خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

له اسلامي حزب سره سوله، په نورو ډلو يې اغيز او د حکمتيار مسوليت

که څه هم اسلامي حزب او افغان دولت ترمنځ‌  د سولې مذاکرات له نژدې دوه کالونو راهیسې روان ول چې وخت ناوخته ټکني کېدل او د حکومت په داخل کې یو شمېر کړیو او د اسلامي حزب پخواني مخالفینو یې مخالفت کاوه؛ خو بلاخره تيره ورځ په کابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د استازو او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند د استازو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه. د سولې هوکړه لیک د دولت له خوا د ملي امنیت د شورا د مشر حنیف اتمر او د اسلامي ګوند د یوه استازي انجنیر امین کریم ترمنځ وروسته له هغه لاسلیک شو چې د اسلامي ګوند د استازو په شمول د غونډې ټول برخه وال د افغانستان مقدس ملي سرود ته د درناوي په نیت ودرېدل.

په ورته مهال د امریکا متحدو ایالتونو هم د افغانستان د حکومت او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې هرکلی وکړ. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي «موږ د حکمتیار له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې په ترلاسه کولو کې د افغانستان د حکومت د هلوځلو ستاینه کوو، او د افغانستان د شخړې د بیخي پای ته رسېدا هیله لرو.»

اوس پوښتنه دا ده چې دافغان دولت او اسلامي حزب تر منځ سوله به د افغان دولت په نورو مخالفو وسله والو ډلو او د حکومت په سياسي چوکاټ کوم اغيز ولري او له سولې وروسته د ښاغلي حکمتيار مسوليت څه دی؟

په نورو ډلو يې اغيز

د حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې خبرې په بشپړ ډول افغاني وې او د حکومت په دغه اقدام سره په بین الافغاني مذاکراتو د ولس او وسله والو مخالفانو باور زياتيدلی شي، د اسلامي حزب او افغان دولت تر منځ د سولې د هوکړې لاسليک؛ د افغانستان وسله والو مخالفانو ته د سولې واضح پیغام ورکوي چې حکومت د سولې راوستلو لپاره ژمن دی او دوی بايد په دې بهير هيڅ ډول شک او ترديد ونلري، له يادې هوکړې وروسته د ښاغلي حکمتيار له بښلو سره نورو هغو ټولو ته لاره هوارېږي چې په ورته کړنو تورنې دي. د دغې هوکړې له لاسليک وروسته هغو وسله والو طالبانو ته چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې يې د حکومت مخالفت کاوه؛ له حکومت سره د مخالفت او جنګيدلو دليل هم ختميږي. همداشان په وسله والو طالبانو کې د اسلامي حزب په نفوذي وسله والو باندې هم اغيز پريباسي چې وسله کيږدي او د اسلامي حزب په شان سياسي مبارزه وکړي.

د دې تر څنګ د اسلامي حزب او افغان حکومت تر منځ د سولې هوکړه لاسليکول د حکومت په سیاسي چوکاټ هم اغيز لري. د دغې هوکړې په لاسليک سره به د حکومت په چوکاټ کې د واک تعادل رامنځته کړي، په ځانګړي توګه دهيواد شمال چې تر ډيره په کې يوه ډله او يو حزب واکمن دی. دا چې د اسلامي حزب او حکومت تر منځ د سولې په هوکړه ليک د ملي يووالي په نامه له حکومت سره لاسليک شو نو د حکومت مشروعيت ته چې پای ته رسيدلی؛ يوه پلمه په لاس ورکوي. په دې مانا چې که چيري خلک د ملي يووالي حکومت مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي نو حکومت به له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه مخې ته کوي چې هوکړه د ملي يووالي له حکومت سره شوې ده او که د حکومت مشروعيت ختم وي نو بیا له اسلامي حزب سره سوله هم مشروعيت نه لي. او خلک چې سولې ته تږي دي نو په هيڅ صورت له اسلامي حزب سره سوله تر پوښتنې لاندې نه راولي. په همدې ترتيب به د ملي يووالي حکومت مشرانو ته هم د حکومت د مشروعيت يوه پلمه په لاس ورشي.

د حکمتيار مسوليت

د اسلامي حزب امير ګلبدين حکمتيار بايد له افغان دولت سره د سولې وروسته خپل ټول جنګي فعاليت پایته ورسوي، خپل وسله والو راټول او د جنګي مبارزې پر ځای سیاسي مبارزې ته وهڅوي، د اسلامي حزب له نومه ګټه اخيستونکې ډلې راټولې، چاڼ او تر يو نوم لاندې راجمع کړي څو په بيلابيلو نومونو له حکومته د امتياز اخيستو لړۍ ودريږي. ښاغلی حکمتيار بايد داسې لاره غوره کړي څو په هیواد کې د ويشل شوي افغان ولس د يو ځای والي سبب شي. خپله تيره مفکوره بايد بدله او داسې لاره غوره کړي چې په حکومت کې د واک د تعادل سبب شي. انجينر ګلبدين حکمتيار بايد د ټولنې اوسني حالات درک کړي او د همدې حالاتو په درک سره بايد خپلې موخې د ملي ګټو په رڼا کې تعقيب کړي. تر ټولو مهم دا چې په وسله والو مخالفانو کې د خپل نفوذه په استفادې بايد له وسله والو مخالفانو سره د سولې زمينه برابره کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي