دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

«
»

د طالبانو لپاره سخت ازمایښت؛ د پنجاب چورلکه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د بریتانیا، امریکا، پاکستان ګډ پلان داوو چې نور باید طالبان په هر ډول چې وي داسي بدنام او ختم شي لکه چې مجاهدین يې د کابل تر نیولو وروسته په خپلو منځو کې سره وجنګول او بالاخره د طالبانو لخوا پسي واخیستل شول.

دهمدې موخې لپاره ویل کیږي چې د داعش په نوم ( افغان-پاکستان داعش)  د امریکا او بریتانیا  په مټ باید د پاکستان لخوا دا پروژه عملي شي او افغان حکومت به يې پوره ملاتړ کوي.

د طالبانو ځای نیونکی افغان داعش

نږدې دوه نیم کلونه مخکې همدا خبرې کیدي او ویل کیدل چې نور به طالبان هم دا ډول له منځه ولاړ شي چې بیا به دا نوم بدنام او خلک به نفرت ورڅخه ولري.

پاکستان خپله ټوله هڅه وکړه، په وزیرستان کې عملیات شروع شول، ازبک، چیچن او د چین یغور غیر اګاهانه وهڅول شول او یا مجبوره شول چې د افغانستان شمال ته ځانونه ورسوي.

طالبان چې د همدې پروګرام اړوند وار له مخې متوجه وو، د طالبانو مشر ملااخترمحمد منصور له پوره زړورتیا څخه کار واخیست او په شمال کې يې دهمدې کسانو مخه ونیوله. چې همدا کار ددي سبب شو چې چین او روسانو هم له طالبانو سره د لازیاتو ښو اړیکو لیوالتیا وښودله، ځکه چین ، روسیه او په ټوله کې منځنۍ اسیا هیوادونه پوهیدل چې همدا بهرني جنګیالي ددوی د ګټو او تهدید لپاره همدې سیمې ته په لوی لاس وروستل شوې.

ددي لپاره چې افغان حکومت باندي چین او د منځنۍ اسیا هیوادونه ډیر شک ونه کړي، همهغه وو چې د یغور او منځنۍ اسیا ځینې بندیان چې له افغان حکومت سره وو، هغه يې خپلو هیوادونو ته وسپارل، البته دغه خلک د بهرنیانو او افغان حکومت سره په جګړو او یا هم ځینو سېمو کې نیول شوې وو.

په افغانستان کې اسلامپال بهرني جنګیالي بیاځل په غیر مستقیم ډول وهڅول شول چې هغوی د داعش تر بیرغ لاندي له داعش سره د یوځای کیدو اعلان وکړي، همهغه وو چې دا کار يې وکړ، او مرکزیت هم ورته د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ وټاکل  شوه، ملادادالله منصور همدې سیمې ته راغی او اعلان یې وکړ چې د پاکستان سره د دښمني لپاره همدې سیمې ته راغلی، ولي ویل کیږي چې ممکن هغه هم په غیر مستقیم ډول همدې سیمې ته د پاکستان لخوا موخو ته رسیدو لپاره زابل ته راغلی وي، کله چې ملادادالله منصور خاک افغان ته راغي، بهرني اسلامپال جنګیالي هم همدې سیمې ته له خپلو کورنیو سره راغلل او د ملادادالله منصور په څنګ کې ودریدل.

شواهد شته چې ملادادالله اخوند غوښتل چې اعلان وکړي چې د داعش تر بیرغ لاندي کار کوي، ولي د هغه د قوم ځینو پخوانیو طالب مشرانو مشوره ورکړه چې داکار به ده ته ډیر زیان وکړي، که د داعش سره ملګری هم وي ، اعلان دي نه کوي.

د طالبانو او ملا دادالله ترمنځ جګړې وشوې، او بهرني اسلامپال چې د داعش په نوم په زابل کې له ملادادالله سره یوځای وو، چې ډیری يې ازبک وو، تر ډیره همدا کسان ووژل شول، خو په سلګونو نور بیا ژوندي ونیول شول.

د ځینو طالب او افغان سیاستوالو سره همدا سوال تر اوسه هم شته چې هغه ژوندي بهرني اسلامپال چې طالبانو په خاک افغان کې ونیول هغه څه  شول؟ ورسره بندیان دي، ووژل شول او یا خو کوم چاته وسپارل شول؟؟؟

 

طالبان او د پنجاب چورلکه

طالبان ددي پرځای چې د افغان داعش په فعالیت کولو سره کمزوري شې لا پسي پیاوړي شول. د پاکستان د ملکي او پوځي حکومت ترمنځ هم ستونزې پیداشوې، ملکي حکومت د افغانستان مسئله د سولییز حل طرفداره وو، د افغان مهاجرو سره د بد چلند پلوي نه وو، او پوځي حکومت د افغانستان مسئلې د پوځي حل او یا داچې طالبان وځپل شي اوپه زور مجبوره شي چې له افغان حکومت سره یوځای شي، دا ډول افغان مهاجر له پاکستان څخه په زوره وشړل شي.

