دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

پاکستان د انزوا او که د امحا په لور

دپښتنو،بلوڅواوسیندیانودرنواوپیاوړو مشرانوته د درنښت سره جوخت دځینواهمواوضروري ټکویادونه اړینه اوخورا ارزښتناکه بولم اوهغه داچې!
تاسوپه دې پوهیږې اودامولمس اودرک کړي ده چې په پاکستان کې پښتانه،بلوڅ اوسیندیان دپنجاب دتورلنګیودتوراستعمار اوزبیښاک په منګولو کې ښکیل اوستاسوپه غاړو کې دغلامۍ پړي اوپه لاسونوکې موداسارت اوبربریت اتکړۍ پرتې دي.پښتون،بلوچ اوسیند میشتې سیمي په اقتصادي،مدني اوټولنیزوبرخو کې دپنجاب په پرتله خورا وروسته پاتې اوستاسوپه سیموکې دمنځنیوپیړیوڅرګندې نښې ،نښاني اوزړه بوږنوونکي بې وزلي اوغمجن سرګردانه اومحتاج ژوند دهیچا له سترګو پټ نه دی.
همدا لامل ووچې سرلوړو،مدبرو،زړه ورواومبارزو مشرانوفخر افغان پاچا خان دشهیدانو سالار خان شهید خان عبدالصمدخان دبلوڅواتلواوسرښندونکوبیلابیلوویاړلو مشرانواو مبارزینو درزم اوپیکار بیرغونه اودازادۍ جنډې تل رپانده اولوړي وساتلې دخپل درنه ژوند ډیری برخه یې دازادی دښکلی لیلا دګټلوپه موخه په ستونزمنوجیلونو،میچنوګرځولواوغیر انساني بدني مشقتونواوزورونو کې تیره کړه پخپلوسپیڅلو سرو وینوکې ولمبیدل خودپنجاب ښکیلاک اودغلامۍ زبیښاک ته یې غاړ کینښوده.ویاړ،ویاړ اوسترافتخارپه دغو باتورو،نومیالیواوسترواتلانوچې زموږدمعاصر تاریخ جګې اوهسکې شملې دي.
بلوڅو،پښتنواوسیندي مشرانواوځوانانو!
دژوندمانا اومفهوم یوه ناپایه مبارزه ده.وخت اوزمان هم کله ناکله ښه فرصتونه اوګلالي چانسونه دانسانانو په واک کې ورکوي.زما په اند تاسو ته باید زیری،زیری اوبیاهم زیری ووایم چې نن دهغو له ادرسه چې تر پرونه یې پاکستان لکه پلاستیکي نانځکه په غیږ کې نازاوه دامنحوسه اوکرغیړنه شیشکه له ځانه ګوزاراوپه زغرده دامریکا دنیشنل انټرسټ خپرونې دامریکا دکالیفورنیا ایالت دجمهوري غوښتونکي سناتوردانارورابکریوه ارزښتناکه سیاسي لیکنه خپره کړي چې په یوه برخه کې راغلي دي:
امریکا باید وپوهیږي چې پاکستان یې ملګری نه دی.امریکا باید له پاکستان سره خپلې پوځي اواقتصادي مرستې بندې کړي.ځکه ترهګروطالبانوته یې تل پناه ورکړي چې دامریکا خلک اوملګري وژني.
سناتورورابکر ډانګ پیلي اعلاموي چې امریکا نور باید دپاکستان په دننه کې دبلوچانو،پښتنواوسیندیانوله معتبرومشرانوسره خبرې اترې پیل کړي.
دسناتور رورابکرد دغوڅرګندونواوسیاسي شننې په جوته ښکاري چې نور دځمکې په کره کې دغه سرطاني خبیثه توموراوبویینه ورسته دانه پاکستان دنړیوالوپه سترګوکې اغزی اودتروریزم اوبنسټ پالنې رسواشوي ځاله ده.اوبیاکله چې د ډونالد ټرمپ د دفاع نوي وزیرجیمز ماټیس په جوتوټکوکې وویل: چې په پاکستان به داسې فشاروارد اوراولي څو په خپله خاوره کې دهغو وسله والومخه ونیسي چې په افغانستان کې سولې اوآمن ته خطر ګڼل کیږي.
هو! رښتیایې ویلي میږی چې خدای ووهي نو وزره یې وشي .دپاکستان وزره شوي ځکه کله دپیکنګ اوکله دکریملین په لوري آلوزي دبې غیرتی اورحم کرو،رحم کروپه داووسو چیغو دروسانو په پښو کې ولویدل اودولادیمیرپوتین پیرزوینې اولاس نیوي ته په تحصن اوزاریودي.
دپاکستان پلارانګلیستان هم دخپل ناحلفه اوموټونګي ،زو کړي اوسني دریځ ته په ښه سترګه نه ګوري اودروسانو سره په یارانه به خامخا دامریکا دنوي زعامت ستراتیژیکواونظامي دوکتورینوته ارجحیت ورکړي.
دامریکا جمهوریت غوښتونکی سناتور رورابکردتروریزم پرضد مبارزه کې دهند،چین اومنځنۍ آسیا جمهوریتونوپه ګډون،اجماع اوهم غږي اړینه بولي څو دسیمي هیوادونه سره راغونډاودتروریزم پرضد مبارزې ته شدت ورکړي دهغه په اند افغانستان داسیا دسوداګریز ستر مارکیټ غړی حق لري چې سوله او آمن کې ژو ند وکړي اوکراري ترلاسه کړي.
پښتنو،بلوڅواوسیندي مشرانودسیاسي ګوندونومبارزوغړو!
په لوی افغانستان کې سم سمکی اوټیکاوستاسودآمن اوسوکالۍ ضامن دی.دخپلوروا اومشروعو حقوقودترلاسه کولو لپاره نور لاس ترزیني کیناستل لویه بې ننګي اوخپل وجدان ته خیانت دی دپنجاب دضرب غضب دپښتنواوبلوڅودټکولواوامحاکولوپه نوم پوځي توطیې شنډې اودملي غورځنګونواوخوزښتونوپه نوم نارې اومبارزې پیل اومیلیونه ،میلیونه دپښتنو،بلوڅواوسیندیوپرګنې دپنجابې استعمار دنړولوپه لور راوبولی اودتاریخ دروند مسوولیت ترسره اودمحکوموسیموجغرافیې موبدلې اودازادی بیرغونه په کې هسک کړی.
دپاکستان دتورلنګیوپنجابیانودنسکوریدواونابودی په هیله.
اکبري

۲۳/۱/۲۰۱۷