در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

د ملاعبدالسلام ضعیف پر کور برید چا وکړ؟!

Zaeef Sb.jpg wordt weergegeven

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

تر ډیره لا هم پخواني طالبان په کابل او نورو سېمو کې د پخوا په ډول بې پروایې لري. ډیر ځله ملاعبدالسلام ضعیف ته د بېلابېلو سرچینو لخوا ویل شوي وو چې په تګ راتګ کې احتیاط څخه کار واخلي.

د ضعیف صاحب د کور سره (احسان مېنه، بګرامي) نږدې مدرسه او لوی مسجد دی، هغه چې کله په کور وي پنځه وخته لمونځ حتی الامکان په جماعت سره کوي. د ماخستن لمانځه ته هم مسجد ته ځي. فرض لمونځ په جماعت کوي او بیا بیرته ډیرځله تر نورو لمونځ کوونکو مخکې راوځي او پاتې لمونځ پر کور کوي.

برید کونکو خپلې موخې ته د رسیدو لپاره همدا وخت ټاکلی وو، تر څو د ضعیف صاحب په بې پروایې او یواځیتوب کې هغه په نښه کړي. ولي داچې هغه په همدې شپه ( ۲۳ ډسمبر ۲۰۱۶ ) کابل ښار کې میلمستیا ته بلل شوی وو، نو په خپل کور کې موجود نه وو.

د ماخستن له جماعت وروسته متصل همهغه وخت چې نور وخت به ضعیف صاحب کورته راتلی، بریدګرو د هغه د کور پر ساتونکو برید کړی. د برید جزیات د امنیتي ملحوظاتو له مخې نه شو په ډاګه کولای، یو ساتونکی وژل شوی.

ډیر ژر د ضعیف صاحب سره اوسیدونکي ملګري او کلیوال له خپلو شته وسایلو سره له کورونو راوتلي او د بریدګرو تعقیب یې کړی. برید له دوو لورو شوی، موټرسایکل سپاره او پیاده خلک په سېمه کې لیدل شوې.

د ضعیف صاحب ملګري او نږدې کسان په دي اړه څه نه وایې چې بریدګر به څه ډول خلک وي، او ولي به یې موخه دی ګرځولی وي.

ضعیف صاحب وایې چې له هیچا سره شخصي ستونزه نه لري، او نه هم د کوم شخصي ادرس او یا ډلې لخوا څخه تر دي مهاله د تهدید او یا خطر احساس ورته شوی.

د شپې مهال د کلي خلک او د ضعیف صاحب ملګري مخکې له دي چې امنیتي کسان سيمې ته راورسیږي، هڅه يې کړي چې برید کوونکي پيداکړي، ولي نه دي توانیدلي.

داچې له هیواده بهر ځینو رسنیو راپورونه ورکړي چې ضعیف صاحب ژوبل شوی، ناسم راپورونه دي، او دغه ډول راپورونه د بېلابېلو غرضونو او هدفونو لپاره ورکول شوې.

هغه مهال چې د ضعیف صاحب پر کور برید کیدی، موږ یوه ډله ملګري په کابل ښار کې میلمانه وو، او یوځای وو، سمدستي ملګري او مشران د برید په اړه خبر شول او امنیتي ادارې هم خبرې شوې.

اوسمهال هم ښاغلی ضعیف صاحب له خپلو ملګرو او دوستانو سره یوځای دی، الحمدلله کومه امنیتي ستونزه نشته، تر دې مهاله ورسره مهم اشخاص په اړیکه کې دي، تر څو د برید څیړنه وشي.

هیڅ چا هم د برید پړه په غاړه نه ده اخیستي او ممکن څوک یې واهم نه خلي. د برید اړوند څیړنو ته به انتظار ولرو. داچې له دي مخکې ددغسي پېښو اړوند څیړنو نتیجه نه ده ورکړي، ممکن دا هم ورته يوه پېښه او څیړنه وي، ولي داچې د ضعیف صاحب کورنۍ او ملګري به هم د پيښې اړوند خپل معلومات راټولوي.

داسي ښکاري چې کوم افغان مشران د سولې او امن لپاره هڅې کوي، هغوی یو په بل پسې پخوا هم په نښه شوې، اوس هم په نښه کيږي او بیا به هم په نښه کيږي، ترڅو جګړې په هیواد کې دوام  پیدا کړي او د پردیو هیوادونو پوځي شتون او د هغوی موخو ته د رسیدو لپاره لاره هواره پاتې شي.

په کورونو برید کول که د هر لوري لخوا وي، ناسمې پایلې لري، او بلاخره شخصي دښمنیو ته لاره هواروي، ښکېل اړخونه باید ددغسي پېښو د مخنیوي لپاره عملا قدمونه واخلي.

یادونه: انځور د لیکنې تر بشپړ کیدو وروسته له ښاغلي ملاعبدالسلام ضعیف صاحب څخه اخیستل شوی.