د پاکستان پوځي حکومت د سولې او یا داچې طالبان به وځپي، فشار  به پري راوړي، له افغان حکومت څخه د ډیورنډ پرلیکه امتیازات ترلاسه کړل، وروستی امتیاز يې د تورخم دروازه او تاسیسات وو، همدا وو چې د افغان ولس له خوا پر افغان حکومت ډیرې توندې نیوکې کيدي او کیږي چې له پاکستان سره معامله کوي.

داچې ولي د پنجاب چورلکه د طالبانو سيمې ته وروستل شوه، لاندي څو مهم ټکي دي چې غور پري کیدای شي.

۱ –  ډیری په دي نظر دي چې په دي لوبه کې امریکا، پاکستان او افغان حکومت شریک دي. د دوی په خوښه داکار شوی. ترڅو د پاکستان د ملکي حکومت او طالبانو ترمنځ اړیکې نور ي هم خرابي شي او د پاکستان ملکي حکومت هم د پوځي حکومت د پلان ملاتړ وکړي، پر طالبانو او افغان مهاجرو فشار زیات شي.

۲ – داچې څو میاشتي مخکې د طالبانو سره د امریکايې بندي میرمنې او بندي کاناډايې پر سر د پاکستان مذاکرات د طالبانو د قطر دفتر سره پېل شول، طالبانو د ملابرادراخوند د ورسپارلو غوښتنه کوله، پاکستان ونه منله، له دي سره سره د انس حقاني، حافظ رشید او حاجي مالي خان د خوشي کیدو غوښتنه هم وه،  ددې لپاره چې پاکستان د ملابرادر اخوند خوشي کیدل ومني دا لوبه به د امریکا په خوښه شوې وي.

۳ – داچې تیرو وختونو کې دغه او دیته ورته سیاسي معاملې د طالبانو د قطر دفتر  لخوا کیدلي، د ترکانو او روسي پيلوټ خوشي کیدل، د امریکايې بوبریګډال تبادله او داسي نورې پيښې، داځل به د طالبانو د قطر دفتر رول پکې پیکه وي، طالبان به په سیمييز ډول داموضوع حل کړي او یا خو به د ډیورنډ کرښي هاخوا طالب مشران پریکړه کوي، لدي به بیا نړیوال ، پاکستان او افغان حکومت داګټه پورته کوي چې د طالبانو د قطر دفتر صلاحیت نه لري. هغه خلک چې د پاکستان فشار ته تر دي دمه نه دي تسلیم شوي او په څلور اړخیزو ناستو کې د ګډون لپاره یې د پاکستان غوښتنو ته،  نه ویلي دي.

ویل کیږي چې د پاکستان وړاندیز داوو چې دا موضوع پټه شي او په پټه ډیر ژر ۶ پاکستاني بندیان بیرته ورته وسپاري خو طالبانو له دي کار څخه ډډه کړي.

۴ –  داچې پاکستاني جنرالان له امریکایانو سره مسلسلې ناستې لري،  ډیر وختونه افغان حکومت خبر نه وي، هوايې فضاء د امریکایانو لخوا څارل کیږي، ټول معلومات له افغان حکومت سره امریکایان نه شریکوي، ممکن د امریکایانو سره تر ناستې وروسته به په ازره کې د داعش په نوم کسانو ته د پاکستاني جنرالانو په واسطه پیسې، ټلیفونونه، د افغان پوځ یونفیورمونه او سټلایټ رسول کیدل، چې په ازره کې چورلکه د طالبانو تر برید لاندي راځي او ناستي ته مجبوره کیږي.

افغان حکومت اوسمهال هڅه کوي چې د پنجاب چورلکه او پکې نیول شوې کسان ملکې معرفي کړي، ولي ملکي کسان  به څه ډول پوځي چورلکه هغه هم روسۍ چورلکه وکاروي، او پکې ناست خلک هم متقاعد د پوځ جنرالان دي، چې ویل کیږي اوسمهال هم دکار کولو قراردادونه لري.

