خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

صلحه په افغانستان کې (ملی امنیت ته دستراتيژۍ جوړیدل ) دی

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک ، لندن د سپتامبر ۱۹مه ۲۰۱۶ کال

 

صلحه یعنې ارامش – صلحه یعنې استراحت – صلحه یعنی کاراو بار – صلحه یعنی تحصیل او تدریس -صلحه یعنی اولادونه روزل -صلحه یعنې ترقی او شګوفایی – صلحه یعنی په وخت اسلامی شونات پرځای کول – صلحه یعنې ورور وژنه ، پلاروژنه ، وطندار وژنه بندول دی – صلحه یعنې زراعت ، مالداری ، صنعت ، کلتور ، فرهنګ ،سپورت ، هنر ، سینما ، رادیو او تلویزیون ته ازادی ورکول او ترقی ده – صلحه د طبیعت نه د ځان په ګټه استفاده کول دی – صلحه هغه خدایی نعمت دی چې په زاریو ، تطمع ، پیسو ، نانواتې ، ګدايي ، دعاګانو ، استخارو او تاویزو نه تر لاسه کیژي ــ د صلحې له پاره یوه اوږد محاله ، علما تنظیم شوې ، د متخصیصینو او عالمانو او تحصیل کردګانو له خوانه دملي امنیت له پاره تدوین شوې دقیقېه ستراتیژۍ جوړول او تدوینول دی .

تر څو د ملی امنیت ارګان ( دکشف او استخباراتو ) سازمان د وسله وال پوځ په چوکات کې د الف نه بیا تر یا پورې (( د عمومی ریس نه بیا تر عادی کارمندانو او سربازانو په شمول )) تجدید نظر ونه شی او د ( وطن پرستۍ ، پاکۍ ، لیاقت ، تخصص ، تحصیل ، او مدرنې تخنالوجۍپه دقیقه استعمالولو ، او تل تر تله ځان فقط یوه شي ته وفادار ساتل ، یعنې ( محرمیت ) په نظر کی ونه نیول شي ، او ۱۰۰ ٪  ورسره شدید کنترول او جدی انظباط وجود ونه لری ، بیا هم د استخباراتچیانو په منځ کې اجیر ، جاوسوس ، مزدور ، وطن پلورونکي ، شیطانان ، دپیسو او ډالرو نوکران د وطن او ناموس خرڅولو ته غاړه ایږدی لکه همدا نن ېې چې وطن پلورونکی دشمن ته ټول معلومات ورکوی او ورسره شریک دی  .

توجه وکړۍ چې ولې د دشمنانو ( له خوانه د مخدره توکو – بم جوړولو – مین جوړولو – کمیاوی سری راوړلو – انتحاریانو – بم ایښودونکو – چاودیدونکو واستکټو او نورو موادو – وسلواو مهماتو او خاصتا ددغو د انتقالونکو ) مخه په دغو ۱۵کالو کې و نه نیول شوه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

اول : – سرحدی قوتوته د افسرانو او سربازانوهغه کسان تعین شوي چې د پیسو ، قاچاق ، غلو ، او تروریستانو او د هیواد ددشمنانو سره لاس لری او د ځان ګټې په نظر کی ساتي او دغه ټول د جهادی ، تنظیمی رهبرانو او قوماندانانواو د پارلمان د وکیلانو په فرمایش ځای پر ځای شوي دی ، زما په نظر ټول د سرحدی قطعاتو منسوبین باید د امنیت ملی د عمومی ریاست په امر او قومانده تعین او تمویل شي او د ددغو ریاست په چوکاټ کې شامل شی  .

