خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د اسلام آباد نوی جال؛ پګواش په پاکستان کې

کاناډايي موسسه (پګواش) چې تراوسه پوري یې د طالبانو په ګډون د سولې څو غونډې جوړې کړي، راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړوي. په دې غونډه کې به، چې ګومان کېږي، راتلونکې اوونۍ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي، د احدي ترڅنګ د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردک، ضیا الحق امرخېل، روح الله وکیل، خلیل الله صافی او یو شمېر نور هم د افغانستان په استازیتوب؛ او په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند، د آی ایس آی پخوانی مشر اسد دراني او ځیني نور به د پاکستان په استازيتوب ګډون وکړي خو تر اوسه د وسله والو طالبانو د استازو په اړه څه نه دي ويل شوي خو ګمان کيږي چې د دې ډلې د قطر د سیاسي دفتر غړي به د اسلام اباد عونډې ته ځان ورسوي. د پګواش سرچینې وايي چې د افغانستان او پاکستان له لوري ګډون کوونکي به د دواړو هیوادونو د حکومتونو رسمي استازیتوب نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې په اوس وخت کې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره کوم پلان نه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې د پګواش په منځګړيتوب د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ غير رسمي او يا رسمي ليدنې کيږي بلکې له دې وړاندې په فرانسه، جاپان، قطر، متحده عربي امارت او څو نورو هیوادونو کې هم د افغانستان د سولې په اړه غونډې ترسره شوې دي. خو د پاکستان د مستقيمې او يا غير مستقيمې لاسوهنې له امله دغه خبرې بې پايلې پايته رسيدلې دي. اوس پوښتنه دا ده؛ په داسې حال کې چې پاکستان په خپلو کورنيو مسايلو کې د ګير کیدو له امله وسله والو طالبانو ته شا کړې ده او طالبان هم د  بقا لپاره د بديل هيواد په لټه کې دي؛ په اسلام آباد کې ترسره کيدونکې غونډه به د افغان سولې له بهير سره څومره مرسته وکړي؟

پاکستان تل هڅه کړې چې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ نېغ په نېغه خبرې سبوتاژ کړي او دا ځل هم هيڅ څرک نه ليدل کيږي چې پاکستان دې له افغان سولې بهير سره مرسته وکړي. د پګواش راتلونکې غونډه اصلاً له سولې پروسې سره هيڅ مرسته نه کوي بلکې يو ځل بيا د افغان حکومت وخت ضايع کول دي. اصلاً دا د پاکستان يو جال دی چې افغان حکومت ته يې غوړلی او غواړي چې د سولې هغه پروسه چې افغان حکومت په کې د پاکستان د نه همکارۍ له او دوه مخي توپ له وجې په ټپه درولې؛ بيا پيل او هم د افغان حکومت او هم له نړيوالو د امتيازونو شکول دي. که د وسله والو طالبانو دريځ ته وکتل شي نو دوی هم اصلاً حاضر نه دي چې له افغان حکومت سره خبرو ته کيني. دوه دليلونه شتون لري چې وسله وال طالبان په اوس مهال کې له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضريږي.

لومړی: پاکستان په خپلو کورنيو مسايلو کې د راګير کيدو له امله وسله والو طالبانو ته پخوانۍ پاملرنه کمه کړې ده چې له امله يې دغې ډلې د خپل سياسي پايښت لپاره نورو هيوادونو ته مخه کړې ده. په ورته مهال روسيې او ايران هم ورته د مرستې ډاډ ورکړی دی. همدا څه موده وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ايران په خپله خاوره کې وسله والو طالبانو ته د اوسيدو کورونه ورکړي دي. نو په داسې حال کې چې وسله وال طالب ته د جنګ لپاره وسله او مهمات او د اوسيدو لپاره خوندي پناه ځای برابر شي نو په کوم صورت به له جنګه لاس واخلي.

دويم: هغه طالب مشران چې کورنۍ او کاروبارونه يې په پاکستان کې دي؛ په يو ډول له پاکستاني حکومت سره ګرو دي او دوی نشي کولی چې د آی ايس آی له اسارته راخلاص شي. بناءً پاکستان ته يې ډاډ ورکړی چې له افغان حکومت سره سوله نه کوي. تيره ورځ پاکستانۍ ایکسپرس ټربیون ورځپاڼې د طالب سرچینو له قوله لیکلي و چې د قطر دفتر درې کسیز پلاوي له پاکستاني چارواکو سره لیدلي او دوی ته یې ویلي چې له افغان حکومت سره اوس مهال د سولې لپاره کوم پلان نه لري. تېره اکتوبر میاشت کې ګارډين ورځپاڼې ويلي و چې افغان حکومت او طالب وسله والو په قطر کې د سولې پټې خبرې پيل کړې دي. تر دې وروسته پاکستاني چارواکو د قطر دفتر استازي پاکستان ته وربلل، څو په دې اړه وضاحت ورکړي. پاکستان طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د سولې په خبرو کې یې رول له پامه وغورځول شي، نو دا پروسه به بریالیتوب ته پرې نه ږدي. اوس دغه پلاوي ویلي چې له افغان حکومت سره په لنډه مهال کې د سولې د خبرو کوم پلان نه لري.

لیکنه : خوشحال آصفي