ازره مهم ځای دی، د لوګر ولایت د ولایتي شورا وکیل ډاکټر عبدالولي وکیل ویلي چې د داعش په نوم چې کومې لومړنۍ ویډیوګانو په رسنیو کې خپرې شوې هغه په ازره کې جوړې شوې وي، هغه څو میاشتي مخکې اندیښنه ښودلي وه چې ازره بیاځل د داعش په مرکز بدلیږي.

د پنجاب چورلکې تخنیکې ستونزه، د افغان دولت څرګندونې

د چورلکې اړوند په تخنیکې برخه کې په کورنیو ټلویزونو او خواله رسنیو کې ډیر څه ویل شوې او لیکل شوې، زه په دي برخه کې زیات څه نه لیکم، ولي څو پوښتنې دي چې چارواکې او په لوبه کې ښکیل کسانو ته متوجه کیږي:

زبیر شفیقي د ویسا ورځپاڼې مشر وايې چې : افغان حکومت لوبه کې شریک یا داچې سترګې یې مړې دي چې زغرده خبره د پنجاب چورلکې د پيښې اړوند  نه کوي.

شفیقي وايې چې :  د دفاع وزارت ویاند وزیري وویل چې پاکستان ته  د یوې الوتکي اجازه ورکول شوي وه، موږ به څیړنه وکړو چې دا هم هغه چورلکه ده یا بله؟  دا خبره خپله سوالونه پيداکوي. او بیا وروسته يې هغه ډول څرګندونې وکړې کوم چې پاکستاني رسنیو ویل.

پوځې کارپوهان وايې چې پرته له څار څخه څه ډول د پنجاب چورلکې ته اجازه ورکول شوه، ځکه هغوی کولای شي عکاسي وکړي، هرځای ناسته کولای شي چې له خلکو سره لیدنې وکړي، او هرځای کولای شي چې وسلوالو ته څه ورکړي (کوم چې اوس هم ویل کیږي چې پیسې، یونیفورمونه ، موبایل او سټلایټ ټلیفونونه په چورلکه کې نیول شوې).

کله چې چورلکه د ازبکستان پرځای د ازرې لورته روانه شوه، ولي د افغان رادار هوایې قومندانې ته خبر ورنه کړ؟ او یا ولي امریکا اوناټو د فضاء د څار ادارو داخبر له افغان دفاع وزارت سره شریک نه کړ؟

د دفاع وزارت، هوایې قومندانې پرځای ولي ویل کیږي چې اجازه د ملکي هوايې چلند وزارت ورکړي وه. او مهمه داچې روسی پيلوټ له کومه وخته د پاکستان د همدې چورلکې پيلوټ دی، داسي خو به نه وي چې  نیول شوی روسی پيلوټ امریکایانو ورته ورکړی وي؟

که چورلکې تخنیکې ستونزه درلودله، نو بیا خو به پکې تخنیکې انجنیران ناست وای، بیا د پاکستان د پوځ او استخباراتو متقاعد جنرالانو پکې څه کول؟

تر څو چې په افغانستان کې له میشت امریکایانو څخه اجازه نه وی اخیستل شوې، د هغوی له اجازې پرته  نه خو افغان دفاع وزارت او نه هم بهرنیو چارو وزارت او نه هم د ملکې هوایې چلند وزارت پاکستانۍ چورلکې ته اجازه ورکولای شوای.

که دا ومنل شي چې افغان حکومت د پنجاب چورلکې ته اجازه ورکړي ده، بیا يې ولي دهغې ساتنه ونه وکړه، او ولي يې د هغې د مسیر د خطاء کیدو په وخت څه ونه ویل؟ که داسي وي بیا نو افغان حکومت د  همدې پيښې مسؤل ګڼل کیږي. بیا خو په کار ده چې ددي پرځای چې پاکستان له طالبانو سره اړیکه نیسې له افغان حکومت څخه د خپلو خلکو د مصؤن غوښتلو او خلاصون ته انتظار وکړي؟ بیا کومه اړتیا ده چې پاکستان مخامخ له طالبانو سره اړيکې نیسي؟ ویل کیږي چې دوه چورلکې وې،  د بلې اړوند اوس هم معلومات نشته؟

پیچلې موضوع ده، که طالبان سم سیاست ونه کړي، کیدای شې ډیر زیان وکړي، پخوا  هم طالبانو نیول  شوې ترکان  او روسی پیلوټ خوشي کړي، داځل هم ممکن د پاکستان نیول شوې کسان خوشي کړي، ولي داچې څه ډول به يې خوشې کوي، هغه څه دي چې د طالبانو لپاره چیلنج دی.