دوهم :- موږ یعني د افغانستان دولت دیورند نه منو او نه ېې په سیم خاردار او خندقو او دیوالو بندولای شو ، ځکه دواړوخواوو ته زموږ قومونه – ملیتونه او هم ژبې ورونه پراته دی ( اوبه په ډانګ نه بیلیژي ) ، موږ باید هیڅ ډوله تور او تهمت په پاکستان او ایران – تاجکستان – ازبکستان او ترکمنستان و نه لګوو لکه چې وايي ( مال ته نګاه کن همسایه را دزد نه ګیر ) ، موږ باید یعنی زموږ سرحدی سربازان او افسران په لومړي قدم کی د جسمی لحاظه جوړ او قوی وی سالم وی ، بیا ورته پوستې او سنګرونه ډیر ښه قوی او محکم جوړ او د انجینري لخوانه سمبال کړو ، سربازانو ته ضروری او مهمی وسلې او مهمات د ضرورت په اندازه تکمیل کړو ، اعاشه او د دریو فصلو البسه هم ورته ورکړو ، د فامیلو له پاره ېې کورونه او د استوګنی ځایونه برابر کړو ،په خپل وخت ورته معاشونه ، ترفیع ګانی او مکافات او مجازات ورکړل شی  بیا ورنه وظیفه وغواړو.

دریم : –  دسرحد بلی غاړی ته یعني د قبایلو طرف ته باید زموږ قوتونه د خلکو سره نژدې اړیکی پیدا کړی تر څو ور ته همیشه د دشمنانو د اکمالاتو – قاچاق – تروریستانو – اتحاریانو – غلو – بم ایښودونکو ، اطلاعات ورکړی او تر هغه دمه ور ته په کمین کی وی تر څو زموږ طرف ته ډیر را ننوزي بیا ورباندې باصقین عملی شی او هر څه ېې ونیول شی او دوی په سزاورسیژي .

څلورم : – موږ وینو چې د ستراتيژۍ نشته والۍ دی چې وسلی ، مهمات ، انتحاریان ، کمیاوی سره ، مرمۍ ، بم ایښودنکۍ ، زموږ د خلکو اصلی دشمنان د پاکستانه – ایرانه – مرکزي اسیانه تر کابله او نورو ولایتو ته د دولتی چارواکو ( وزیرانو – والیانو – امنیه قوماندانانو – داوردو د جنرالانو – د معینانو – ریسانو – ملی امنیت د مامورینو او جنرالانو او د پارلمان د وکیلانو په وساتط او شراکت د پورتنیو هیوادو نه زموږ وطن ته په امن او ډیر محرمانه ډول را انتقالیژي چې د هوایی او زمینی نظامی وسایطو نه استفاده هم کیژي او هیڅ شک نشته چې غربیان هم ددغو توطیو په کار کی شریک دی ) ، له همدی خاطره لازم او ضروری بولم چې ریس جمهور او ریس اجرایه یوه نظامی کمیټه د خبیرو متخصصو او تحصیل کرده افسرانو د جملی نه هغه هم باید د دکتور نجیب الله درژیم دوخت لوړ رتبه افسرانو په ګډون د وزارت امنیت دولتی په چوکاټ کې جوړه او منظوره کړي او ټول ضروری امکانات ورته برابر کړي تر څو د ملی امنیت له پاره ډیره عالی او مهمه ستراتیژي جوړه کړي او د (پولیسو – امنیت ملی – او محافظت ملی ) درۍ ګونه قوتونه د سره یعنی نوي ، تشکیل جوړ او وظایف ېې تعین او عملی شی ، ددوی یعنی دری ګونه امنیتی قوتو د جملی نه یوه امنیتی اپراتیفی دایمی کمیټه وټاکل شی چې تعداد ېې ۲۱نفرو ته رسیژی یعنې ( ریس  رتبه ېې سترجنرال – درۍ معاونین یعنې دوزارت دفاع – داخلی –امنیت ملی رتبې تورنجنرالي  ) – او پاتې افسران د برید جنرال او ډګروال رتبې ولری که ارکانحربان وی ډیر به ښه وي ،مثلا د خاصو قطعاتو ، لکه کوماندو ، پراشوت ، راکت ، هوای ، رادار ، انجینري ، کمیاوګاز ، مخابرې ، صحيي ، لوژستیک ، توپچي ،  نماینده ګان د هر وزارت نه ۵  نفره وګمارل شی او همیشه په امنیتی حالت کنترول جاری وساتی او صرف دغه کمیټه سرقوماندان اعلی ته مسوله وي او دهغو په امر او فرمان ېې اشخاص تعین او وظایف عملی کړی .

