصاحبه چی د سوال او ځواب په شکل ترتیب شوی ده بیدون له کم او زیات نه درته تکراری لیکم لطفا قضاوت وکړۍ او منطق او فکر مو ورباندی مصروف کړۍ ؟؟؟؟؟؟؟
‏زه لونگین سلیمانخیل يم‏ ‏
‏5:43 ماښامنۍ‏ په ‏244 فروری‏
روس ته مو تاریخی شکست ورکو ، الله اکبر مجاهد : صاحب وایی ،
زه مطلب اینجانب لونګین : په ایمان ووایه شکست مو ورکو؟
مجاهد : ای وروره خود، ۱۵۰۰۰۰ مړداړ شول بیا ورسته مات شول. وس دا لاندی یو سو بحری اسلحی ورپاته دی
زه : ۱۵۰۰۰؟ ولا دا خو بیخی ډیر دی. او مونږ سومره مړی شولو.مونږ ته هم ولا سم لاندنی بیلډینګونه راپاته شول
مجاهد : ۱۵۰۰۰۰۰ لکهه
زه : دا خو د داسی وویل لکه ډیر کم چی مړ شوی یو
مجاهد : نه مونږ مړه نه یو شهیدان یو پروا نلری د اسلام لاری کشی دا تعداد هیس نده ـ
زه : شه شه. سومره ماجر شولو
مجاهد: صرف ۶ ملیونه
زه: شه شه پروا نلری اسلام لاره کشی هیس پروا نلری .لیکن اوریدلی می دی چی ټپیان او معتادان هم ول پکی
مجاهد : او ول ۲۲۲ ملیونه ټپیان او دوه ملیونه معتادان شول. ټپیان خو خیر د اسلام لاره کشی شول او معتادان خو د خدای په عذاب ککړ شول ولی چی جهاد یی نه کاو هغو ته خوا مه بدوه ـ
زه : چشم مولوی ساب. لیکن اوریدلی می دی چی ۳۳۳ لکهه منظمه اردو او ملیارده ډالره نظامی اسلحه مو درلوده
مجاهد: او وله اما اردو خو ټوله منافقه وله ختمیدل یی ضروری وه او اسلحه خو مال غنیمت وو د مجاهدینو حق
زه : شه خپل مسلمان مال او ناموس هم غنیمت کشی رازی
مجاهد : او یاره ته خو بیخی لوده یی هغه منافق ول
زه : اوریدلی می دی چی دا اصل د امریکا او روس جنګ وو مونږ صرف عسکری پکی کړله
مجاهد : خبر د صیح ده خو خیر مونږ د اسلام لپاره جنګ کاو
زه : اوریدلی می دی که د امریکا او د نړی اقتصادی بندیزونه نه ول روس ماتی نه خوړه
مجاهد: خبر د صیح ده خو خیر مونږ هم پشتانی یو ابدالی زمن. لا تر وسه یی مازغی په قرار ندی چا چی مونږ سره ټکر کړی سر په سنګ ده
زه : افرین. نو وس دا ناټو هم په ګونډو که وو که سنګه
مجاهد : او او ته یی ګوره انشا الله. لیز په ګونډو ده لیز پاته ده
زه : د مونږ سومره تلفات دی
مجاهد : د کال ۴ زره ملکی کسان او پولیس اردو او مجاهدین د کال ۳ زره
زه : نه نه د کفارو
مجاهد : تقریبا د کال ۷۰ نه تر سلو پوری
زه : افرین ولا بیا خو به یی زر په ګونډو کو
زه : اردو پولیس او ملکیان خو مسلمانان دی هغه ولی
مجاهد : ای بابا ته بیخی لوده یی هغه منافقین دی یار .اول باید هغه مړداړ شی
زه : شه ناټو ټوله سومره اردو لری
مجاهد : ټوله خو تقریبا ۳۰ ملیونه لری
زه : ۳۰ ملیونه! !! شه شه نو د کال که ۷۰ مړی کیږی نو دا خو به ډیر زر په ګونډو شی
زه : مونږ ټول ۴۵ ملیونه جمعیت یو او د کال ۷ زره مړی کیږو
مجاهد : او کنه یار
زه : شه شه نو بیا خو په ګونډو ده ناټو لخیره لکه روس مو چی په ګونډو کړو

داوګوره چې عقل او فکر څه کوی ؟؟؟؟
دوی په بحر کی مدرن جنګ افزار هری خواته تاووی او خلک ورباندی ډاروی او وژنی ېې زموږ په هیواد ېې هم د ترایدن او کروز دراکټو په واسطه انداختونه وکړل او یو مستقل هیواد یی اشغال کړو فقط زموږ خلک بیسیواده دی او ضرورت لری یوه ډیرعاجل فکری انقلاب ته ؟؟؟

حامدکرزۍ ، او کابینه ېې والیان ېې ، اشرف غنی او ریس اجرایه او وزیران او والیان ېې باید د جهادی رهبرانو او قوماندانانو په شمول محاکمه شی او جایدادونه ېې ملی اعلان شی ؟؟؟؟؟

دا زموږ د کوچنیانو او خلکو محاجرو یا بیځایه شویو کورنیو ژوند دی او دیوه سره افغانان دی تاسې اوس فکر وکړی چی ولی په موږ دغه ټکه د اسمانه را لویدلی ده ، یا غرب را باندی اچولی ده يا پاکستان او اعرابو یا زموږ نورو دشمنانو زموږ په پشتنو تندر اچولی دی ولی زموږ خلک نه شی کولای یو ځلی په تیرو او ناکردو او ناورینو دسره کتنه نه کوی چې څوک ملامت دی ؟؟؟؟

دغربیانو ژوند او فکر ته هم توجه وکړۍ .
نو اوس را ته ووایاست چی پشتنو تا سې به څه وخت را ویښیژۍ ، ما خو ډیر ځلې درته کاغذونه تور کړل او مقالی او مضامین می درته ولیکل تا سې به تر کومه د پاکستان او عربانو خاصتا غرب کته کړی خره واست ؟؟؟؟؟