د طالب او روسيې ايډيال؛ پرون دښمني نن ترې سوال
![](https://mashal.org/media/khushahal.jpg)
په داسې حال کې چې د مرغومې شپږمه د افغانستان په تاريخ کې هغه ورځ بلل کيږي چې پخواني شوروي لښکر پر افغانستان يرغل وکړ او د دغه هیواد سياسي ، ټولنيز او اقتصادي برخې ته يي دروند زيان اړولی؛ نن ورځ د اوسني عصر په اصطلاح مجاهد (طالب) په مسکو کې د پرون ورځې دښمن ته د سوال لاس اوږدوي. ټاکل شوې چې نن په مسکو کې د چين، پاکستان او روسيې له لوري په درې اړخيزه ناسته کې د وسله والو طالبانو او يادو هيوادونو تر منځ خبرې وشي. که څه هم تر اوسه د دې غونډي په اړه ډیر معلومات نه دي خپاره شوي خو د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو ويلي چې د افغانستان سوله او امنيت د دې غونډې اصلي اجنډا ده. دا غونډه په داسې مهال ترسره کيږي چې په وروستيو کې روسي چارواکو منلې چې د داعش پر ضد يې له وسله والو طالبانو سره اړيکې هم ټينګې کړي دي.
د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ چې د يو نیم ميليون افغانانو د وژلو او ټول هيواد د کنډ و کپر کيدو سربيره له هيواده د پنځه ملیونه افغانانو کډه کيدو سبب شوه. سږکال د جدي شپږمه په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو له اووه دیرشمې کلیزې سره برابره ده. پوره اووه دېرش کاله وړاندې د مرغومې په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد په زرګونو ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ او د خلق د ډیموکراتیک ګوند د واکمن حفیظ الله امین واکمني یې نسکوره کړه او پرځای یې د دغه ګوند یو مشر ببرک کارمل د واک په ګدۍ کښینوه. دغې ورځې افغانستان له داسې بې ثباتۍ سره مخ کړ چې تر ننه بیرته د ثبات حالت ته ندی ستون شوی.
پرون ورځ څو څيرې د انګريز په لارښوونه د مجاهد په نامه راپاڅيدل او د انګريز لخوا په ورکړل شوې وسلې يې د روس پر ضد جګړه وکړه. نن ورځ هماغه کرغيړنې څيرې چې اوس هم له روس سره جهاد يې خپله سياسي وسيله ګرځولې؛ همدې روس ته د خيرات کچکول نيسي او د افغان حکومت د تضعيف او د افغانانو د وژنې لپاره ترې وسله او مرسته غواړي. همدغه طالب چې په افغانستان کې د جګړې او افغان وژنې ته له افغان نظام سره د جهاد نوم ورکړی دی؛ د روس زنه نيسي او ترې د وسلو خيرات غواړي. همدغه طالب چې پر افغان حکومت د نورو هيوادونو د غلامۍ تور پوري کوي او ورسره جنګيږي؛ نن په خپله له يو کفري هيواده د ځان د تمويل او تجهيز ګدايګري کوي.
نه پوهيږم طالب په کوم دليل اوس ځانته په افغانستان کې د افغان وژنې او جګړې لپاره خپله سرتمبګي جهاد بولي؟ طالب به وروسته له دې چې له روسيې سره يارانه اچوي؛ څنګه په افغان حکومت چې د نړيوالو قوانينو او خپلو ملي ګټو ته په کتو له نورې نړۍ سره اړيکې ټينګوي؛ د نورو د غلامۍ تور پورې کوي؟
طالبه اورپکيه غلام ته يې که د افغانستان حکومت؟ تاسې خو تر ننه غلام ابن غلام وئ. په دې معنا چې تاسې خو تر ننه د انګليس د غلام؛ (پاکستان) غلامي کوله. او اوس مو خپل نوم په نړیواله کچه روښانه کړ چې تاسې د پاکستان او د ايران د لوبو نانځکې ياست. هر رنګه چې دوی دواړه هيوادونه وغواړي؛ هماغسې مو خپل ډول ته نڅولی شي. له روسيې سره له اړيکو او يارانې درلودلو وروسته په افغانستان کې د طالب د جهاد دعوه په ځان ملنډې وهل دي. په دې معنا يو څوک چې په خپله د يو کفري هيواد په لمن کې لټيږي نو څنګه بيا په بل چا د کفري هيوادونو د ملګرتيا تور پورې کوي؟ يو څوک چې په خپله وسله، معاش او امکانات له يو کفري هيواده تر لاسه کوي نو په بل هيواد کې د دې له امله چې له نورو هيوادونو سره اړيکې ساتي؛ څنګه د غلامۍ تور پورې کولی شي؟
اوس طالب ښه روښانه کړله چې په افغانستان کې يې جنګ او جګړې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې نه بلکې د خپلو نورو بادارانو د خوشحالولو او د هغوی په اشاره دي.
لیکنه : خوشحال آصفي