 

 

 

د ملی امنیت د ستراتیژۍ هدفونه ::-

۱ –  امنیت یوه اصلی او مهمه برخه د خلکو د ژوندان جوړوی ، بیدون له امنیت نه هیڅوک ارام نه شی درلودلای ، بیدون له امنیت نه ( کار او فعالیتونه ، اقتصادی پرمختیا ، انکشاف ، ابتکارات ، اختراعات ، نوښتونه ، تحصیل او تدریس ، سپورت ، کلتوری او فرهنګی فعالیتونه ،دښځو ازادی ،ددین او ایدیالوژی انتخابیدل ، سیاست کول ، ژورنالیستی او میدیايي فعالیتونه ،کشت او زراعت ، تجارت او انتقالات ، د معادنو او برق او اوبوبندو جوړیدل ، دګاز او برق لینونه تیرول ، سرکونه او نوی رهایشی منازل او ډیر نور کارونه هیڅکله بیدون له امنیت څخه نه تر سره کیژي ) ،دغه مرام هغه وخت عملی کیدای شی چې عادی ، بیطرفو خلکو ته د کار او تحصیل او مصروفیت ونډه بیدونه له تنظیمی – حزبی او جناحی او قومی او لسانی تفرقو پرته ریس جمهور او ریس اجرایه حقوق قایل شی داسې نه شی لکه نن چی هر پوست او مقام د پیسو دوزن په اندازه دواړو ریسانو خپلو طرفدارانو ته وویشل او همدا علت دی چی ستراتيژي له منځه تللی او دشمن ددغو افرادو په ذریعه را انتقالیژي او زموږ خلک قربانی ورکوی .

۲ – په ملی او بین المللی سطح د خلکو او هیوادو تر منځ د نړیوالو نورمونو او پرنسیپونو او میثاقو په رعایت سره او زموږ د ملی وثیقې ( اساسی قانون ) په رویت سره زموږ ملی امنیت ، ملی ارزشو ته ،او روابطو ته باید د ملی منافعو په نظرکی نیولو سره ټول قراردادونه او روابط تامین او متقابلا مفید عملی شی ،ارجیت زموږ ملی ګټو ته ارزش ورکول دی ،یو انچ له خپلو منافع څخه همسایه ګانو او نورو خارجی هیوادو ته تیریدل ملی خیانت بولم .

۳ – د هیواد ددشمنانو خاصتا طالبانو او داعشیانو سره مخصوصا د هغوی له حامیانو سره قاطع برخورد او مبارزه اساس او تهداب د ملی امنیت د ستراتيژۍ جوړوي موږ باید په هر قیمت چې کیژي ملی امنیت او خاصتا وسله والپوځ په مدرنو هوایی او زمینی او راکټی قوتو مجهز او سمبال کړو ، لکه ولادیمیر پوتین چی وایی ( تا جای که زور باشد به منطق و زاری ضرورت نیست ) ،په تروریستانو او زموږ په دشمنانو برۍ فقط د زور له لاری دشمن په ګونډو کول دی ، ځنې سیاسیون او نظامی جنرالان کله کله وایی چې جنګ د حل لار نه ده ،( زه وایم چې هغه وخت که جنګ په تا تحمیل شوو نو بیله جنګیدو بله لاره شته؟؟؟ خبری اصلا ناکامی شوی او د صلحی سیاست ناکام شوو چې جنګ درباندی تحمیل شوو اوس نو باید ډیره ښه وجنګیژي او ډیر ښه جنګیدل په مدرن تخنیک او درسته اودقیقه ستراتیژۍ اړه لری)  ؟؟؟  ، دنړۍ په معاصر تاریخ کی زور وښودله چی دزور اوبه مخ پورته ځي ( د هټلر ماتیدل – دبرلین ماتیدل – دبارلیف دخط ماتیدل – دعربو ناکامی داسراییلو په واسطه – د بنګله دیش ازادی او د جنرال ټیکه خان پاکستانی محاصره کیدل دهندوانو په ذریعه – د جاپان وهل د متحدینو له خوانه – د بن لادن او ملاعمر او منصور وژل کیدل – د طالبانو سلاټه کول د امریکایی ب ۵۲ په ذریعه – د افغانستان اشغال د روس ، پاکستان ، غرب په راس کی دامریکایانو له خوانه ـ د یوې ولسوالۍ خلکو پشتانه زیراوزبرکړل د پنجشیریانو له خوانه او په اشرف غنی په زور ځان شریکول ، ټوله هغه کارونه دی چی د زور په ذریعه تر لاسه شوی اوس هم باید امنیت ملی ته داسي ستراتیژي جوړه شی چې کدرونه ، افسران ، وطنپرستان ، تحصیلکرده او متخصص مسلکی کسان او کشفی او استخباراتی وسایط ورته تهیه او اکمال شی چې نوې ستراتیژي ورباندې عملی کړي .

۴ : – دملی امنیت سراتیژی باید دداسې اصولو پربنیاد ولاړه وي چې هلته د قانون تطبیق عملی شی اود ( فرد یعنی شخص خوندیتوب ،د هیوادوالو خوندیتوب ، دخلکو دمال اوشتمنیو خوندیتوب ، ددین او ایدیالوژۍ د انتخاب ازادی ، د ملی عنعناتو ،رسمو رواجو کاملا رعایت ، د غلو، غدارانو ،رشوتخورو ،چپاولګرانو ، دملی شتمنیو ، دمځکی د غاصیبنو او زورواکانو ګیلم ورټولول ، خلع سلاح عام وتام ، دوسله والو تګ راتګ په شهر او بازار کی او شدید ممانعت ورباندی لګول ، دښځو دازار او ذیت مخنیوۍ -) ، ددغو موادو عملی کیدل یوه معجزه غواړی ، خو که دلوړ وجدان او تلخي لرونکی ریسان د هیواد ملی منافعو ته ژمن وی دغه کار باید عملی کړي .

۵ : – ددشمنانو ځالې چې په هرهیواد کی چې وي د متخصصو ، مسلکی ، تحصیلکرده او ډیرو پاکو وطنپرستانو په واسطه په هغو هیوادو کی تخریب او له منځه لاړی شی ،چې زموږ په خلکو زموږ په هیواد کی ترورعملی کوی ، موږ خو هیڅ هیواد ته نه یو ورغلي یا موږ خو دیوه هیواد په داخلی چاروکی مداخله نه ده کړی ؟؟؟ نو که پاکستان – ایران او عربان یا مرکزی اسیا هیوادونه زموږ په خاوره کی مداخله کوی او زموږ خلک په وینو لمبوی نو زموږ د ملی امنیت د ستراتیژۍ په اساس باید موږ د ځانه د دفاع په خاطر دشمن چې هر چیری وی له منځه یوسو ، لکه نن ېې چې امریکا زموږ هیواد ته د القاعدی او تروریستانو په بهانه راغلی او زموږ په خاوره کی ددوی په ضد جنګیژي ، خو د تاسف ځای دادی چې غرب باید پاکستان ته لاړ شی چی دتروریستان ځالی او تربیتی او تمویلی ځایونه هلته دی ؟؟

۶ :: – د ملی امنیت په ستراتیژۍ کی یوه ماده زیاته شی او هغه دا چی د پشتونخواه او بلوچستان د مشرانو او ترقی غوشتونکو او افغان صفته او ازادی دوسته پشتنو او بلوچانو سره د هر لحاظه همکاری وکړی او هلته حزبی ، مدنی ، ټولنیز سازمانونه ، جنبشونه ، اشخاص او ملی شخصیتونه حمایت او را وهڅوی تر څو خپل بیرق جګ او د ازادی او ترقۍ په خاطر د پاکستان په نظامی ګر حکومت فشار راوړي چې دخلکو ازادۍ او دیموکراسي ته غاړه کیږدی او پریږدی چې پشتانه او بلوچان په خپله خپل سرنوشت وټاکي، غرب  په راس کې ېې امریکا او انګریز ،هم چې نن سبا پوه شوۍ چې د تروریستانو مرکز او ځالی په پاکستان کی دی او د پاکستان له خوانه حمایت کیژي نو باید ورباندې هر ډول فشار راوړي چې نور د تروریستانو له حمایت او تعلیم او تربیی نه لاس واخلی او د افغانستان په چارو کی لاس وهنه بنده کړي .

۷ : – اسا س تروریزم و اعمال تروریستی از مذهبیون اسلامی منشه می ګیرد وګرفته است ، امریکا از مسلمان ها به حیث بهترین وارزان ترین وسیله وسلاح در تمام مناطق کشورهای اسلامی و جهان استفاده نموده است ، مدارس بنیادګرایان در لندن ، پاریس ، امریکا ،وبم ګذاری ها در هر جای توسط افراطین اسلامی تا امروز در افغانستان عملی شده ومی شوند ، شما خوب دیدین که خود خانم کلنتن اظهار داشت که تروریستهای افراطی اسلامی را در کشورهای اسلامی خاصتا در افغانستان تمویل وتربیت و مجهز ساختند ووظیفه این کار را به عهده ضیاوالحق در پاکستان ګذاشت ، وباز شخص ضیاوالحق را با سفیر خودشان در طیاره ازبین برد ، امریکا بن لادن را با ۲۳۰۰۰ عربهای اجیر وتروریست از کشورهای عربی جمع اوری نموده وعلیه دولت دیموکراتیک دیروزی و روسها به کار انداختند ،امروز داعش را در عراق – سوریه – لبیا و افغانستان حمایت و تربیت ومسلح می سازند ملا امامان افغانستان می دانن که دین اسلام دین اعتدال وبرابری است وبرهمین مبنی در افغانستان مناسک مذهبی اجرا وعملی می شود نه باید دستګاه امنیت ملی با ملاهای جاوسوس و دو پهلو و مزدور پاکستان وایران وعربها معامله نمایند هر ملا امام وروحانی که خلاف منافع ملی کشور عمل می نمایند باید فورا دستګیر وبه جزای اعمال شان برسانند .

۸ : – در ستراتیژي امنیت ملی باید ماده اساسی تسجیل ګردد که منسوبین خاص امنیت ملی از تمان سرزمین افغانستان دیدن کرده می تواند ، هیچ جای برای منسوبین امنیت ملی به نام جای سکرت ویا جای ممنوعه  شمرده نه شود ومنسوبین خاص امنیت ملی از قرارګاهای ، از محلات بودباش ، از بارک ها ، از کاروفعالیت ، از کندنکاری و انتقالات مواد مثلا یورانیم – سنګ های قیمتی – کرومایت ودیګر اجناس قیمتی از افغانستان بیدون محصول ګمرکی وبیدون قرارداد با طرف افغانی حق نه دارند که خارج کند و در عین زمان هیچ کشور غربی حق ممانعت از پرسونل امنیت ملی نه داشته که در هر جای باید کشفیات و معلومات نمایند .

۹ : – دملی امنیت په ستراتیژۍ کی باید د اداری فساد تسجیل شی چی یوه مهمه برخه جوړوی ( د ادری فساد په برخه کی یوه دیکتاتوری تحول ته په اداراتو کی ضرورت دی) ټول ادارات باید د کیفی لحاظه تصفیه شی ، – رشوتخورو –دمځکو او دخلکو د اپارتمانو او کورو او جایدادوغاصیبینو – چپاولګرانو – غلو – لارو وهونکو – کډنپکونکو – قاچاق وړونکو – د چرسو ، تریاکو ، هیرویینو په ترافیکنګ کی چې برخه لری بی امانه او زړوره مبارزه وکړي، -همدارنګه امنیت ملی باید د وزیرانو – والیانو – پارلمان د وکیلانو ، لویو ریسانو او هغو زورواکانو په وړاندې بیتفاوته پاتې نه شی کوم چی د خپل موقف اومقام نه سوی استفاده کوی باید فورا دستګیر اومحاکمو ته حواله کړي ، دلایل اینکه امنیت ملی تا حال وظایف خودرا درست انجام نه داده زیرا توزیع وترکه شیرپور ، تدفین دوباره شاعر دربار خلیل ا لله خلیلی – تدفین دوباره بچه سقاو کلکانی – تدفین مارشال فهیم بالای تپه بادام باغ از چالش های بود که منسوبین امنیت ملی در ان بیتفاوت ماندند ؟؟؟؟.       

۱۰ : – د ملی امنیت ستراتیژی د پورتنیو اصولو او نورمو په اساس باید ډیره چټکه دریاست جمهور له خوانه جوړه او مسولو کسانو ته دنده وسپاری تر څو داسې یوه ستراتیژي جوړه کړی چې د هغو د تطبیق په صورت کی به د افغانستان خلک امنیت او راحت احساس کړی او زموږ دشمنان به زره زره او له منځه یوړل شی .